د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۴۶

ولکر ترک: که د غزې د جګړې مخنیوی ونه شي ټول منځني ختیځ ته به ناوړه پایلې ولري


د غزې یوه جګړه ځپلې سیمه
د غزې یوه جګړه ځپلې سیمه

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر ولکر ترک وایي، په غزه کې د جګړې د پراخیدو مخنیوی ضروري و او خبرداری یې ورکړ چې که د روانې جګړې لمن پراخه شي، ټول منځني ختیځ ته به ناوړه پایلې ولري.

ښاغلي ترک په جینوا کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا ۵۵ غونډې ته په خبرو کې وویل چې په غزه کې روانه جګړه چې د اوکتوبر پراوومه نېټه د اسراییل پر جنوب د حماس ډلې د وسله والو په برید سره پیل شوې لا د مخه یې لمن څنګلورو هیوادونو ته غزیدلې.

امریکا او اروپایي ټولنه حماس د یوې ترهګرې ډلې په توګه پېژني.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر وویل، دې ته ژوره اندېښنه لري چې که د دغې جګړې لمن پراخه شي، نو د منځني ختیځ پر هر هېواد او له هغې لیرې پر نورو به خپل اغېز پرې باسي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشر، ولکرترک
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشر، ولکرترک

ښاغلي ترک د لبنان په جنوب کې د اسراییل، حزب الله او نورو ډلو ترمنځ پوځي کړکېچ ډېر د اندېښنې وړ وباله او زیاته یې کړه چې اړتیا ده د روانې جګړې د لا پراخیدو د مخنیوي لپاره له ټولو امکاناتو کار واخیستل شي.

په غزه کې د سخت دریځي حماس ډلې او اسراییل ترمنځ له روانې جګړې سره هم مهاله، د ایران له ملاتړه برخمنې د لبنان د حزب الله او اسراییل ترمنځ هم پر یو بل د بریدونو لړۍ پیل شوې چې هغه د دوی دواړو ترمنځ د ۲۰۰۶ کال راهیسې تر ټولو پراخ بریدونه دي.

په عین حال کې د امریکا د متحدو ایالتونو د ولسمشر مرستیالې کامالا هریس له اسراییل څخه وغوښتل چې غزې ته د زیاتو مرستو رسولو لپاره نور اقدامات وکړي، ځکه د دې په وینا غزه له بشري ناورین سره مخ ده.

مېرمن حارث چې په الاباما کې د ۱۹۶۵ کال د یوه سوله ییزلاریون د ځپلو د کلیزې په مراسمو کې څرګندونې کولې، دغه راز وویل چې په غزه کې باید سمدستي اوربند وشي ترڅو غزې ته د بشري مرستو رسولو ترڅنګ د حماس له لوري د یرغملو خلاصون یقیني شي.

پر اسراییل د حماس له لوري په برید کې شاوخوا ۱۲۰۰ کسان وژل شوي او شاوخوا ۲۴۰ نور دې ډلې یرغمل کړي دي.

پر غزې چې حماس پرې کنټرول لري، د اسراییل د هوایي بریدونو او ځمکنیو عملیاتو په نتیجه کې د دې سیمې د روغتیایي چارواکو په وینا، له دیرش زره زیات فلسطینیان وژل شوي دي.

د رویترز خبري آژانس د راپور له مخې، د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر تېره اوونۍ وویل چې د اسراییل او حماس ترمنځ په روانه جګړه کې د ټولو ښکېلو اړخونو له خوا جنګي جنایتونه ترسره شوي چې باید وڅېړل شي او له عاملانو سره یې حساب کتاب وشي.

XS
SM
MD
LG