د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۵

د بشري حقونو یوه ډله: د ایران حکومت افغان ماشومان د سوریې جګړې ته استولي


ارشیف: د ایران یو مذهبي مشر د فاطمیون نویو غړیو ته د خبرو کولو پر مهال.
ارشیف: د ایران یو مذهبي مشر د فاطمیون نویو غړیو ته د خبرو کولو پر مهال.

په ایران کې د بشري حقونو یوه ډله وايي، د ایران حکومت، کډوال په ځانګړې توګه افغان ماشومان اړ کړي چې پوځي خدمت وکړي.

په ایران کې د بشري حقونو د فعالانو یوه ډله وايي، د ایران حکومت، کډوال، په ځانګړې توګه افغان ماشومان د مالي انعام او د قانوني استوګنې په ژمنو پوځي خدمتونو ته اړ کړي او د سوریې جګړې ته یې استولي دي.

په ایران کې د بشري حقونو د فعالانو د دې ډلې په راپور کې چې دغې ډلې پورې اړوند د ایران د بشري حقونو د خبري آژانس "هرانا" له‌خوا خپور شوی، راغلي چې دغې ډلې د سوریې په جګړه کې له ۱۸ کلونو د کم عمره افغان ماشومانو پر استخدام او کارونې اندېښنه ښودلې ده.

په دې راپور کې په وسله‌والو شخړو کې له ماشومانو په ځانګړې توګه بیا په فاطمیون لښکر کې د افغان ماشومانو د استفادې په برخه کې د ایران د حکومت د اوږدمهاله چارې یادونه شوې ده.

د هرانا په راپور کې دغه شان راغلي چې دغه راپور له نړیوالو بشردوستانه قوانینو (د جګړې له قوانینو) او د ماشومانو له حقونو څخه د سرغړونو یوه ټولګه ده او د ماشومانو په استخدام، روزنې او د جګړې سیمو ته د هغوی په لېږلو کې د ایران د ښکېلتیا ژورتیا څرګندوي.

په ایران کې د بشري حقونو د فعالانو د راپور له مخې، د دې راپور اصلي موخه په ایران پورې اړوند د پوځي او نیمه پوځي ځواکونو له خوا د راپور په ټکو د زیانمنونکو ټولنو، په ځانګړي تمرکز سره، د افغان کډوالو او ماشومانو سیستماتیک استثمار دی.

د دې راپور اصلي تمرکز چې د لویې څارنوالې (د بشري حقونو د سرغړونکو اطلاعاتي بانک)، ابتکار پاسداران او هرانا خبري اژانس له‌خوا چمتو شوی، د جګړې په ډګر کې د ماشومانو (په ځانګړې توګه د ۱۸کلونو څخه کم عمره ماشومانو) د کارولو مسئله ده چې دیری افغانان او کله کله پاکستانیان هم په کې شامل دي.

راپور زیاتوي چې ایران افغان ماشومان د فاطمیون او پاکستانیان د زینبیون په پوځ کې استخداموي.

د دې ډلې موندنې، د ماشومانو د حقونو کنوانسیون په ګډون د ډېری نړیوالو قوانینو سرغړونې مستند او په نښه کوي، کوم چې د ۱۵کلونو څخه کم عمر لرونکي ماشومان باید استخدام یا په جګړو کې ورنه استفاده ونه شي.

په ایران کې مېشت یو شمېر افغانان له ازادي راډیو سره په خبرو کې وايي، له هغو کسانو سره یې لیدلي چې د ایران له خوا د فاطمیون په لیکو کې د سوریې جګړې ته استول شوي دي.

یو له دغو افغانانو چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې خپور شي، ازادي راډيو ته خپل د سترګو لیدلی حال داسې بیانوي: "څه موده مخکې چې پولیسو نیولي وو، په تصادفي ډول مو سره وکتل، مامور یو افغان یې چې له پښو ګوډ و او مرمۍ يې خوړلې وه موټر ته پورته کړ هغه ورته وویل چې زه سوریې ته تللی وم او د فاطمیون په ډله کې وم، هغه يې د موټر شا ته بوته او بېرته یې خوشې کړ."

د سیاسي چارو پوهانو او پخوانيو افغان دیپلوماتانو ازادي راډيو ته وویل، هیڅ هېواد حق نه لري چې د بل هېواد د اتباعو ماشومان د دوی له مجبوریت څخه په سو استفادې جګړې ته ولېږي.

په روسیه کې پخوانی افغان دیپلومات او سیاسي کارپوه غوث جانباز وايي، هیڅ هېواد حق نه لري چې کډوال ماشومان د خپلو هېوادونو په پوځ کې استخدام کړي او د ده په وینا د دې ستونزې د هواري لپاره باید ستر نړیوال سازمانونه اقدام وکړي.

هغه وویل: "پاکستان او ایران په شمول، له بېلابېلو هېوادونو څخه د کم عمره افغان ماشومانو نه د ناوړې ګټه اخیستنې خبرونه کله ناکله خپرېږي. بهرني ملکونه هیڅ حق نه‌لري چې د یوه مجبور هېواد له وګړو څخه چې په بد حالت کې دي ناوړه ګټه پورته کړي او کم عمره ماشومان یې سل سلنې د مرګ جبهې ته ولېږي دا د ماشومانو او بشري حقونو څخه ښکاره سرغړونه ده."

هغه ټینګار وکړ چې د بشري حقونو د دفاع مرکزونه په ځانګړې توګه د ماشومانو له حقونو څخه د دفاع بنسټونه باید په دې برخه کې جدي پاملرنه وکړي او د ماشومانو له حقونو څخه د سرغړونې او جګړې ته د هغوی د استولو په اړه دې نړیوال قضايي ارګانونه معلومات پیدا او مستبد هېوادونه او د هغوی واکمنان دې له ماشومانو څخه د ناوړه ګټه اخیستنې له امله ځواب ویوونکي وګرځوي.

د ایران حکومت په دې اړه څه نه دي ویلي، خو په سوریه کې یې د فاطمیون پوځ په لیکو کې د یو شمېر افغانانو وژل کېدل تایید کړي وو.

دا په داسې حال کې ده چې شاوخوا یوه نیمه میاشت وړاندې ځینو ایراني رسنیو خبر ورکړی و چې یو افغان چې د فاطمیون لښکر سابقه لرونکی جنګیالی و، په سوریه کې وژل شوی دی.

فارس خبری آژانس راپور ورکړ چې دغه سړی سید حمزه علوی نومېده او د افغانستان په پروان ولایت کې زېږېدلی و.

فاطمیون لښکر، د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د قدس یوه څانګه ده چې په زرګونو افغانان یې د سوریې جګړې ته استخدام کړي دي.

د ایران د اسلامي انقلابي سپاه پاسداران ډله د امریکا د بهرنیو ترهګریزو سازمانونو په لېست کې شامله ده.

  • 16x9 Image

    ثنا کاکړ

    ثنا  کاکړ(په انګرېزۍ کې: Sana Kakar) د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو خبریاله چې د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه ورکوي.  

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG