د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۵

فدايي: داعش ډله که ونه ځپل شي سیمې ته خطر پېښوي


د پېښې سیمه
د پېښې سیمه

نن په روسیه کې د وروستۍ حملې له کبله ملي ماتم دی. د روسیې په پلازمېنه مسکو کې د کنسرت پر یوه تالار د وړمې شپې د برید د مړو شمېر ۱۳۳ تنو ته ورسېد او د چارواکو په وینا، تر ۱۲۰ ډېر ټپیان روغتونونو ته وړل شوي دي.

دا په نژدې دوو لسیزو کې په روسیه کې تر ټولو بده تروریستي پېښه ګڼل شوې ده.

د دې حملې مسوولیت د داعش افراطي ډلې منلی دی.

په همدې حال کې د امریکا د متحدو ایالتونو د ملي سلامتۍ ادارې ویاند ایډرین واټسن په یوه بیان کې ویلي امریکا د دې میاشتې په پیل کې په مسکو کې د احتمالي تروریستي برید په اړه استخباراتي اطلاعات راټول کړي وو او دغه اطلاعات یې له روسي چارواکو سره هم شریک کړي وو.

د ټروریزم د چارو متخصصانو ویلي احتمال دا دی چې دا حمله دې د داعش هغې څانګې کړې وي، چې په افغانستان کې حضور لري.

زموږ همکار له محمد حلیم فدايي چې په تېر جمهوري نظام کې یې په څو ولایتونو کې د والي په توګه کار کړی او اوس پر سیاسي مسایلو تحلیلونه کوي، د مرکې په پیل کې پوښتنه کړې: په روسیه کې وروستۍ پېښه چې مسوولیت يې داعش منلی څه پيغام ورکوي؟

د دې مرکې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:04:00 0:00

XS
SM
MD
LG