د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۶

ټېسټ لوبه؛ د سیالۍ دویمه ورځ پای ته ورسېده


د لوبې یوه څنډه
د لوبې یوه څنډه

د افغانستان او ایرلینډ ترمنځ د یوازېنۍ ټېسټ لوبې د دویمې ورځې تر پایه افغان لوبډلې د خپلې توپوهنې دویمه پاڼۍ پيل کړي دي او د ایرلینډ د ۱۰۸ منډو پور یې پرې کړی دی.

افغانستان ۱۳۴ منډې کړې دي، ۳ لوبغاړي یې سوځېدلي او له ایرلینډ اوس ۲۶ منډې مخکې روان دي.

د افغانستان په اوټ شویو لوبغاړو کې ابراهیم ځدراڼ، رحمت شاه او نورعلي ځدراڼ شامل دي.

لوبډلمشر حشمت الله شهیدي په ۵۳ او رحمن الله ګربز په ۲۳ ناسوځېدلو منډو ولاړ دي.

کوربه لوبډلې ته بیا هم مارک اډیر دوه مهم لوبغاړي سوځولي دي.

د ایرلینډ لوبډلې د خپلې توپوهنې په لومړۍ پاڼۍ کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۶۳ منډې وکړې.

د ایرلینډ په توپوهونکو کې پاول سټرلینګ ۵۲، کرتي کمپر۴۹، لورکن ټکر ۴۶او انډي مکبراین ۳۸ منډې وکړې.

په افغان توپ اچونکو کې ضیاالرحمن اکبر ۵ لوبغاړي وسوځول. دا لومړی ځل و چې ضیا اکبر د ټېسټ سیالیو په یوه پاڼۍ کې ۵ لوبغاړي سوځوي.

دغه راز چټک توپ اچونکي نوید ځدراڼ ۳، نجات مسعود او ظاهر خان بیا یوه ـ یوه وېکټ واخیسته.

افغانستان د دې ټېسټ سیالۍ د توپوهنې په لومړۍ پاڼۍ کې یوازې ۱۵۵ منډې کړې وې او په دې سره له ایرلینډ ۱۰۸ منډې شاته دي.

د ویلو ده چې لا هم د لوبې درې نورې ورځې پاتې دي. افغان لوبډله به اوس د ایرلینډ لپاره هدف ټاکي.

XS
SM
MD
LG