د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۸

افغانستان کې پرله‌پسې وچکالي؛ د کوچیانو مالداري اغېزمنه او ډېری څاروي یې تلف شوي


ارشیف: په کندهار کې کوچیان هم د وچکالۍ له کبله سختو ستونزو سره مخ دي.
ارشیف: په کندهار کې کوچیان هم د وچکالۍ له کبله سختو ستونزو سره مخ دي.

یو شمېر کوچیان وايي، د پرله‌پسې وچکالیو له امله یې مالداري سخته اغېزمنه شوې او ډېری څاروي یې هم تلف شوي دي.

دوی ازادي راډيو سره خبرو کې وويل، ټوله شتمني يې همدا مالداري ده، خو اوسمهال ترې د اوبو، وښو او غلو دانو د نه‌شتون له امله هره ورځ څاروي تلف کېږي.

په غزني کې عبدالاحد کوچي وویل: "زموږ مېږې خو هره ورځ دوه او درې مړې کېږي، د وچکالۍ له امله او د اوبو د کمښت له امله، واښه نه‌شته، هيڅ شی نه‌شته له ډېر بد مشکل سره مخ يو، درېيمه برخه مالونه اوس زموږ مړه دي او هره ورځ مړه کېږي، جواري نه‌شته، پيسې نه‌لرو چې جواري پرې واخلو او مېږو ته يې ورکړو."

جمعه ګل بل کوچی دی چې وايي، ژمی ننګرهار او د هوا په تودېدو سره د وردګ ولايت شنو ورشوګانو ته رمه بيايي.

ارشیف: د افغانستان جنوب کې د کوچیانو رمه
ارشیف: د افغانستان جنوب کې د کوچیانو رمه

نوموړی وايي، د ده په ګډون د کوچيانو ټول ژوند په کوچ کې تېر شو، خو نه يې يوه دوه شوه او نه يې هم اولادونه هوسا شول.

هغه وویل: "مالداري مو ټوله له‌منځه تللې ده، واښه نه‌شته، مالچرونه چې کوم وو، ټول ويجاړ شوي دي، ټول خلک مو نالوستي دي، د زده‌کړو برخه کې موږ ته هيڅ پام نه‌دی شوی، زموږ ټول کوچيان در په در دي، دا تېره اوونۍ هم زموږ ۱۵۰مېږې سېلاب يوړې."

کوچيان د افغانستان په نږدې ټولو ولايتونو کې، هلته چې دښتې په طبيعي وښو پوښلې وي شته او ستونزې یې هم مشترکې دي.

د هلمند د پراخو دښتو په لمن کې يو بل مېشت کوچی فيض محمد وايي: "دا نږدې شپو کې مو مېږې چې دښت ته پورته کړې، ۱۵ترې مړې شوې، مالونه ناروغۍ لري، دوا غواړي، موږ يې هر وخت په نغدو پيسو اخلو چې وس مو پرې نه رسيږي، موږ سره دې حکومت د دوا، کونجارې او جوارو برخو کې مرسته وکړي."

کوچيان چې د افغانستان د اقتصاد په توليد کې فعاله ونډه لري، تر ډېره يې له مالدارۍ غوښه او لبنيات ترلاسه کېږي.

ارشیف: د بدخشان په واخان کې د کوچیانو رمه
ارشیف: د بدخشان په واخان کې د کوچیانو رمه

خو يادو کوچيانو ازادي راډيو ته وويل، تر اوسه ورته حکومتونو هيڅ پام‌لرنه نه‌ده کړې او سره له دې چې دوی د خپلو ستونزو د حل په موخه دولتي ادارو ته عارض شوي، هم يې پر غوښتنو چا غوږ نه‌دی ګرولی.

کوچیانو ته په تېر جمهوري نظام کې مستقل ریاست موجود و، خو د طالبانو حکومت اوس دا ریاست د سرحدونو، قومونو او قابایلو چارو وزارت پورې اړوند کړی دی.

د ازادي راډیو خبریال هڅه وکړه د کوچيانو د يادو ستونزو په اړه له اړوندو طالب چارواکو سره یې خبرې وکړي، خو هڅو سره سره ونه توانېد.

مخکې بیا د طالبانو حکومت د سرحدونو، قومونو او قابایلو چارو وزارت په خپلو ټولنیزو پاڼو په بېلابېلو برخو کې کوچیانو ته د اسناتیاوو د برابرولو ادعاوې کړي چې کوچیان یې ردوي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG