د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۰ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۱۳

کرکټ؛ سونیل ناراین نن ۵۰۰مه سیالي کوي


د ویسټ اینډیز د کرکټ مخکښ لوبغاړی، سونیل ناراین
د ویسټ اینډیز د کرکټ مخکښ لوبغاړی، سونیل ناراین

د ویسټ اینډیز د کرکټ مخکښ لوبغاړی سونیل ناراین نن د خپل شل اوریزه کرکټ ۵۰۰مه سیالي ترسره کوي.

نوموړی چې د هندوستان غوره لیګ ( ای پي ایل) په لیګ کې د کلکته نایټ رایډرز په ګټه لوبیږي، د بنګلور لوبډلې پر وړاندې به یې ننۍ سیالي د ټولو شل اوریزو لوبو مجموعه ۵۰۰ ته ورسوي.

ښاغلي ناراین تر دې دمه په شل اوریزو سیالیو کې ټولټال ۵۳۶ وېکټې اخستي دي او له ډوېن براوو او راشدخان وروسته په درېیم مقام کې دی.

نوموړی د زیاتو شل اوریزو سیالیو د ترسره کوونکو لوبغاړو په لېست کې په څلورم مقام کې ځای لري.

۳۵ کلن ناراین په لومړي ځل په ۲۰۰۹ ز کال د نړیوالو شل اوریزو سیالیو د لوبېدو موقع ترلاسه کړې وه.

هغه تر دې دمه په ټولو شل اوریزو سیالیو کې تر ۳۷۰۰ زیاتې منډې هم جوړې کړې دي.

د ویلو ده چې سونیل ناراین په ۲۰۱۲ ز کال د ای پي ایل په سیالیو کې له کلکته نایټ رایډرز لوبډلې سره تړون کړی دی او له هغې وروسته په مسلسله توګه همدې لوبډلې ته د اغېزناک لوبغاړي په توګه لوبېدلی دی.

XS
SM
MD
LG