د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۴۴

امیري: د طالبانو فرمانونو ډېری ښځینه قاضیانې وزګاره کړي


د افغان ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري
د افغان ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري

د افغان ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري وايي، د طالبانو فرمانونو ډېری ښځینه قاضیانې وزګاره کړي او هغه زیانمنونکې افغانان یې بې ملاتړه کړي چې پر دوی تکیه وو.

د افغان ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري د مارچ لسمې د ښځینه قاضیانو د نړیوالې ورځې په مناسبت په یوه پیغام کې لیکلي چې دوی هغه افغانې ښځې یادوي چې یو وخت یې د قاضیانو په توګه دنده ترسره کوله.

نوموړې، په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې د طالبانو فرمانونو ډېری ښځینه قاضیانې له دندې ګوښه کړي او هغه زیانمنونکي افغانان یې بې ملاتړه کړي چې پر دغو ښځینه قاضیانو یې تکیه کوله.

رینا امیري زیاته کړې چې یو عادل افغانستان هغه وخت ممکن دی چې متنوع قضايي سیستم ولري.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې په افغانستان کې هیڅ ښځینه قاضي کار نه کوي.

د پخواني جمهوري نظام يو شمېر ښځينه قاضيانې چې په افغانستان کې دننه او بهر ژوند کوي وايي چې له دندو څخه تر ګوښه کېدو وروسته هغوی او هغه مېرمنې چې دوی ته یې مراجعه کوله له بېلابېلو ستونزو سره مخ دي.

د افغانستان دننه یوې ښځینه قاضي چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې واخیستل شي ازادي راډيو ته وویل: "له کله نه چې له دندې ګوښه کړای شوې یم له ډېرو ستونزو سره مخ یو چې دغه ستونزو نه یوازې پر قاضیانو بلکې د هغوی په کورنۍ یې هم منفي اغېزې کړي. زمونږ ټولې زده کړې او کاري تجربه له خاورو سره یوه شوه، مونږ ډیر ملاتړ ته اړتیا لرو ځکه چې په بې سرنوشتۍ کې ژوند کوو."

یوې افغانې قاضي مرضیه بابکرخېل چې اوس په انګلستان کې ژوند کوي، ازادي راډیو ته وویل چې په افغانستان کې د ښځینه قاضیانو د نشتوالي له امله ډېری کورنۍ په ځانګړې توګه ښځې له ډېرو ستونزو سره مخ شوې دي.

هغه وايي: "کله کله له مزار شریف او نورو ښارونو څخه خلک ما سره اړیکه نیسي او وايي چې خور مې داسې یوه ستونزه لري، له چا سره خبرې وکړي. په تېره زه د هغو ښځو حقوقي او قضايي ستونزو په اړه خبرې کوم چې په مرکز او ولايتونو کې ژوند کوي او کله چې د میراث خبره شي یا کومه کورنۍ ستونزه وي، دوی غواړي چې له ښځينه قاضي سره خبرې وکړي."

نوموړې ادعا کوي چې اوسمهال په افغانستان کې ۴۳ ښځینه قاضیانې ژوند کوي چې له امنیتي او اقتصادي ستونزو او بې برخلیکه ژوند سره مخ دي.

يو شمېر هغه مېرمنې چې پخوا به یې په محکمو کې د ښځينه قاضيانو او مدافع وکیلانو په همکارۍ خپلې حقوقي ستونزې هوارې کولې، وايي چې اوس په محکمو کې د ښځينه قاضيانو او وکيلانو د نشتوالي له امله له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

د کابل اوسیدونکې بصیره، چې د میراث دعوا لري، ازادي راډیو ته وايي: "زه غواړم خپل میراث مې له ورونو واخلم، خو ورونه مې زما حق نه راکوي، کله چې محکمو ته ځم، لومړی خو ما ته د ننوتو اجازه نه راکوي چې خبرې وکړو. پخوا ښځینه وکیلانې وې مونږ سره به يې ډېره همکاري کوله، اوس چې نه شته له ډېرو ستونزو سره مخ یوو."

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته ښځې د قضايي او عدلي برخې په ګډون له ډیریو دولتي ادارو څخه له کار کولو منع شوې.

که څه هم د طالبانو حکومت چارواکو په وار وار ادعا کړې چې د ښځو ټول حقونه د اسلامي شریعت په چوکاټ کې خوندي دي، خو بېلابېلو بنسټونو او سازمانونو عدالت ته د افغان ښځو د نه لاسرسي او د دوی له حقونو څخه د سرغړونې په اړه اندېښنه ښودلې ده.

شاوخوا پنځه اوونۍ وړاندې د افغانستان، پاکستان او هند د ښځو د حقونو شبکې یا WRN د یوه راپور په خپرولو ویلي چې په افغانستان کې ۸۸،۴ سلنه ښځې د محکمې او پولیسو خدمتونو ته لاسرسی نه لري.

  • 16x9 Image

    ثنا کاکړ

    ثنا  کاکړ(په انګرېزۍ کې: Sana Kakar) د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو خبریاله چې د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه ورکوي.  

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG