د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۲

د بښنې نړیوال سازمان تازه کمپاین؛ "د افغان ښځو لپاره غږ پورته کړئ"


له ارشیفه د یو شمېر معترضو افغان مېرمنو تصویر
له ارشیفه د یو شمېر معترضو افغان مېرمنو تصویر

د بښنې نړیوال سازمان د جنوبي اسیا سیمه‌ییز دفتر د شنبې په ورځ د «د افغان ښځو لپاره غږ پورته کړئ» يا (SpeakUpForAfghan Women) هشټک په کارولو سره په افغانستان کې له هغو ښځو سره د يوځای کېدو غوښتنه وکړه چې د دې سازمان په وینا، د خپلو حقونو او روښانه راتلونکي لپاره مبارزه کوي.

ياد شوي سازمان په خپله ایکس‌پاڼه کې د یوې ويډیو په خپرولو سره ویلي چې افغان مېرمنې په داسې یو ځای کې چې د ښځو غږ په چټکۍ سره غلی کېږي، هلته چې ښځې ځورول کېږي، ګواښل کېږي، شکنجه کېږي او بندیانې کېږي ټینګې ولاړې دي او د زده‌کړو، کار او د خپل ژوند حق غوښتلو لپاره مبارزه کوي.

د دغه سازمان په راپور کې راغلي چې په بهرنیو هېوادونو کې هم افغان مېرمنو د عدالت غوښتنې، ښه افغانستان او له تاوتریخوالي څخه د پاک ژوند لپاره مبارزې ته دوام ورکړی دی.

د بښنې نړیوال سازمان د خپلو حقونو لپاره د مبارزې په برخه کې د ښځو هوډ رښتینی بللی او ویلي یې دي چې د مارچ د اتمې په مناسبت به له افغان ښځو او نجونو سره په پيوستون کې د دوی تر څنګ ودرېږي.

بل پلو تمنا زرياب پرياني د ښځو د حقونو له نورو فعالانو سره د خپلو اعتراضونو په دوام د شنبې په ورځ د جرمني په هامبورګ ښار کې د ښځو پر وړاندې د طالبانو د تګلارې د "جنسيتي اپارتايد" د رسميت پېژندلو په تړاو د اعتراض خېمه ودروله.

تمنا زریاب پریاني، بهر مېشتې افغانه ښځینه فعاله
تمنا زریاب پریاني، بهر مېشتې افغانه ښځینه فعاله

تمنا زریاب پرياني ازادي راډیو ته وویل، د دوی د اعتراضونو په پايله کې اوس په افغانستان کې د «جنسیتي اپارتايد» موضوع په نړیوالو غونډو کې مطرح کېږي:

"زه فکر کوم چې زموږ اعتراضونه باید پراخ او دوام ومومي. د دې مسئلې په اړه خبرې کول کافي نه‌دي، دا مسئله باید پای ته ورسېږي او د افغانستان د خلکو پر وړاندې جنسيتي اپارتايد چې اوس ترسره کېږي، باید په رسميت وپېژندل شي."

د تمنا زرياب پرياني او د هغې د همکارانو ترڅنګ، د بشري حقونو يو شمېر نورو فعالانو او مېرمنو د شنبې په ورځ د جرمني په اشتوتگارت ښار کې په يوه بله غونډه کې له طالبانو څخه د منيژه صديقي په ګډون د سياسي او مدني بنديانو د خوشې کېدو غوښتنه وکړه.

دوی له ملګرو ملتونو او هېوادونو هم وغوښتل چې د طالبانو حکومت په رسمیت ونه‌پېژني.

د دوی له ډلې پروین ابراهیم‌خېل نجرابي ازادي راډيو ته وويل:

"موږ په کابل کې د ملګرو ملتونو د نمایندګۍ دفتر یوناما څخه غوښتنه کوو چې د منيژه صدیقي او نورو هغو نارینه او ښځو د خوشې کېدو لپاره اقدام وکړي چې د طالبانو په زندان کې دي. ځکه هغه کسان چې په زندان کې دي، په حقیقت کې د شکنجې په مرکز کې دي او هیڅ ډول اسانتیاوو ته لاس‌رسی نه‌لري، تر څو چې د ملګرو ملتونو له‌خوا یو څه ونه‌شي، امکان نه‌لري چې طالبان دې هغوی خوشې کړي."

په‌همدې حال کې د ښځو د حقونو یو شمېر فعالانې د بښنې نړیوال سازمان وروستۍ غوښتنې ته په اشارې سره وايي چې یوازې خبرې بسنه نه‌کوي او نړۍ باید لاس په‌کار شي:

مریم معروف آروین چې د دوی له ‌ډلې ده، ازادي راډیو ته وویل:

"له څه باندې دوو کلونو راهیسې موږ د افغانستان له دننه د طالبانو له ټولو ځپنو او شکنجو سره وښوده چې د طالبانو ملاتړ د بشري او ښځو له حقونو سرغړونه ده. شریعت یوه پلمه ده د دوی هدف د ښځو له‌منځه وړل دي، نو موږ یو ځل بیا غږ کوو چې د طالبانو واک کې پاتې کېدل به د افغان ښځو د تدریجي مرګ لامل شي."

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د بښنې نړیوال سازمان او د ښځو د حقونو د فعالانو د غوښتنو او ادعاو په اړه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه‌کړې، خو طالب چارواکو تر دې وړاندې څو ځلې ادعا کړې چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو حقونه د اسلامي شریعت په چوکاټ کې خوندي دي.

د طالبانو له دې ادعا سره سره، ملګرو ملتونو او یو شمېر نورو نړیوالو سازمانونو او هېوادونو په وار وار د طالبانو حکومت د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو له حقونو څخه په پراخو سرغړونو تورن کړی دی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG