د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۴۶

ټېسټ لوبه؛ ایرلینډ په لومړۍ پاڼۍ کې له افغانستان ۱۰۸ منډې مخکې شو


د لوبې یوه څنډه
د لوبې یوه څنډه

د افغانستان او ایرلینډ ترمنځ د یوازېنۍ ټېسټ لوبې په دویمه ورځ د مېلمه ایرلینډ د توپوهنې لومړۍ پاڼۍ هم بشپړه شوه.

یادې لوبډلې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۶۳ منډې وکړې.

د ایرلینډ په توپوهونکو کې پاول سټرلینګ ۵۲، کرتي کمپر۴۹، لورکن ټکر ۴۶او انډي مکبراین ۳۸ منډې وکړې.

په افغان توپ اچونکو کې ضیاالرحمن اکبر ۵ لوبغاړي وسوځول.

دا لومړی ځل و چې ضیا اکبر د ټېسټ سیالیو په یوه پاڼۍ کې ۵ لوبغاړي وسوځول.

دغه راز چټک توپ اچونکي نوید ځدراڼ ۳، نجات مسعود او ظاهر خان بیا یوه ـ یوه وېکټ واخیسته.

افغانستان د دې ټېسټ سیالۍ د توپوهنې په لومړۍ پاڼۍ کې یوازې ۱۵۵ منډې کړې وې او په دې سره له ایرلینډ ۱۰۸ منډې شاته دي.

افغان لوبډله به نن یو وار بیا د خپلې توپوهنې دویمه پاڼۍ پيل کړي.

XS
SM
MD
LG