د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۱

جرمني: طالبانو د نجونو د یو نسل او په حقیقت کې د یوه هېواد راتلونکی غلا کړی


ارشیف: د کابل پوهنتون مخې ته د نجونو محصلانو ګڼه ګوڼه. طالبانو د ۲۰۲۲م کال د ډسمبر په وروستیو کې د نجونو پر مخ د پوهنتونونو دروازې وتړلې.
ارشیف: د کابل پوهنتون مخې ته د نجونو محصلانو ګڼه ګوڼه. طالبانو د ۲۰۲۲م کال د ډسمبر په وروستیو کې د نجونو پر مخ د پوهنتونونو دروازې وتړلې.

یو شمېر هېوادونو او نړیوالو سازمانونو له طالبانو غوښتني چې د نجونو پر وړاندې د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې پرانېزي.

د جرمني د بهرنیو چارو وزارت په یو بیان کې چې تېره ورځ د حمل په دوهمه د دې وزارت په ایکس‌پاڼه خپور شوی، ویلي: "طالبانو د نجونو د یو نسل او په حقیقت کې د یو هېواد راتلونکی غلا کړی دی."

په بیان کې راغلي چې په افغانستان کې نوی ښوونیز کال پیل شوی، خو سږ کال یوځل بیا له شپږم ټولګي پورته نجونې له زده کړو بې برخې شوي.

په افغانستان کې د هالنډ سفارت بیا ویلي، د نوي ښوونیز کال پیل له یو میلیون څخه د زیاتو افغان نجونو لپاره چې په پرله‌پسې ډول د درېیم کال لپاره هم له زده کړو بې برخي دي، توره ورځ وه.

د دغه سفارت په ایکس‌پاڼه په یو بیان کې چې تېره ورځ د وري په دوهمه خپور شوی، راغلي چې د نجونو پر زده کړو بندیز له بشري حقونو سرغړونه ده چې پر نجونو او ښځو ناوړه اغېزې لري.

په بیان کې دغه شان راغلي چې د نجونو په زده کړو بندیز ټولنه اغېزمنوي باید افغان نجونو ته د زده کړو اجازه ورکړل شي.

په ورته وخت کې د"فریډم نو" په نوم د بشري حقونو یو سازمان ویلي، د نجونو په منځنیو زده کړو د دوی په ټکو د طالبانو د شرمونکي بندیز ۹۱۵ ورځې پوره کېږي چې په پایله کې یې افغان نجونې له منځنیو او لوړو زده کړو منع شوي دي.

د فریډم‌نو سازمان نښان
د فریډم‌نو سازمان نښان

دې سازمان په یو بیان کې غوښتنه کړې چې طالبان باید له دې پالیسو او ټولو هغه بندیزونو چې په ښځو یې لګولي دي لاس په سر شي.

د طالبانو حکومت تر دې د دې غبرګونونو په اړه رسمي څه نه دي ویلي.

د طالبانو حکومت د روانې اوونۍ د چهارشنبې په ورځ د ۱۴۰۳ لمریز کال په لومړۍ په سړو سیمو کې ښوونیز کال پیل کړ، خو له شپږمو ټولګیو پورته نجونو ته یې بیا هم د زده کړو اجازه ورنه کړه.

د سپوږمۍ په نوم د یوې زده کوونکې مور چې لور یې تازه اوم ټولګې ته بریالۍ شوې ازادي راډيو ته وویل، لور یې د زده کړو لپاره هیلې درلودې او دوی هم فکر کاوه چې ښايي سږ کال نجونو ته د منځنیو زده کړو اجازه ورکړل شي.

هغه وايي: "کاینات او نورې زرګونه نجونې چې شپږم ټولګي یې خلاص کړي او نور د طالبانو له لوري د زده کړو اجازه نه لري، دا د دوی په روح او روان ډېر بد اغېز کړی دی، دوی له ژړا او ناهیلۍ پرته بله لاره نه لري."

یوه زده کوونکې هم چې نه غواړي نوم یې په راپور کې خپور شي او تازه سږ کال اوم ټولګي ته بریالۍ شوې، ازادي راډيو ته وویل: "تېره ورځ زه ډېره خفه شوم چې مور مې ورور ته چې د یولسم ټولګي زده کوونکی دی قرطاسیه واخیسته، خو زه د طالبانو له لوري په کور کېناستم او د نورو زده کړو اجازه نه راکول کېږي. ما هیله لرله چې زده کړو ته دوام ورکړم او په راتلونکې کې ډاکتره شم."

په کابل کې د زرغونې عالي لېسه. طالبانو په دې او په ټول افغانستان کې د نجونو په ښوونځیو کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده کړو بندیز لګولی دی.
په کابل کې د زرغونې عالي لېسه. طالبانو په دې او په ټول افغانستان کې د نجونو په ښوونځیو کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده کړو بندیز لګولی دی.

که څه هم دقیق شمېر نه دی معلوم چې سږ کال څومره نجونې اومو ټولګیو ته بریالۍ شوي، خو ناتایید شوي راپورونه یې شمېر ۳۳۰ زره نجونې ښيي چې سږ کال اوومو ټولګیو ته بریالۍ شوي او په منځنیو زده کړو د طالبانو د بندیز له امله د نورو زده کړو اجازه نه ده ورکړل شوې.

طالبانو پر افغانستان د بیاځلي واکمنۍ له پیل وروسته له شپږمو ټولګیو پورته د نجونو پر وړاندې د ښوونځیو دروازې تړلي دي.

دوی دغه شان نجونې له لوړو زده کړو او ښځې په ډېری دولتي او ټولو نادولتي ادارو کې له کار کولو هم راګرځولي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG