د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۲

بهر مېشتي ځینې افغان کډوال: سږنی اختر پیکه او د وطن په څېر خوند نه لري


ارشیف: په پېښور کې افغان کډوال او ځايي اوسېدونکي د اختر د لمانځه پر مهال
ارشیف: په پېښور کې افغان کډوال او ځايي اوسېدونکي د اختر د لمانځه پر مهال

په بېلابېلو هېوادونو کې مېشت يو شمېر افغان کډوال وايي، د اختر لومړۍ ورځ يې د کډوالۍ له ستونزو او له ځانګړې نمانځنې پرته پيل کړه.

دوی وايي چې کوچنی اختر د دوی لپاره پيکه او د وطن اختر په څېر خوند نه‌لري.

یو شمېر دوی وايي، د اختر په لومړۍ ورځ په کارونو بوخت دي او نورو بیا وویل چې د کډوالۍ ستونزو او اندېښنو د اختر خوښي له هغوی اخیستې ده.

نجیبه، چې له درېیو کلونو راهیسې په پاکستان کې اوسېږي ازادي راډیو ته وايي چې ذهن یې د کډوالۍ د شپې او ورځې په اندېښنو بوخت وي او د اختر نمانځل ورته د خوښۍ وړ نه دي.

نجیبه وايي: هغه اختر مو چې په وطن کې له ملګرو او خپلوانو سره درلوده، دلته نه‌شته.

هغه وايي: "زما ټول ملګري او خپلوان رانه لرې دي. اختر له انتظار، یواځيتوب او بې برخلیکۍ سره هیڅ خوند نه‌لري. هغه اختر مو چې په وطن کې له ملګرو او خپلوانو سره درلوده، دلته نه‌شته."

زلمی، یو بل افغان کډوال چې له دوو کلونو راهیسې په سویډن کې ژوند کوي وايي چې نن یې د اختر لمونځ له ټولو سره یوځای ادا کړ، خو پاتې ورځ کار کې دی.

هغه زیاتوي: "زه ټولو ته د اختر مبارکي وایم. بهرنیو هېوادونو کې په ځانګړي توګه په اروپا کې په اختر کې هم موږ په خپل کار او روزګار بوخت یوو. له وطن څخه لریتوب ډېر ستونزمن دی. موږ کار ته ځو او ماشومان مو زده کړو ته ځي او دا ډېر ستونزمن دی."

په امریکا کې مېشت افغان مصطفی ازادي راډيو ته وویل د هغې ورځې په هیلې دی چې په افغانستان کې سوله او ثبات تامین شي څو وشي کولای اختر په یاد هېواد کې له خپلو ملګرو او خپلوانو سره ونمانځي.

هغه وايي: "دلته اختر لپاره رخصتي نه‌لرو. په افغانستان کې به مو د اختر په ورځو رخصتي درلوده. هلته مو خپل او خپلوان وو. د هغې ورځې په هیله یوو چې افغانستان ارامه شي څو خپل هېواد ته راستانه شو."

په ایران کې افغان کډواله، سعیده وايي، اقتصادي او د ژوند ستونزو او له وطن او خپلوانو څخه لرېتوب، د اختر خوښي ورنه اخیستې ده.

هغې وویل: "کله چې په وطن کې وو خپل کور کې وو، زړه مو ټول وو. کورونه به مو پاکول، سودا به مو اخیسته او یو بل به مو لیدل، خو اوس په کډوالۍ کې نه اختر لرو نه خوښي. اقتصادي ستونزو او بې برخلیکه ژوند د اختر نمانځلو خوښي له موږ څخه اخیستې ده."

دا په داسې حال کې ده چې څو لسیزو جګړو او د هغو پایلو په ميليونونه افغانان دې ته اړ کړي چې د ایران او پاکستان په ګډون، بېلابېلو هېوادونو ته کډوال شي.

ارشیف: له افغانستانه د تخلیې له بهیره یو انځور. August 30, 2021
ارشیف: له افغانستانه د تخلیې له بهیره یو انځور. August 30, 2021

د ۲۰۲۱م کال په اګست میاشت کې پر افغانستان د طالبانو له بیا ځلې واکمنېدو وروسته، د افغانانو د کډوالۍ نوې څپه پیل شوه چې په ترڅ کې یې په لکونو افغانان بېلابېلو هېوادونو په ځانګړې توګه د افغانستان دوو ګاونډیو هېوادونو پاکستان او ایران ته کډوال شول.

ډېری دغه کډوال امنیتي ګواښونه، بېکاري، اقتصادي ستونزې او د ښځو او نجونو پر زده کړو او کار د طالبانو حکومت محدودیتونه د دوی د کډوالۍ لامل بولي.

دا مهال د پاکستان، ایران او ترکیې په ګډون په بېلابېلو هېوادونو کې ډېری افغان کډوال د نورو ستونزو ترڅنګ د ایستلو له خطر سره مخ دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG