د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۲ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۴

د افغانستان خلاف د پاکستان تازه تور؛ « پر چینایي انجینرانو برید د یوه افغان کار و»


د چینایي انجینرانو د موټر لوېدو سیمه کې د پلټنو یوه څنډه - ارشیف
د چینایي انجینرانو د موټر لوېدو سیمه کې د پلټنو یوه څنډه - ارشیف

په پاکستان کې د امنیت او څېړنې مرکز وايي، د روان میلادي کال په لومړیو درېیو میاشتو کې په پاکستان کې ۴۳۰ تنه په امنیتي پېښو کې وژل شوي دي.

د دې مرکز د راپور پر اساس، په وژل شویو کې ۲۸۱ تنه د پاکستان امنیتي ځواکونه او عام خلک دي او پاتې نور د دولت وسله وال مخالفان دي.

په راپور کې وړاندې ویل شوي چې تر ټولو ډېرې امنیتي پېښې یعنې په سلو کې ۹۲ په بلوچستان او خیبرپښتونخوا ایالتونو کې شوې دي.

خو تر ټولو وروستی برید د خیبرپښتونخوا په شانګلې کې پر چینیايي انجینیرانو و. پاکستان پر چینايي انجینیرانو حمله د ټي ټي پي کار بللی خو دې ډلې په دې برید کې لاس لرل رد کړي دي.

له بلې خوا پاکستان پرون وویل چې دا برید یوه افغان کړی و او له چاودیدونکو موادو ډک موتر یې هم له افغانستانه د بلوچستان ایالت د چمن له لارې راوستی و.

په خیبر پښتونخوا کې د پاکستاني ځواکونو ګزمه - ارشیف
په خیبر پښتونخوا کې د پاکستاني ځواکونو ګزمه - ارشیف

د افغانستان او پاکستان د چارو شنونکی او ژورنالیست سمیع یوسفزی وايي چې د دې پېښې په اړه چینیایان هم تحقیقات کوي.

ده زیاته کړه:

" دا ډېره جالبه ده چې موټر له چمنه راځي ۱۱۶۰ کیلومتره سفر کوي او بشام ته رارسیږي نو ولې په دې ټوله لاره باندې نه درول کیږي؟ بې نمبرپلېټه موټر له دې خطرناکو سیمو دلته رارسیدل یو څه عجیبه غوندي برېښي خو بیا هم د دې لپاره چې د پاکستان حکومت رسمي دعوه کړې ده، د دې دعوې د ثابتولو لپاره دوی باید چینایانو ته هم قناعت ورکړي."

د خیبرپښتونخوا د پولیسو پخواني چارواکي اختر علي شاه ډیوې راډیو ته ویلي چې په دومره غرنیو او اوږدې لارې د پېښې تر ځایه له باروتو د ډک موټر رسول اسانه کار نه دی.

د ده په باور یوازې په هغه صورت کې دا امکان شته چې په لاره د تلاشۍ هیڅ پوسته نه وي یا تلاشي وانخلي.

د پاکستان د امنیت او څېړنې مرکز وايي چې په تېرو درېیو میاشتو کې په بلوچستان ایالت کې ۱۷۸ تنه وژل شوي دي.

پاکستان کې د بریدونو یوه لویه برخه د تحریک طالبان پاکستان کار ګڼل کیږي
پاکستان کې د بریدونو یوه لویه برخه د تحریک طالبان پاکستان کار ګڼل کیږي

پاکستان د خیبرپښتونخوا د اکثرو امنیتي پېښو، چې مسوولیت یې ټي ټي پي اخلي، له افغانستان سره تړي او له طالب چارواکو غواړي چې په افغانستان کې د پاکستان د مخالفو وسله والو پناهځایونه له منځه یوسي، خو طالبان د پاکستان ادعا رودوي او وايي چې پاکستان دې د خپلو ناکامیو پړه د نورو په غاړه نه اچوي.

د ټي ټي پي او د بلوچستان د ازادۍ پوځ د وسله والو ډلو ترڅنګ ځینې نورې وسله والې ډلې هم په پاکستان کې د حملو مسوولیت په غاړه اخلي.

د پاکستان د امنیت او څېړنې د مرکز پر اساس، د سږ کال په لومړیو درېیو میاشتو کې وسله والو ډلو تر شل سلنه د کمو بریدونو مسوولیت منلی دی.

د پاکستان یوې بلې ناحکومتي ادارې، د پاکستان د شخړو او امنیت د مطالعاتو انستیتیوت ویلي چې په تېر مارچ میاشت کې د دولت وسله والو مخالفو ډلو مهم هدفونه په نښه کړل او همدا راز یې څلور انتحاري بریدونه وکړل.

د دې انستیتیوت په راپور کې د شمالي وزیرستان په میرعلي کې د پوځ پر مرکز، د ګوادر بندر په اداري کمپلیکس، د بلوچستان په تربت ښار کې د سمندري ځواکونو پر هوايي ډګر او تر ټولو وروستی په بشام کې پر چینیايي انجینیرانو بریدونه تر ټولو مهم بلل شوي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG