د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۲

د طالبانو تر واک لاندې افغانستان او نوروز؛ پخوا سره یې توپیرونه او د خلکو تبصرې څه دي؟


تصویر له ارشیفه: یو طالب د مزار شریف روضې ته څېرمه د نوروز مراسمو د مخنیوي لپاره وسله په لاس ولاړ دی
تصویر له ارشیفه: یو طالب د مزار شریف روضې ته څېرمه د نوروز مراسمو د مخنیوي لپاره وسله په لاس ولاړ دی

نوروز یو له هغو لرغونو او دودیزو جشنونو دی چې افغاني کورنۍ يې د نوروز په ځانګړو پروګرامونو په مزارشریف، کابل او یو شمېر نورو ښارونو کې د سخي صیب د بیرغ په پورته کولو، تفریحي پارکونو ته په تللو، د مېزونو په برابرولو، د سمنک پخولو، د تفریح او موسیقۍ پروګرامونو په جوړولو او د خپلو ملګرو کورونو ته پر تګ راتګ نمانځي.

خو د خلکو په وینا، په افغانستان کې د طالبانو له بياځلي واکمنۍ وروسته د نوروز او د نوي کال د نمانځلو بڼه بدله شوې او د پخوا په څېر رنګ نه‌لري.

په پخواني جمهوري نظام کې کله چې به نوروز راورسېد، مزارشریف ښار به د نوروز د نمانځلو لپاره د سلګونو کورنیو او بهرنیو مېلمنو کوربه و او په‌دې ولایت کې به بېلابېل پروګرامونه جوړېدل.

د طالبانو له بیا واکمنیدو مخکې په مزارشریف کې د نوروز مراسم
د طالبانو له بیا واکمنیدو مخکې په مزارشریف کې د نوروز مراسم

د بلخ ولایت یو تن اوسېدونکي سید محمد یعقوبي ازادي راډيو ته وویل، له درېیو کلونو راهیسې د طالبانو د حکومت د پرېکړې له امله په بلخ کې د تېر په څېر نوروز نه نمانځل کېږي او په بلخ کې د نوروز د مسافرو په توګه د خلکو ګڼه ګوڼه نه‌شته او د هوټلونو کاروبار هم د پخوا په پرتله پيکه شوی دی:

"په تېرو کلونو کې موږ بلخ ته له ګاونډیو هېوادونو مېلمانه درلودل، په بلخ ولایت کې د نوروز د ۴۰ ورځني جشن تر پای ته رسېدو پورې لږ تر لږه درې شپې کنسرتونه او د اورلوبې مراسم ترسره کېدل. د هرې جمعې په شپه په هوټلونو کې کنسرتونه جوړېدل. دلته ورزشي سیالۍ، مشاعرې او د کورنیو تولیداتو نندارتونونه وو، چې له بده‌مرغه سږ کال یې هیڅ هم نه‌دي پلان شوي او د نوروز د نړيوال جشن په مناسبت کومه ځانګړې فضا هم نه‌شته."

د ننګرهار ولايت اوسېدونکى سيداکبر هم وايي چې سږ کال په دغه ولايت کې د نوي کال او نوروز د ځانګړو مراسمو هيڅ څرک نه‌شته.

نوموړي ازادي راډيو ته وویل:

"په تېرو کلونو کې به د نوي کال د نمانځلو په موخه درې – څلور ورځې مخکې د سړکونو او واټونو په ګډون په هر ځاى کې د هېواد ملي بيرغ ځړول کېده، ښاروالۍ به ښه چمتووالی نیولی و، څلورلارې به په رنګارنګ ګروپونو روښانه شوې وې، خو سږ کال، لکه څنګه چې موږ ګورو، هیڅ نه‌شته."

د کابل یو شمېر اوسېدونکي هم وايي چې د اقتصادي ستونزو له امله سږ کال نوروز نه‌شي نمانځلی.

کابل کې د نوروز نمانځلو یو مخکینی تصویر
کابل کې د نوروز نمانځلو یو مخکینی تصویر

د کابل اوسېدونکې مرسل ازادي راډيو ته وویل، کله به چې نوروز رانږدې کېده، د اووه ډوله مېوو (هفت مېوه) مېز به یې جوړاوه، خو د دې په وینا اوس یې توان نه‌لري:

"مخکې ما دنده درلوده او له هغې لارې چې به راتلم د «هفت مېوې» لپاره چې به څه اړتيا وه، هغه به مې اخيستل او نوروز به مې نمانځه. خو او‌س‌مهال اقتصادی هم ښه نه‌دی او له بلې خوا روژه هم ده. موږ هیڅ هفت مېوه نه‌ده جوړه کړې، ګورم چې په بازار کې مېوې ډېرې دي، خو خلک یې د اخيستلو توان نه‌لري، سږ کال يې نه لمانځو، ځکه طالبان هم اجازه نه ورکوي."

په کابل کې د يوې پنځه‌کسيزې کورنۍ سرپرست نجيب‌الله چې لاس‌ګاډۍ لري، ازادي راډيو ته وويل، په تېرو کلونو کې يې نوروز او نوي کال مراسم نمانځل، خو سږ کال د خپلو ماشومانو لپاره د يوې ګولې ډوډۍ پيدا کولو په فکر کې دی:

"پخوا به مو د نوي کال لپاره يو څه تيارى نيوه، خو اوس کاروبار نه‌شته، پيسې نه‌لرو چې چکر ته لاړ شو او تفريح وکړو، د ورځې شل افغانۍ پيدا کوم، د روژې مياشت ده په وچه ډوډۍ روژه ماتوو."

افغانستان سږ کال او نوروز داسې مهال پیلوي چې یو کم ساری بشري او اقتصادي ناورین پرې حاکم دی
افغانستان سږ کال او نوروز داسې مهال پیلوي چې یو کم ساری بشري او اقتصادي ناورین پرې حاکم دی

په پخواني جمهوري حکومت کې به د کابل ښاروالۍ د نوروز او د نوي کال د رارسېدو په مناسبت په بېلابېلو سیمو کې تفریحي پروګرامونه جوړول او د کابل په منډوي کې به يې د بيرغ پورته کولو مراسم هم لرل.

خو د طالبانو د حکومت د کابل ښاروالۍ ویاند نعمت‌الله بارکزي ازادي راډيو ته وویل، دوی سږ کال د نوروز لمانځلو لپاره کوم پلان نه‌لري.

تېر کال يو شمېر خلکو ويلي وو چې غوښتل يې د نوروز د نمانځلو لپاره په مېله او د خپلو ملګرو کورونو ته ولاړ شي، خو طالبانو يې مخه ونيوله.

د طالبانو د امر باالمعروف او نهي عن المنکر وزارت چارواکو هم تېر کال ازادي راډيو ته ویلي و چې نوروز د اسلام په دين کې ځای نه‌لري او له همدې امله يې د دوی حکومت هم نه لمانځي او خلکو ته یې هم سپارښتنه کړې چې دا ورځ ونه لمانځي.

نوروز د افغانستان، ایران، تاجکستان او یو شمېر نورو هېوادونو لرغونی جشن دی، چې هر کال په دغو هېوادونو کې د پسرلي د هرکلي او د نوي لمریز کال د پیل په موخه نمانځل کېږي، خو د طالبانو له بیاځلي واکمنۍ وروسته دا ورځ په رسمي ډول نه لمانځل کېږي او د دغې ورځې عمومي رخصتي هم لغوه شوې ده.

XS
SM
MD
LG