د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۱

کرکټ؛ د ایرلینډ پر وړاندې ټېسټ سیالۍ ته لوبډله اعلان شوه


د افغانستان د کرکټ بورډ ادارې تصویر
د افغانستان د کرکټ بورډ ادارې تصویر

د افغانستان کرکټ بورډ ادارې د ایرلینډ پر وړاندې یوازېنۍ ټېسټ سیالۍ ته ۱۶ـ کسیزه لوبډله اعلان کړه.

ټاکل شوې چې دغه ټېسټ سیالي د فبرورۍ په ۲۸مه نېټه د عربي متحده اماراتو په ابوظبۍ ښار کې پیل شي.

رحمن الله ګربز او خلیل ګربز دوه هغه لوبغاړي دي چې په لومړي ځل ټېسټ نوملړ کې شامل شوي دي.

په اعلان شوې لوبډله کې حشمت الله شهیدي (لوبډلمشر)، رحمن الله ګربز، اکرام علیخل، ابراهیم ځدراڼ، نورعلي ځدراڼ، رحمت شاه، عبدالمالک، ناصرجمال، بهیرشاه، کریم جنت، ظاهرپکتین، ضیااکبر، خلیل ګربز، نجات مسعود، نوید ځدراڼ او ابراهیم عبدالرحیمزی شامل دي.

د سریلانکا پر وړاندې په ټېسټ سیالۍ کې شامل لوبغاړي قیس احمد او یامین احمدزی بیا له لوبډلې کېنول شوی دی.

ویل کېږي چې چټک توپ اچونکی سلیم ساپی د لاس د ټپونو له امله په لوبډله کې نه دی شامل شوی.

د ویلو ده چې ایرلینډ او افغانستان تر دې دمه یوازې یوه ټيسټ سیالي ترسره کې ده چې افغان لوبډلې ګټلې وه.

XS
SM
MD
LG