د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۵۶

د خپلو مشرانو تر منځ د اختلافاتو راپور ته د طالبانو د حکومت غبرګون


له ارشیفه د یو شمېر طالب چارواکو تصویر
له ارشیفه د یو شمېر طالب چارواکو تصویر

د طالبانو حکومت د جګړې د مطالعاتو د انسټیټیوټ وروستی راپور چې د طالبانو د مشرتابه تر منځ اختلافاتو ته يې اشاره کړې ده، رد کړ.

د طالبانو د حکومت وياند ذبيح‌الله مجاهد يو شمېر رسنيو له دې ډلې بي‌بي‌سي ته ويلي چې، د دغه راپور موندنې نه تأييدوي.

د جګړې د مطالعاتو انسټیټیوټ د جمعې په ورځ / مارچ ۲۹مه په یوه راپور کې، په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ په اړه بحث کړی.

په دغه راپور کې راغلي،د طالبانو د مشر ملا هبت‌الله اخندزاده او د طالبانو د حکومت د مشرتابه له دې ډلې د کورنیو چارو د سرپرست وزیر سراج‌الدین حقاني، د دفاع وزارت سرپرست ملا یعقوب او د طالبانو د حکومت د رياست الوزراء اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر ترمنځ کړکېچ او د نظر اختلاف موجود دی.

په راپور کې ویل شوي چې طالب چارواکو په خپلو ځینو ویناوو کې د خپل مشر پر هغو فرمانونو نیوکې کړي چې ډېری یې د نجونو د زده‌کړو او حکومتي ادارو په اړه وې.

د طالبانو د حکومت ویاند، ذبیح الله مجاهد
د طالبانو د حکومت ویاند، ذبیح الله مجاهد

ياد راپور پر ملا هبت‌الله اخندزاده د سراج‌الدین حقاني نیوکې د یوې بېلګې په توګه یادې کړي چې د ۲۰۲۳ کال د فبرورۍ په نیمایي کې یې په خپله وینا کې د واک پر انحصار، د افغانانو د ستونزو په حل کې پر ناتوانۍ او د هغوی د حقونو پر سرغړونو نیوکه کړې وه. له هغه وروسته ملا برادر او ملا یعقوب هم ورته نیوکې وکړې.

خو هغه مهال ذبيح‌الله مجاهد هر ډول نيوکې وغندلې او زياته يې کړه چې هر څوک بايد د مشر اطاعت وکړي.

راپور زیاتوي چې د طالبانو د مشر له‌خوا په کندهار کې د یوه موازي حکومتي سيستم د رامنځته کېدو پرېکړه او کابل کې د طالبانو د رهبرۍ له غړو د تصميم نيولو بدلون، د ۲۰۲۳ کال په لومړیو کې د سراج‌الدین حقاني او ملا یعقوب له‌خوا د نيوکو لامل وګرځېد.

دغه انسټیټیوټ په خپل راپور کې زياته کړې: ملا هبت‌الله اخندزاده هڅه کوي چې په دولتي جوړښت کې خپل واک زيات کړي او دا کار داخلي کړکېچ او مخالفتونه زياتوي او پر اقتصادي او ټولنيز وضعيت ناوړه اغېز کوي.

په یاد شوي راپور کې، په کندهار کې د ملا هبت‌الله اخندزاده د۴۰زره کسيز وفاداره امنیتي ځواک د جوړولو یادونه شوې چې د طالبانو په حکومت کې د بې‌باورۍ په معنا ده.

راپور زیاتوي، طالبان د سلفي - جهادي ډلو لپاره خوندي ځایونه برابروي او د هغوی د کنټرول توان نه‌لري او دغه ډلې ځواکمنې کېږي.

دغه شان په راپور کې راغلي چې طالبان به په‌داسې حال کې چې په افغانستان کې د اسلامي دولت (داعش) د خراسان ولایت څانګې په څېر ډلې وده کوي، نه‌شي کولی چې د يادو ډلو پر وړاندې مبارزه وکړي.

ياد راپور کې د طالبانو له تګ‌لارو وروسته د اقتصادي وضعیت خرابېدو ته په اشارې سره راغلي چې له ۲۰۲۱ کال راهیسې اقتصادي وده کمه شوې او شاوخوا ۶۰ تر ۷۰ سلنه افغانان د خوراکي توکو په چمتو کولو کې له ستونزو سره مخ دي.

د دغه راپور له‌‌مخې، طالبان هر ډول مظاهرې، نیوکې او مخالف غږونه ځپي او د مدني ټولنې فعالان، ښځې او خبریالان بندیان او شکنجه کوي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د دې راپور په اړه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه‌کړې، خو مخکې یې ویلي وو چې دوی د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د بیان د ازادۍ په ګډون د افغانانو ټولو حقونو ته ژمن دي.

د سیاسي چارو پوه محمد اسحاق اتمر د دغه راپور د موندنو په اړه وايي:

"يقيناً، دا ډول ستونزې د طالبانو د حکومت ستونزې ډېروي، اقتصاد کمزوری کوي او په راتلونکي کې د طالبانو د حکومت لپاره ستونزې رامنځته کولی شي، خو تر نن ورځې پورې دغه اختلافات په ډاګه شوي نه‌دي او د طالبانو داخلي مسئله ګڼل کېږي."

شنونکی، سمیع یوسفزی
شنونکی، سمیع یوسفزی

د سیاسي چارو بل پوه سمیع یوسفزی د طالبانو خپل‌منځي اختلافات ډېر جدي نه ګڼي، خو د طالبانو د مشر له فرمانونو د سرغړونې په اړه یې ازادي راډيو ته وویل:

"څو ځله د طالبانو عمومي مشر ټینګار کړی چې د طالبانو مشران او چارواکي باید د دویمې او درېیمې مېرمنې له کولو ډډه وکړي، وزيران بايد په وزارتونو کې د خپلې کورنۍ غړي ونه‌ګماري، په ځينو مواردو کې د طالبانو د مشر دا حکم نه‌دی عملي شوی، خو دا دومره مهمه مسئله نه‌ده."

د جګړې د مطالعاتو انسټیټیوټ د طالبانو د مشر ملا هبت‌الله اخندزاده په واک کې پاتې کېدلو یا نه پاتې کېدو په اړه د درې سناریوګانو وړاندوینه کړې ده. په لومړۍ سناريو کې اخندزاده د طالبانو مشر پاتې کېږي او د طالبانو پر حکومت يې کنټرول زیاتېږي، ځکه د دې انسټیټیوټ د راپور پر بنسټ اخندزاده تر دې دمه په دې توانېدلی چې د طالبانو په تحریک کې بې‌باوري له‌منځه یوسي.

په دويمه سناريو کې ويل شوي چې د کوکنارو د کښت د بنديز په ګډون د طالبانو د مشر د ځينو تګ‌لارو له امله به د وخت په تېرېدو سره پر طالبانو د هغه کنټرول کمزوری شي.

او په درېیمه سناريو کې دا وړاندوېنه شوې چې د اخندزاده په ځای به د طالبانو مشر بل څوک شي او د طالبانو د تحریک له ماتې پرته به دا بدلون د طالبانو د لوړ پوړو مشرانو لکه:عبدالغني برادر، ملا محمد یعقوب، سراج‌الدین حقاني او نورو مشرانو همکارۍ ته اړتیا ولري.

XS
SM
MD
LG