د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۴

قطر ته د ملا یعقوب سفر؛ اجنډا او تبصرې څه دي؟


د طالبانو د دفاع سرپرست وزیر ملا یعقوب مجاهد = ارشیف
د طالبانو د دفاع سرپرست وزیر ملا یعقوب مجاهد = ارشیف

د طالبانو د دفاع وزارت سرپرست ملا محمد یعقوب مجاهد او د طالبانو د پوځ لوی درستیز قاري محمد فصیح الدین فطرت دوحې ته تللي او تمه ده هلته د دوحې د دفاعي صنایعو نړیوال نندارتون او کنفرانس کې ګډون وکړي.

د دوحې د دفاعي صنایعو نړیوال نندارتون چې د قطر د دفاع وزارت له خوا اداره کېږي؛ ویلي د بېلابېلو هېوادونو شاوخوا ۹۰ ځانګړي استازي د یاد نندارتون په اتمه دوره کې ګډون کوي.

دوی د طالبانو د دولت د استازیو د ګډون په اړه رسماً څه نه دي ویلي، خو د طالبانو دوه لوړپوړي چارواکي دې غونډې ته ورغلي.

د طالبانو د دفاع وزارت سرپرست په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دفاع سرپرست وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد او د طالبانو د پوځ لوی درستیز قاري محمد فصیح الدین فطرت به د دوحې د دفاعي صنایعو په نندارتون کې ګډون وکړي.

د دوحې د دفاعي صنایعو نړیوال نندارتون کې د ۲۰۰ هېوادونو او دفاعي/پوځي شرکتونو د نندارې مرکزونه جوړیږي.

تمه ده په یوولسو سیمو کې دا لوی نندارتون پيل شي او په ترڅ کې به یې ۳۲ نړیوالې معاهدې لاسلیکې شي.

دغه نندارتون ته د لسو هېوادونو ۱۱ جنګي بېړۍ هم نندارې ته اېښودل کېږي.

د طالبانو د دفاع وزارت په اعلامیه کې نه دي ویل شوي چې د دوی لوړپوړي چارواکي د دوحې په نندارتون کې په کومو ځانګړیو برخو کې بحث او ګډون کوي؟

د طالبانو د دفاع وزارت د اعلامیې په اساس، تمه ده دا طالب چارواکي همداراز له قطري چارواکو سره د دوه اړخیزو اړیکو په پیاوړتیا هم خبرې وکړي.

د افغانستان د پخواني پوځ د کومانډو ځواکونو قومندان، جنرال فرید احمدي
د افغانستان د پخواني پوځ د کومانډو ځواکونو قومندان، جنرال فرید احمدي

د افغانستان د پخواني پوځ د کومانډو ځواکونو عمومي قومندان جنرال فرید احمدي ازادي راډیو سره په خبرو کې له ملایعقوب سره د قطري چارواکو د لیدنو پر مهال د ځینو پېښېدونکو مسایلو په اړه خپل نظر داسې شریک کړ:

" قطر به ټینګار وکړي چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی ومنل شي. همداراز د ځینو ناتایید شویو رپوټونو په اساس احتمالاً د امریکا ځینې استازي په ټیټه کچه له ملا یعقوب سره خبرې وکړي ځکه د ناټو د پرمختللیو وسلو ټول سیسټم چې اوس د طالبانو په لاس کې دی ټول یې څار او ساتنې ته اړتیا لري هم د هوايي ځواک او هم د ځمکنۍ قوا محاربوي تخنیک. "

جنرال فرید بیا دا نیوکه وکړه چې طالبانو تېر دوه نیم کاله د نړیوالو قدرتونو له مخالفتونو د ځان په ګټه کار اخیستی او د نړیوالې ټولنې د غوښتنو او شرایطو په نه منلو سره یې یو ناسنجول شوی ګام اخیستی چې د ده په نظر دا به د طالبانو په تاوان تمامیږي.

د طالبانو د دفاع وزارت سرپرست د ۲۰۲۲ کال په جولای میاشت کې په خپل لومړني بهرني سفر کې قطر ته تللی و او هلته یې د قطر له امیر شېخ تمیم بن حمد آل ثاني سره لیدلي وو.

هغه وخت د قطر دولتي خبري اژانس لیکلي وو چې د قطر امیر په افغانستان کې د ثبات او پخلاینې لپاره د کار کولو په اهمیت ټینګار وکړ.

شېخ تمیم همداراز د افغانانو د حقونو د تامین یادونه هم کړې وه.

د طالبانو دفاع وزارت سرپرست تر دې لیدنې وروسته ویلي وو چې له قطري چارواکو یې د پوځ د تنخاوو، یونیفورم، د سرحدونو د ساتنې د تخنیکي وسایلو او وسایطو او روغتیايي چارو کې د مرستې غوښتنه وکړه.

ملا یعقوب قطر ته د مخکیني سفر پر مهال، د دغه هېواد له امیر شېخ تمیم بن حمد آل ثاني سره لیدلي وو
ملا یعقوب قطر ته د مخکیني سفر پر مهال، د دغه هېواد له امیر شېخ تمیم بن حمد آل ثاني سره لیدلي وو

قطر د سیمې او نړۍ له هغو هېوادونو دی چې له طالبانو سره نږدې اړیکې پالي او په لوړه کچه سره یې مذاکرې کړې دي.

د قطر صدراعظم محمد بن عبدالرحمن آل ثاني د ۲۰۲۳ کال په مې میاشت کې کندهار ته تللی و او هلته یې د طالبانو له رهبر ملا هیبت الله اخندزاده سره لیدلي وو.

رویټرز هغه وخت لیکلي وو چې دا سري/پټې خبرې له نړیوالې ټولنې سره د لانجمنو مساییلو پر هواري څرخېدې.

نړیواله ټولنه له طالبانو غواړي چې د افغانانو؛ په تېره بیا ښځو او لږکیو بشري حقونه رعایت کړي. د بېلګې په توګه: دوی د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونو په پرانیستلو ټینګار لري.

قطر له طالبانو سره نږدې اړیکې لري او د دې تر څنګ چې د طالبانو سیاسي دفتر له کلونو هلته فعاله دی او د لویدیځ او طالبانو تر منځ د یوه رابط رول لوبوي.

وروستی وار د فبروري په ۱۸مه او ۱۹مه دوحه کې د افغانستان اړوند د ملګرو ملتونو په کوربه توب یو نړیوال کنفرانس جوړ شو، خو طالبانو پکې ګډون نه و کړی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG