د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۱

بایډن: اسراییلو د روژې په میاشت کې اوربند ته چمتووالی ښودلی


د امریکا ولسمشر جوبایډن
د امریکا ولسمشر جوبایډن

د امریکا ولسمشر جوبایډن وايي، اسراییل چمتو دی چې د روژې په مبارکه میاشت کې په غزه کې خپل پوځي عملیات وځنډوي.

د امریکا ولسمشر جوبایډن 'این بي سي' تلوېزیون سره په مرکه کې چې پرون ثبت شوې وه او نن سهار وختي خپره شوه ویلي چې اسراییلو د روژې په مبارکه میاشت کې په غزه کې اوربند ته چمتووالی ښودلی دی.

بایډن ویلي چې روژه راروانه ده او اسراییلو موافقه کړې چې په دې میاشت کې به په غزه کې هېڅ پوځي فعالیت نه کوي څو د اسراییلي برمته‌وو د خوشې کولو هڅو ته وخت ولرو.

بایډن زیاته کړه چې د ملي امنیت سلاکار یې ورته ویلي چې دا موافقه شوې نه ده، خو ډېره نژدې ده.

هغه هیله څرګنده کړه چې تر بلې دوشنبې پورې به په غزه کې اوربند ټینګ شي.

حماس چې متحدایالات او اروپايي ټولنه یې د یوې تروریستي ډلې په توګه پېژني د ولسمشر بایډن خبرې له وخته مخکې بللې دي.

دا ډله اوسمهال د اوربند د هغې طرحې په اړه غور کوي چې امریکا، اسراییلو او سیمه ایزو منځګړو مصر او قطر تېره اونۍ د پاریس په غونډه کې موافقه پرې وکړه.

په غزه کې د روانې جګړې یو انځور
په غزه کې د روانې جګړې یو انځور

د پاریس د غونډې له جریانه یوه باخبره جګپوړي چارواکي رویټرز خبري آژانس ته ویلي چې د ۴۰ اسراییلي برمته وو د خوشې کولو په بدل کې د ۴۰ ورځني اوربند لپاره د طرحې مسوده حماس ډلې ته استول شوې.

د طرحې له مخې په ۴۰ برمته‌وو کې چې باید خوشې شي، ښځې، ناروغان او هغه کسان شامل دي چې عمرونه یې له ۱۹ کلونو کم یا له ۵۰ کلونو لوړ وي او اسراییل به هم د دې طرحې له مخې د هر اسراییلي برمته په بدل کې ۴ فلسطیني بندیان خوشې کوي چې ټول شمېر به یې ۴۰۰ تنو ته ورسېږي.

د دې طرحې په اساس اسراییل به خپل سرتېري له مېشت ځایونو څخه بهر ځای پرځای کوي، له هغو کسانو پرته چې عمرونه یې په جګړه کې ګډون ته برابر وي د غزې نور اوسېدونکي به اجازه ولري په هغو سیمو کې چې مخکې له دې تشې شوې وې، خپلو کورونو ته ستانه شي او د بېځایه شویو خلکو د کورونو د وسایلو په ګډون بېړنیو بشري مرستو ته به اجازه ورکړل شي.

خو په دې طرح کې د حماس اصلي غوښتنه چې په پخوانیو خبرو کې یې مطرح کړې وه له پامه غورځول شوې ده.

حماس غواړي اسراییل دا ژمنه وکړي چې جګړه به د تل لپاره بندوي او ځواکونه به یې له غزې څخه وځي.

د حماس په غوښتنو کې د هغو اسراییلي برمته وو خوشې کول هم نه دي شامل چې سرتېري دي او همداراز غواړي چې اسراییل ۱۵۰۰ فلسطینیان له خپلو زندانونو خوشې کړي.

د حماس او اسراییلو پلاوي په روانه اوونۍ کې په قطر کې دي او د اوربند په اړه خبرې کوي.

د قطر د بهرنیوچارو وزارت ویندوی مجید الانصاري نن خبریالانو ویل چې قطر د ولسمشر بایډن د څرګندونو په اړه څه نه شي ویلی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG