د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۹

د ښځو نړیواله ورځ؛ یو شمېر افغان نجونو او ښځو د ښوونیزو ادارو د پرانیستلو غوښتنه وکړه


ارشیف: په کابل کې د یوه خصوصي پوهنتون مخې ته د نجونو محصلانو ګڼه ګوڼه. طالبانو د تېر کال د ډسمبر په وروستیو کې د نجونو پرمخ د لوړو زده کړو دروازې وتړلې.
ارشیف: په کابل کې د یوه خصوصي پوهنتون مخې ته د نجونو محصلانو ګڼه ګوڼه. طالبانو د تېر کال د ډسمبر په وروستیو کې د نجونو پرمخ د لوړو زده کړو دروازې وتړلې.

نن د مارچ اتمه، د ښځو نړیواله ورځ ده.

په افغانستان کې ښځې او زده کوونکې نجونې د مارچ په اتمه، د ښځو په نړیواله ورځ یو ځل بيا غوښتنه کوي چې د نجونو د زده کړو بندیز دې پای ته ورسول شي.

د ښځو د حقونو فعاله اوږۍ امېل وايي، هیله لري چې په نوي تعلیمي کال کې د نجونو پرمخ د ښوونځیو دروازې پرانیستل شي.

دا له اسلام او حجاب سره د نجونو د ښوونځیو بندېدا بې ارتباطه بولي، وايي: "دوه نیم درې کاله کېږي چې نجونې له زده کړو منع دي، دا هیڅ له اسلام او حجاب سره ارتباط نه لري. دوی په خپله هم هیڅ توجیه نه شي وړاندې کولی."

ارشیف:د کابل پوهنتون مخې ته د نجونو محصلانو ګڼه ګوڼه. طالبانو د تېر کال د ډسمبر په وروستیو کې د نجونو پرمخ د لوړو زده کړو دروازې وتړلې.
ارشیف:د کابل پوهنتون مخې ته د نجونو محصلانو ګڼه ګوڼه. طالبانو د تېر کال د ډسمبر په وروستیو کې د نجونو پرمخ د لوړو زده کړو دروازې وتړلې.

په افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځیو د بندېدو کابو دوه نیم کاله وځي.

طالبانو د ۲۰۲۲ په ډسمبر کې د نجونو پر مخ پوهنتونونه هم بند کړل.

په کورنیو او بهرنیو موسسو او د ملګرو ملتونو په دفترونو کې د ښځو پر کار بندیز، پارکونو، حمامونو او تفریحي ځایونو ته د ښځو پر تګ بندیز او د سینګارتونونو ممنوعیت په افغانستان کې د ښځو خلاف د طالبانو نور افراطي اقدامات ګڼل کېږي.

طالبان وايي چې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د ښځو حقونو ته ژمن دي، خو د ښځو د حقونو فعالانې وايي چې د طالبانو دا خبره ډېره عمومي ده.

ارشیف: په کابل کې د معترضو مېرمنو د یوې اعتراضیه غونډې انځور
ارشیف: په کابل کې د معترضو مېرمنو د یوې اعتراضیه غونډې انځور

د ښځو د حقونو فعاله دنیا صافۍ وايي: "په اسلام کې د ښځو د تعلیم ممانعت نه شته. دوی خپلې افراطي نظریې پر خلکو تحمیلوي."

په افغانستان کې د بشري حقونو د څارنې لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپورتر ریچارډ بینېټ کابو لس ورځې وړاندې په خپل راپور کې وویل چې په دې هېواد کې بشري وضعیت لا هم مخ په خرابېدو دی.

ده په خپل راپور کې د هغه څه په نوم چې طالبان یې د حجاب نه رعایتول بولي، د ښځو او نجونو د نیونو یادونه هم کړې ده.

د بشري حقونو سازمانونه د ښځو او نجونو خلاف د افراطي او سختدریځو پالیسیو په خاطر پر طالبانو نیوکې کوي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG