د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۰۶

یو شمېر افغان چاپ‌اندازان: د وزلوبې لپاره لازم امکانات نه‌لرو


ارشیف: په کابل کې د بزکشۍ یا وزلوبې سیالۍ پیل شوې
ارشیف: په کابل کې د بزکشۍ یا وزلوبې سیالۍ پیل شوې

یو شمېر افغان چاپ‌اندازان وايي، د ورلوبې لپاره لازم امکانات نه‌لري.

دوی ازادي راډيو ته وويل، حکومتونو ورته پاملرنه نه‌ده کړې او اوسمهال دوی د لوبې لپاره د معیاري لوبغالي، مسلکي داورانو او اقتصادي ستونزو سره مخ دي.
وزلوبه چې د افغانستان ملي لوبه هم بلل کېږي.

د يادې لوبې ترسره کوونکي چې پهلوانان او چا‌پ‌اندازان هم بلل کېږي، ازادي راډيو سره يې د خپلو ستونزو په اړه غږېدلي دي.

نجيب‌الله چې د وزلوبې يو لوبغاړی او د هېواد په کچه سياليو کې يې څو ځل اتلولي خپله کړې، ازادي راډيو ته د چاپ‌اندازانو د ستونزو په اړه وویل: "زموږ چاپ‌اندازان ډېری يې سپين ږيري شوي دي، کورونو کې ناست دي، اقتصاد يې خراب دی، دوی بل کسب‌ اوکار هم نه‌لري، دا تر څلوېښت کلنۍ پورې کار دی، بيا دوی تقاعد کوي، بې‌کاره کور کې پراته وي، لاس مات، پښه ژوبله، پښتۍ ماته، دوی سره بايد مرسته وشي. بل دا چې معياري ميدانونه نه‌لرو."

بُزکشي یا وزلوبه د افغانستان په شمالي او شمال ختیځو برخو کې ډېره عامه ده.

بل چاپ انداز او د کندز ولايت اوسېدونکی الياس چې له کلونو راهيسې دا لوبه کوي، ازادي راډيو ته يې وويل: "موږ مسلکي داوران نه‌لرو چې د وزلوبې په ټولو تخنيکونو او اصولو باندې پوه شي، په ټولو معيارونو پوره ميدان نه‌لرو، د جمنازيوم غونډې يو ميدان موږ ته ضروري او لازمي دی، بل دا چې موږ پهلوانانو ته دې بهرني سفرونه برابر شي، ترڅو له هېواده بهر هم لوبې وکړو."

د یادونې ده، چې وزلوبه شاوخوا شپږ کاله وړاندې په رسمي توګه د دغه هېواد د اولمپیک د ملي کمېټې له خوا د یوې ملي لوبې په توګه ثبت او د وزلوبې فدراسیون رامنځته شو.

د ازادي راډیو خبریال وغوښتل د چاپ اندازانو د دغو ستونزو او دا چې افغانستان کې د وزلوبې څومره لوبدلې شته او څه امکانات په واک کې لري د وزلوبې فدارسيون د مسوولانو نظر هم ولري، خو له بيا بيا هڅو سره ونه‌توانېد.

ارشی: په کابل کې د وزلوبې یوه څنډه
ارشی: په کابل کې د وزلوبې یوه څنډه

خو د ياد فدراسيون ارشد سلاکار سهراب عثماني ازادي راډيو سره خبرو کې د چاپ‌اندازانو ستونزې پر ځای وبللې او ويې ويل چې د يادې لوبې د مسلکي کېدو او عصري کېدو لپاره نورو ډېرو امکاناتو ته اړتيا ده.

هغه وويل: "د وزلوبې لپاره بايد معياري ميدانونه چمتو شي، دغه راز د اسونو لپاره بايد يو روغتيايي مرکز وي، ترڅو د تلف کېدو مخه يې ونيول شي، د اسونو د روزنې او د دوی د نسل د توليد لپاره بايد امکانات برابر شي، ترڅو بهترين او قوي اسونه ډېر شي او روزنه هم ورکړل شي."

دا په‌داسې حال کې ده چې، فرانس پریس اژانس په خپل یو ورستي راپور کې چې تېره اوونۍ یې پر خپله ايکس‌پاڼه د وزلوبې له يوې ويډيو سره خپور کړ ويلي، افغانستان کې وزلوبه د مسلکي کېدو لور ته روانه ده.

د تېر جمهوري نظام په وروستيو کلونو کې د افغانستان ملي تلوېزيون کابل کې د وزلوبې د لیګونو جوړول راپيل کړل چې دا لړۍ تر اوسه روانه ده.

په وزلوبه کې د دواړه ډلو چاپ اندازان په داسې حال کې چې په اسونو سپاره وي او مخصوصې جامې یې په تن وي د لوبې لپاره حلاله شوې وزه/اوزګړی له ځمکې پورته او د حلال دایرې ته یې ورسوي.

د ټیم ملګري یې لار ورته خلاصوي خو مقابل سیالان یې مخه نیسي او هڅه کوي چې وزه ترې ونیسي.

د دې لوبې لوبغاړي کلونه-کلونه د اسونو سورلۍ زده کوي او د بدن د غښتلي ساتلو لپاره هڅې کوي څو وکولای شي دا سخته او خطرناکه لوبه مخته یوسي.

افغانستان کې دمګړۍ د اوزلوبې ۲۸ غوره لوبډلې فعاله دي.

دا لوبه د طالبانو په لومړۍ دوره واکمنۍ کې بنده وه، خو اوس یې اجازه ورکړې ده.

XS
SM
MD
LG