د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۵

بې پیلوټه الوتکې د افغانستان په فضا کې؛ طالبان یې اندېښمن کړي


تصویر له ارشیفه
تصویر له ارشیفه

د طالبانو حکومت وايي، د امریکا بې‌پیلوټه الوتکې د افغانستان په هوايي حریم کې ګزمې کوي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د یک‌شنبې په ورځ له طلوع نیوز سره په خبرو کې پر دې مسئلې نيوکه وکړه او ویې ویل چې دغه الوتکې تر ډېره د کندهار او نیمروز ولایتونو پر فضا الوتنې کوي.

نوموړي د کوم هېواد د نوم له اخیستو پرته زیاته کړه چې دغه الوتکې د ځینو نږدې هېوادونو له فضا الوتنې کوي او یا هم تېرېږي.

د امریکا متحده‌ایالاتو تر اوسه په‌دې اړه څه نه‌دي ویلي.

د افغانستان پر هوايي حریم د امریکايي بې‌پیلوټه الوتکو الوتنې کومه نوې خبره نه‌ده، تر دې وړاندې هم طالب چارواکو دا خبره کړې وه او د ۲۰۲۲ کال په اوړي کې د القاعده شبکې مشر ایمن‌ الظواهري په کابل کې د امریکا بې‌پیلوټه الوتکې په یوه برید کې ووژل شو.

اووه میاشتې وړاندې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزي ویلي و چې یوازې امریکايي بې‌پیلوټه الوتکې نه؛ بلکې د نورو هېوادونو الوتکې هم پر افغانستان الوتنې کوي.

د طالبانو حکومت د دفاع سرپرست وزیر محمد یعقوب مجاهد
د طالبانو حکومت د دفاع سرپرست وزیر محمد یعقوب مجاهد

د طالبانو حکومت د دفاع سرپرست وزیر محمد یعقوب مجاهد د تېر کال په اسد میاشت کې له العربیه شبکې سره په مرکه کې ادعا وکړه چې د امریکا بې پیلوټه الوتکې په افغانستان په ټکو یې له پاکستانه الوتنې کوي، خو د پاکستان حکومت هغه مهال دغه ادعا رد کړې وه.

یو شمېر سیاسي کارپوهان وايي، پر افغانستان د امریکا بې‌پیلوټه الوتکو الوتنې ښيي چې د افغانستان وضعیت لا هم تر ډېره حده د امریکا په واک کې دی.

د يادو کارپوهانو له ډلې ذاکر حسین ارشاد ازادي راډیو ته وویل:

"دا حضور په‌دې معنا دی چې په افغانستان کې وضعیت لا هم تر ډېره د امریکا تر کنټرول لاندې دی او که کوم بدلون راځي، يا په افغانستان کې یو فرد یا ډله وغواړي چې د امریکا د ارادې خلاف اقدام وکړي، امریکا لیرې نه‌ده او په ټول قوت سره دلته شتون لري."

یو شمېر پوځي کارپوهان وايي، داعش ډله په افغانستان، پاکستان، ایران او روسیې کې پراخ فعالیتونه لري او دا مسئله د امریکا په ګډون د ځینو هېوادونو لپاره د اندېښنې وړ ده.

د پوځي کارپوهانو له ډلې محمد نعيم غيور ازادي راډيو ته وويل:

"په سیمه کې لکه افغانستان، پاکستان، ایران او د منځنۍ اسیا په هېوادونو کې د ترهګرو ډلو ودې ټول اندېښمن کړي دي، دا اندېښنې د دغو هوايي، فضايي او استخباراتي حرکتونو او د مخالفو او موافقو هېوادونو د بېلابېلو خوځښتونو لامل ګرځي چې هر يو يې په خپل استقامت کې هڅه کوي."

پوځي کارپوه، جنرال محمد رادمنش
پوځي کارپوه، جنرال محمد رادمنش

د پوځي چارو یو بل کارپوه او د پخواني جمهوري نظام یو جنرال محمد رادمنش ازادي راډيو ته وویل، داسې ښکاري چې د طالبانو حکومت په افغانستان کې د ترهګرو د ځپلو لپاره د دوحې د هوکړې له‌مخې اقدام نه‌دی کړی:

"دا په‌دې معنا ده چې طالبانو د دوحې د هوکړې پر بنسټ عمل نه‌دی کړی او د يادې هوکړې له‌مخې امریکايي نظاميان له فضا څخه د افغانستان په جنوب او لوېدیځ کې د داعش په ګډون د ترهګرو ډلو کړنې څاري."

د یادونې ده چې په افغانستان او روسیې کې د داعش او د هغې د څانګو وروستیو بریدونو د ځینو هېوادونو اندېښنې زیاتې کړې دي.

که څه هم د طالبانو حکومت په‌دې وروستیو کې یو ځل بیا ادعا کړې چې په افغانستان کې یې د اسلامي دولت ډلې (داعش) خراسان څانګه ځپلې ده، خو تازه د استرالیا د ستراتېژیکو مطالعاتو انسټیټیوټ ادعا کړې چې د دې ډلې ظرفیت او وړتیا نه یوازې په افغانستان کې زیاته شوې؛ بلکې پر نړیوالو اهدافو هم بریدونه کولای شي.

XS
SM
MD
LG