د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۵

د خبریالانو یو ملاتړی سازمان: په افغانستان کې د خبریالانو وضعیت د لا خرابېدو په حال کې دی


ارشیف
ارشیف

د خبریالانو یوه ملاتړي سازمان " Index on Censorship " د سه‌‌شنبې په ورځ یوه راپور کې لیکلي،په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د خبریالانو په کار د محدودیتونو د لېرې کولو په اړه د دوی له غوښتنې یو کال وروسته؛ په دې هېواد کې د خبریالانو وضعیت لا خراب شوی دی.

دې سازمان چې له یو شمېر افغان خبریالانو سره یې خبرې کړي په خپل راپور کې زیاته کړې، په افغانستان کې خبریالان د طالبانو له‌خوا له همېشني ګواښ سره مخ دي.

"اینډکس ان سانسورشیپ " چې د بیان ازادۍ او د خبریالانو د ملاتړ په برخه کې فعالیت کوي په افغانستان کې دننه او د باندې د ځینو خبریالانو څرګندونو ته په اشارې لیکلي، په دې هېواد کې د ښځینه خبریالانو ستونزې د نارینه‌وو په پرتله زیاتې دي.

په دې راپور کې له رسنیو د یو شمېر نورو ملاتړو بنسټونو موندونو ته هم نغوته شوې او وايي، په پرله‌پسې ډول دا ډول خبرداري د دې ښودنه کوي، که ښځینه خبریالانې د دندې پر مهال د طالبانو لارښوونو ته پام و نه کړي، شاید هغوی دوی په رسنیو کې له کار کولو منع کړي.

راپور کې وړاندې راغلي، په افغانستان د ۲۰۲۱ کال په اګسټ کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته، په دې هېواد کې د خبریالانو وضعیت ورځ په ورځ خرابېږي، د خپلو مسوولیتونو له امله هدف ګرځي او په وحشتناکه ډول خاموشه کېږي.

خو د طالبانو حکومت بیا په ځلونو دا ډول راپورونه رد کړي او ادعا یې کړې چې د دوی حکومت د شریعت په رڼا او د ملي ګټو خوندیتوب په چوکاټ کې د بیان ازادۍ ته ژمن دي.

په ورته وخت کې په افغانستان کې یو شمېر خبریالان وايي، ښه وضعیت کې نه‌دي او د طالبانو له‌خوا یې په کارونو محدودیتونه زیات شوي دي.

له دوی یوه خبریاله چې نه غواړي د امنیتي ستونزو له امله یې نوم په راپور کې یاد شي ازادي راډیو ته وویل:

"هره ورځ محدودیتونه زیاتېږي. سانسور خپل وروستي حد ته رسېدلی دی. اوس‌مهال په خپلو خبرونو او راپورونو کې هیڅ ډول ازادي نه‌لرو. موږ ښه راتلونکی نه وینوو. کوم سانسور چې شته، شاید د ښځو کار بشپړ پای ته ورسېږي او کېدای شي نور هیڅ د فعالیت اجازه و نه لري."

د نوي راپور یوه برخه: د ښځینه خبریالانو ستونزې د نارینه‌وو په پرتله زیاتې دي.
د نوي راپور یوه برخه: د ښځینه خبریالانو ستونزې د نارینه‌وو په پرتله زیاتې دي.

یو بل خبریال چې دی هم د امنیتي ستونزو له امله د خپل نوم له ښودو ډډه کوي ازادي راډیو ته وویل، اوس‌مهال خبریالانو د امنیتي، اقتصادي او سیاسي ستونزو په ګډون د کار په برخه کې له سانسور او ډېر شمېر محدودیتونو سره مخ دي.

"دلته تر ټولو جدي مسله د خبریالانو بې‌کاري ده چې بې‌ دندو شوي دي او له همدې امله ورته یو ډول ذهني او رواني تکلیف پیدا شوی دی. بله امنیتي ستونزه ده چې وخت ناوخته خبریالان د حکومت له‌خوا تهدېږي او ان د مرګ ګواښ ورته کېږي. دوی نه‌شي کولای چې خپل کار ته دوام ورکړي. یوه همدا ستونزه ده چې دوی مجبورېږي خپلې دندې پرېږدي. دا ستونزې ډېرې زیاتې دي. "

له دې وړاندې هم د رسنیو او د خبریالانو ملاتړو بېلابېلو بنسټونو په افغانستان کې د مطبوعاتو او خبریالانو د بد وضعیت په اړه اندېښنې ښودلې دي.

په وروستیو کې د افغانستان د خبریالانو مرکز د ۱۴۰۲ کال په کلني راپور کې وویل، په دې کال کې د افغان خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۱۶۸ پېښې ثبت شوي چې له دې شمېر ۶۱ یې د خبریالانو د نیول دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG