د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۸

کرکټ؛ د افغانستان او ایرلنډ لوبډلې سبا یوازېنۍ ټسټ لوبه لري


له ارشیفه د افغان کرکټ ملي لوبډلې یو تصویر
له ارشیفه د افغان کرکټ ملي لوبډلې یو تصویر

په پام کې ده چې د افغانستان او ایرلنډ د ملي لوبډلو ترمنځ یوازینۍ ټسټ لوبه سبا چارشنبې د فبروري په ۲۸مه ترسره شي.

د افغانستان په کوربه توب دا لوبه په ابوظبي په پام کې ده او د کابل په وخت د سهار په لس نیمو بجو پیلېږي.

د دې لوبې په درشل کې پرون ماښام د افغانستان کرکټ بورډ سیالو لوبغاړو ته په متحده عربي اماراتو کې د ماښام مېلمستیا کړې وه.

د کرکټ بورډ د تجارتي څانګې مشر اکبر محمد پکتیان خپلو مېلمنو ته ښه راغلاست ووایه او ویې ویل:

" سلامونه، ماښام مو په خیر اتلانو او چارواکو، موږ دلته د ماښامنۍ مېلمستیا لپاره راټول شوي یو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د یوې بلې ځانګړې سیالۍ لپاره د تیاریو په حال کې یو. البته د کرکټ د یوې بلې عالي سیالۍ د پیل لپاره به ښه وي چې له خپلو سیالانو سره یوه عالي او ښایسته ماښامنۍ ولرئ."

افغان لوبډله به له دې لوبې وروسته راتلونکې اونۍ له ایرلنډ سره درې یوورځنۍ لوبې هم وکړي او بیا د دوی ترمنځ درې شل اووره لوبې هم په پام کې دي.

افغان لوبډلې د شل اووره لوبو نړیوال جام ته د تیاریو په لړ کې له دې مخکې له سریلانکا، هند او متحده عربي اماراتو سره هم یولړ سیالۍ درلودې.

د شل اووره کرکټ نړیوال جام د متحدوایالتونو او ویست انډیز په کوربه توب د غبرګولي یا جوزا په ۱۲مه نېټه د نړۍ د شلو مخکښو لوبډلو ترمنځ پیلېږي او د چنګاښ یا سرطان تر نهمې پورې دوام کوي.

XS
SM
MD
LG