د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۳

د امنیت شورا غونډه او د افغان نجونو او ښځو د حقونو پر درناوي د یو شمېر هېوادونو ټینګار


د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د غونډو د تالار تصویر
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د غونډو د تالار تصویر

د ملګرو ملتونو امنیت شورا په خپله بېګانۍ غونډه کې د افغانستان په اړه خبرې وکړې.

د بندو درازو شاته د دې غونډې د اجنډا په موضوعاتو کې د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي ټاکل او د ښځو او بشری حقونو مسایل شامل وو، خو د دې غونډې له پیل مخکې د یوشمېر هېوادو استازو په افغانستان کې د نجونو او ښځو حقونو ته د درناوي پر اړتیا ټینګار وکړ.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دوره یي مشرې د ګایانا استازې کارولین رودریګوز د پرونۍ غونډې له پیلېدو مخکې په ملګرو ملتونو کې د افغان ښځو په ملاتړ، د یوشمېر هېوادونو اعلامیه ولوسته.

د ښځو، سولې او امنیت د اصولو لپاره د ګډو ژمنو په نوم دې ګروپ چې ګایانا، ایکوادور، فرانسه، جاپان، مالتا، جنوبي کوریا، سیرالیون، سلووینیا، سویس، برېتانیا او متحدایالتونه غړيتوب پکې لري؛ ټینګار کړی چې افغانستان ته دوامداره سوله، ثبات او پرمختګ یوازې د یو ټولشموله سیاسي بهیر په شتون او د ښځو په ګډون د ټولو افغانانو بشري حقونو ته د درناوي په صورت کې راتلی شي.

د افغان نجونو او ښځو پر وړاندې د طالبانو افراطي کړنې د افغانستان په تړاو د نېږدې هرې ناستې له مهمو اجنډاوو څخه وي- تصویر له ارشیفه
د افغان نجونو او ښځو پر وړاندې د طالبانو افراطي کړنې د افغانستان په تړاو د نېږدې هرې ناستې له مهمو اجنډاوو څخه وي- تصویر له ارشیفه

په بیان کې د نجونو او ښځو پر وړاندې د طالبانو وروستي اقدامات غندل شوي دي.

د اعلامیې لوستونکې کارولین رودریګوز وویل:

" موږ په افغانستان کې د طالبانو دوامداره، سیستماتیک تبعیض او د ښځو او نجونو ځپل په کلکه غندو او غواړو چې طالبان د منځنیو ښوونځیو او لېسو د زده کوونکو نجونو پر زده کړو، د ښځو د کار، تګ راتګ او د بیان د آزادۍ پر حقونو د بندیزونو په ګډون ټولې هغه پالیسۍ او فرمانونه سمدستي بېرته واخلي چې ښځې او نجونې ځپي."

مېرمن رودریګوز وویل، د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي د ټاکلو او په دوحه کې د فبروري د ۱۸ او ۱۹ مې د غونډې اړوند د سرمنشي راپور د غونډې د اجنډا مهم موضوعات دي، خو دا غونډه د بندو دروازو ترشا جوړه شوه او جزییات یې له رسنیو سره شریک نه شول.

د طالبانو حکومت چې هڅه کوي نړیوال یې په رسمیت وپېژني، د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي له ټاکلو سره چې په پام کې وه د دوحې په غونډه کې پرې خبرې وشي مخالفت څرګند کړی او د همدې مخالفت له کبله یې په هغه غونډه کې ګډون ونه کړ.

د طالبانو حکومت د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د نوي استازي د ټاکلو مخالف دی، خو د ملګرو ملتونو سرمنشي دغه ټاکنه دوی ته هم ګټوره او اړینه ګڼي.
د طالبانو حکومت د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د نوي استازي د ټاکلو مخالف دی، خو د ملګرو ملتونو سرمنشي دغه ټاکنه دوی ته هم ګټوره او اړینه ګڼي.

خو ښاغلي ګوتیریش په دوحه کې د ځانګړي استازي د ټاکلو په اړه له طالبانو سره د خبرو اړتیا په ډاګه کړه او ویې ویل، دا د طالبانو په ګټه ده چې د افغانستان په اړه په سلامشورو کې شامل وي.

د ځانګړي استازي ټاکنه د افغانستان په اړه د ملګروملتونو د خپلواکې ارزونې یوه غوښتنه وه. ښاغلي ګوتیرش وویل، د دوحې په غونډه کې د متحدوایالتونو، چین، پاکستان او اروپايي ټولنې استازو د افغانستان د خپلواکې ارزونې له ټولو سپارښتنو سره پوره توافق درلود.

خو د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې افغانستان له بحران سره نه دی مخ او داسې مهال چې په افغانستان کې د ملګروملتونو مرستندوی ماموریت یا یوناما فعال دی د م. م د ځانګړي استازي ټاکنې ته اړتیا نه شته.

په عین حال کې د بشري حقونو د څار سازمان پر امنیت شورا انتقاد کړی چې ولې د افغانستان په اړه د بندو درازو شاته خبرې کوي. د دې سازمان د ښځو د څانګې مرستیالې هیدربار پرون آزادۍ راډیو ته وویل چې افغانان او په ځانګړي ډول ښځې او نجونې چې د طالبانو له بندیزونو او محدودیتونو سره مخامخ دي، دا حق لري چې پوه چې د دوی په اړه څه ویل کېږي او کومې پرېکړې کېږي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG