د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲ غبرګولی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۶

سیمې ته د وېسټ سفر؛ یو شمېر افغان نجونې: امریکا دې پر طالبانو فشار زیات کړي چې زموږ حقونه راکړي


د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی، توماس وېسټ
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی، توماس وېسټ

ټاکل شوې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی توماس وېسټ روانه اوونۍ هند او متحده‌عربي اماراتو ته سفر وکړي.

وېسټ د سه‌شنبې په سهار پر خپله ايکس‌پاڼه ليکلي، هغه په‌دې سفر کې د افغانانو د ملاتړ په موخه د همکارۍ په اړه له امریکایي شريکانو سره لیدنه کوي.

توماس وېسټ په‌دې اړه نور جزییات نه‌دي ورکړي، خو نوموړی په‌داسې حال کې هند او متحده‌عربي اماراتو ته د خپل سفر خبر ورکوي چې تر راتلونکو دوو ورځو په افغانستان نوی تعليمي کال پيليږي.

د طالبانو حکومت د نورو بنديزونو او محدودیتونو تر څنګ تر شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده‌کړو او پوهنتون ته د هغوی د تګ د بندیز د لیرې کولو لپاره تر اوسه کوم اقدام نه‌دی کړی.

یو شمېر ښځې او نجونې چې د طالبانو د حکومت د بندیزونو له امله اغېزمنې شوې دي وايي، دوی تمه لري چې امریکا به سږ کال د طالبانو پر حکومت فشار راوړي، څو له دوی اخيستل شوي حقونه، بېرته ورکړل شي.

یو شمېر افغانې نجونې: دوی تمه لري چې امریکا به سږ کال د طالبانو پر حکومت فشار راوړي، څو له دوی اخيستل شوي حقونه، بېرته ورکړل شي.
یو شمېر افغانې نجونې: دوی تمه لري چې امریکا به سږ کال د طالبانو پر حکومت فشار راوړي، څو له دوی اخيستل شوي حقونه، بېرته ورکړل شي.

په کابل کې یوه له دغو نجونو چې د نجونو پر زده‌کړو د طالبانو د حکومت له بنديز مخکې د حقوقو او سیاسي علومو د پوهنځي د اتم سمستر محصله وه، غوښتنه کوي چې په نوي تعلیمي کال کې دې د نجونو په مخه د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې پرانيستل شي.

هغې چې نه‌يې غوښتل نوم يې راپور کې ياد شي، ازادي راډيو ته وويل:

"زموږ غوښتنه د امریکا له متحدو ایالاتو څخه دا ده چې د نجونو لپاره د ښوونځیو او د پوهنتونونو د دروازو د پرانيستلو په اړه ټینګار وکړي او ډېره همکاري وکړي ترڅو نوی لمریز کال د ټولو افغان نجونو لپاره او د دوی د راتلونکي لپاره یوه هیله او رڼا وي."

د جوزجان ولایت د سیمه‌ییزو رسنیو یوه پخوانۍ کارکوونکې چې نه‌یې غوښتل نوم یې په راپور کې خپور شي ازادي راډيو ته وویل:

"اوس‌مهال موږ په کور کې بېکاره یو، نه دنده شته او نه هم کوم بل کار، له امريکا زما غوښتنه دا ده چې چې ښځو ته د دوی حقونه ورکړل شي او پر اسلامي امارت فشار راوړي، چې ښځو ته د دوی حقونه ورکړي. "

دا غوښتنې په‌داسې حال کې راپورته کېږي چې د امریکا په ګډون نړیوالو سازمانونو او بېلابېلو هېوادونو تل په افغانستان کې د ښځو او نجونو د حقونو په ځانګړې توګه د هغوی د تحصيل، زده کړې او کار پر حق ورکولو ټینګار کړی دی.

څرګنده نه ده چې توماس وېسټ به د خپل سفر په ترڅ کې د هند او متحده‌عربي اماراتو له چارواکو سره پر کوم ډول ملاتړ خبرې وکړي.
څرګنده نه ده چې توماس وېسټ به د خپل سفر په ترڅ کې د هند او متحده‌عربي اماراتو له چارواکو سره پر کوم ډول ملاتړ خبرې وکړي.

څرګنده نه ده چې توماس وېسټ به د خپل سفر په ترڅ کې د هند او متحده‌عربي اماراتو له چارواکو سره پر کوم ډول ملاتړ خبرې وکړي.

توماس وېسټ تېره میاشت هم دغو دواړو هېوادونو ته سفر درلود او د افغانستان په اړه یې د يادو هېوادونو چارواکو سره خبرې کړې وې.

نوموړي په روان کال کې د سیمې یو شمېر نورو هېوادونو ته هم سفرونه کړي، خو تر اوسه یې د دغو سفرونو او يادو هېوادونو له چارواکو سره د خپلو کتنو په اړه نور جزییات نه‌دي ورکړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG