نړۍ
د حماس مذاکراتي پلاوی د خبرو د دوام لپاره په قاهره کې پاتې کېږي
د حماس سختدریځه ډله وايي چې استازي یې د سولې د منځکړو د غوښتنې په اساس د اوربند د موافقې په اړه د خبرو د دوام لپاره په قاهره کې پاتې کېږي.
دا ډله چې اروپايي ټولنې او متحدایالات یې د یوې تروریستي ډلې په توګه پېژني دا څرګندونې داسې مهال کوي چې د تېرو دوو ورځو په خبرو کې کوم پرمختګ نه دی شوی.
په قاهره کې په روانو خبرو کې مرکچیان په غزه کې د څلوېښتو ورځو په مخه د اوربند د ټینګولو لپاره هڅه کوي.
د پلان له مخې د دې اوربند پرمهال به حماس اسراییلي برمته خوشې کوي او بشري مرستې به راروانه اونۍ د روژې له پیلېدو مخکې غزې ته پرېښودل شي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
مسکو: کریمیا کې د اوکراین د میزایلو لویه حمله شنډه شوې
د مسکو له خوا د اشغال شوې کریمیا ټاوزمې لپاره ګومارل شوی والي میخایل رازووژییف Mikhail Razvozhayev وایي، پرسیواستاپول Sevastopol د اوکراین د میزایلو یوه لویه حمله شنډه شوې ده.
هغه وویل چې یو شمېر توغندي د سمندر او د بیلبیک هوایي اډې د پاسه په ډزو راغورځول شوي دي.
په دې پېښه کې د زیانونو راپور نه دی ورکړل شوی.
په عین حال کې د روسیې دفاع وزارت ویلي چې د هوایي مدافعې ځواکونو یې د کریمیا د پاسه لس لیرې واټن ویشتونکي توغندي راغورځولي دي.
د روسیې دغه ادعاوې په خپلواکه توګه نه دي تایید شوي.
مسکو په وروستیو اونیو کې پرته له دې چې شواهد وړاندې کړي، کییف تورن کړی چې د امریکا له خوا د پوځي تکتیکي توغندیو د سیسټم کارول یې پیل کړي دي.
شنکر: پر هندي کمپنیو د امریکا د احتمالي بندیزونو په اړه د خبرو خبر ورکړ
وروسته له هغې چې متحدو ایالتونو وویل هندي کمپنۍ به چې د ایران د چابهاربندر په پروژه کې ښکېلې دي، د بندیزونو له خطر سره مخامخې شي، د هند د بهرنیو چارو وزیر وایي، کمپنۍ به یې د دغه ستراتیژیک بندر پر ګټو د پوهېدو لپاره کار وکړي.
ایران او هند روانه اوونۍ د دغه بندر د پراختیا او تجهیز لپاره یو تړون لاسلیک کړ چې نوي ډیلي ته اجازه ورکوي چې د لسو کلونو لپاره یې له تاسیساتو کار واخلي.
هغه هم داسې مهال چې د هند حکومت په لویدیځه او مرکزي آسیا کې د سوداګرۍ د ودې لپاره هڅې کوي.
د فرانسپرس خبري آژانس د راپور له مخې، د هند د بهرنیو چارو وزیر اس جې شنکر سې شنبې ناوخته په کلکته کې یوې غونډې ته وویل چې دا مسله د خبرو اترو او قناعت له لارې حل کیدای شي چې خلک په دې پوه شي چې دا واقعاً د هرچا په ګټه ده.
هغه زیاته کړه که د چابهار بندر په اړه د امریکا پخواني دریځ ته ځیرشو نو ګورو چې متحدو ایالتونو د چاربهار د بندر ستاینه کړې او هغه یې ډېر مهم بللی دی.
متحدو ایالتونو، په افغانستان کې د پوځي حضور په مهال دغه پروژه ځکه منلې وه چې نوی ډیلی یې په کابل کې د خپل ملاتړي حکومت یو ارزښتناک شریک باله.
خو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ویدانټ پاټیل د دوشنبې په ورځ وویل، هرهغه څوک یا کمپنۍ چې له ایران سره د سوداګرۍ معاملې کوي، باید په دې پوه شي چې ځان د بندیزونو له خطر سره مخامخ کوي.
د امریکا متحدو ایالاتونو له اوږدې مودې راهیسې پر ایران د دې هیواد د اټومي او میزایلو د پروګرامونو په ګډون د یو لړ مسایلو په خاطربندیزونه لګولي دي.
د کانګرس غړي: د بایډن اداره غواړي اسراییلو ته د یو میلیارد ډالرو اضافي وسلې او مهمات واستوي
د جوبایډن ادارې د کانګرس مخکښو غړو ته ویلي چې غواړي اسراییلو ته د یو میلیارد ډالرو په ارزښت اضافي وسلې او مهمات واستوي.
د استازو جرګې درېیو غړو پرون دا خبر ورکړ، خو لا روښانه نه ده چې دا وسلې او مهمات به څه وخت اسراییلو ته واستول شي.
د بایډن ادارې په روانه میاشت کې د ۳۵۰۰ بمونو یوه بله جوپه هم اسراییلو ته استولې وه چې د هر یوه بم وزن یې له ۹۰۰ کیلوګرامو زیات و.
سپینې ماڼۍ چې په غزه کې د ملکي وګړو پر تلفاتو، اندېښنه ښودلې له دې مخکې ویلي وو چې اسراییلو ته یې د بمونو د استولو بهیر درولی دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر: ناټو کې د اوکراین د شاملیدو لپاره د پام وړ ګامونه اخلو
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکین کییف ته د ناڅاپي سفر پرمهال ډاډ ورکړ چې هېواد به یې په ناټو کې د اوکراین د غړیتوب په برخه کې د پام وړ ګامونه واخلي.
بلېنکین دا یادونه هم وکړه چې داسې مهال چې روسیې د اوکراین په ختیځ کې خپلو عملیاتو ته زور ورکړی، متحدایالات به د دې هېواد د امنیت او ملي حاکمیت د خوندیتوب ملاتړ وکړي.
بلېنیکن چې پرون په پلازمېنه کییف کې یوې ډلې محصلانو ته وینا کوله وویل، متحدایالتونو پر اوکراین د روسیې د یرغل له پیله د دې هېواد ملاتړ کړی.
د ښاغلي بلېنکین وینا تر ډېره پردې متمرکزه وه چې د اوکراین امنیت او د اقتصادي تاسیساتو بیا رغونه به په ناټو کې د دې هېواد غړیتوب ته لاره اواره کړي.
روسیې ادعا کوي چې پر اوکراین یې ځکه یرغل وکړ چې لویدیځ له کلونو راهیسې غوښتل د اروپا د ختیځ پر لور پرمختګ وکړي.
ولاديمير پوتين سبا چین ته په سفر ځي
د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين به سبا (د مۍ ۱۶) چين ته سفر وکړي.
د کرملين د وېبپاڼې د خبر له مخې، پوتين به د مې په ۱۶ او ۱۷ نېټه د چين له ولسمشر شي جين پينګ او د چين له صدراعظم لي کيانګ سره خبرې اترې وکړي.
دا د ولسمشر په توګه د پنځمې دورې لپاره د بیا انتخابیدو وروسته د ولادیمیر پوتین لومړنی بهرنی سفر دی.
پوتین، چې د نیولو حکم یي د نړیوالې جنایي محکمې لخوا صادر شوی دی، د ۲۰۲۲ کال په فبروري کې پر اوکرایین د روسیې د غیر موجه برید له پيل را وروسته ډېر کم بهر تللی دی.
ګرجستان: پارلمان د "بهرنیو عواملو" لانجمنه لایحه تصویب کړه
د ګرجستان پارلمان، د رایو په اکثریت سره د "بهرنیو عواملو" لانجمنه لایحه تصویب کړه.
روسیه هم ورته قانون لري، او د دې لامل شوی چې له بهر تمویلیدونکې ګڼې رسنۍ یا نادولتي موسسې خپل فعالیتونه ودروي او په ځینو مواردو کې خلک د دې قانون د نه مراعتولو له امله زنداني شوي هم دي.
په ګرجستان کې د دغه قانون وروستی تصویب پراخ ملي او نړیوال غبرګونونه راپارولي دي.
په زرګونو کسانو چې ډېری یې ځوانان دي، په پلازمېنه تبلیسي او د پارلمان د ودانۍ مخې ته مظاهرې وکړې.
متحده ایالاتو، اروپايي ټولنې او د بشري حقونو څارونکو دا لایحه غندلې ځکه د دوی په باور ورته قانون روسیه هم لري چې له امله یې ولادمیر پوتین خپل مخالفان او خپلواک بنسټونه ځپي او غږونه یې غلي کوي.
د روغتیا نړیوال سازمان د غزې د ډاکټرانو لخوا د تلفاتو اعلان شوي ارقام تایید کړل
وروسته له هغه چې اسراییل په غزه کې د تلفاتو د شمیر په اړه پوښتنې وکړې، د روغتیا نړیوال سازمان د سه شنبې په ورځ د غزې د روغتیا وزارت لخوا د وژل شویو کسانو د ارقامو په اړه ډاډ څرګند کړ او ویې ویل چې دوی په حقیقت کې د مرګژوبلې د کچې تایید ته په نږدې کېدو دي.
تېره اوونۍ د غزې د روغتیا وزارت د اکتوبر له اوومې نېټې څخه تر اوسه پورې د ۳۵ زره کسانو د وژل کېدو اعلان وکړ او ویې ویل چې څه باندې ۲۵ زره کسان په بشپړه توګه پېژندل شوي چې له نیمايي ډېر یې ښځې او ماشومان دي.
دې کار د اسراییلو تورونه وپارول چې ګواکې دا ارقام سم نه دي.
د روغتیا د نړیوال سازمان ویاندې کریسټین لینډمایر پرون وویل چې وړاندې شوي معلومات سم دي او په ټولیزه توګه د مړو شمیر له ۳۵۰۰۰ څخه ډیر دی.
زیلینسکي بلېنکن ته: اوکراین د پاټریوټ توغندیو سیستم ته سمدستي اړتیا لري
د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي د متحدوایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن ته ویلي چې هېواد یې د پاټریوټ توغندیو سیستم ته سمدستي اړتیا لري.
ولودیمیر زیلینسکي دا غوښتنه نن په کییف کې له انټوني بلېنکن سره د کتنې پرمهال وکړه.
زیلینسکي وویل، هېواد یې داسې مهال چې روسیې د اوکراین پر شمال ختیځې خارکییف سیمې حملو ته زور ورکړی او د سیمې اوسېدونکي د روسیې د توغندیو او بې پیلوټه الوتکو تر سختو بمباریو لاندې دي نورو بېړنیو پوځي مرستو ته اړتیا لري.
بلېنکن چې په کانګرس کې د میلیاردونو ډالرو په ارزښت اوکراین ته د امریکا د مرستې له تصویبېدو څو اوونۍ وروسته نن په ناڅاپي سفر کییف ته ورسېد وویل چې د امریکا وسلې او پوځي تجهیزات دې هېواد ته پر لاره دي.
بلېنکن زیاته کړه چې دا مرسته به د روسیې پر ضد د روانې جګړې په ډګر کې لوی بدلون راولي.
په عین حال کې په خارکییف سیمه کې د اوکراین د پوځ ستر درستیز نن وویل چې اوکرایني ځواکونو د د روسیې سرحد ته نژدې د واوچانسک کوچني ښار پر لور د روسي د پوځ تازه حمله په شا تمبولې ده.
له بلې خوا د اوکراین د پوځي استخباراتو د ادارې مشر کیریلو بودانوف نن د اوکراین تلوېزیون ته وویل چې په خارکییف کې وضعیت آرام دی، خو هغه زیاته کړه چې روسیه ښايي په راروانو ورځو کې هلته اضافي ځواکونه واستوي.
د خیبرپښتونخوا په شمالي وزیرستان کې چاودنې لږترلږه څلور کسان وژلي
د خیبرپښتونخوا په شمالي وزیرستان سیمه کې د یوې بې پیلوټه الوتکې لهخوا د توغول شوي میزایل په چاودنه کې لږترلږه څلور کسان وژل شوي دي.
اسوشېټېډپرېس خبري آژانس د خیبرپښتونخوا د پولیسو د مشر هدایتالله له قوله لیکي چې وايي، پېښه نن سهار وختي هغه مهال وشوه چې دا توغندی پر یوه کور ولګېد.
د هغه په وینا، په مړو کې ماشومان هم شامل دي.
ویل شوي چې وژل شویو کسانو ظاهراً له وسلهوالو ډلو سره یې اړیکي نه لرل او ولسي وګړي وو.
د راپورونو له مخې د سیمې اوسېدونکو د وژل شویو کسانو مړي د اعتراض لپاره د پوځ د یوې قرارګاه مخې ته کېښودل او د دې پېښې د عاملانو غوښتنه یې وکړه.
تراوسه مالومه نه ده چې دا توغندی به چا ویشتلی وي او چارواکو ویلي چې په دې اړه یې تحقیقات پیل کړي.
د اسوشېټېډپرېس خبري آژانس د راپور له مخې په سیمه کې د ډرون ډېری حملې د امریکا یا د پاکستان د پوځ له خوا کېږي.
د پاکستان تر ولکې لاندې کشمیر؛ د برېښنا او غنمو بیې ټیټې او له تاوتریخوالي ډک اعتراضونه پای ته ورسېدل
د پاکستان تر ولکې لاندې کشمیر کې معترضانو وروسته له هغه د تاوتریخوالي د ډکو مظاهرو د پای ته رسېدو غوښتنه وکړه چې چارواکو د برېښنا او غنمو د بیو له ټیټولو سره موافقه وکړه.
د عوامي ایکشن د کمېټې په نوم په سیمه کې د مدني حقونو ائتلاف چې دا مظاهرې یې تنظیم کړې وې، نن وویل چې د پاکستاني کشمیر په مرکز مظفرآباد ښار کې پلان شوې اعتراضونه یې وروسته له هغه کنسل کړل چې چارواکو د دوی غوښتنې ومنلې.
په دې مظاهرو کې چې د تېرې اونۍ د جمعې په ورځ پیل شوې وې، د پولیسو او معترضانو ترمنځ په نښتو کې څلور کسان چې یو پولیس هم پکې وو، ووژل شول او د چارواکو په وینا له سلو زیات پولیس هم پکې ټپیان شول.
بېګا ناوخته د کشمیر د سیمه ایزې ادارې مشر اعلان وکړ چې د برېښنا او غنمو بیې ټیټې شوې دي.