د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۴۴

د ځینو وړکتونونو تړل کېدل؛ افغان کورنۍ د اقتصادي ستونزو له کبله د پیسو د ورکړې توان نه‌لري


ارشیف: په کابل کې د یوه وړکتون انځور
ارشیف: په کابل کې د یوه وړکتون انځور

د ځينو خصوصي وړکتونونو مسوولان او ښوونکي وايي چې په دې وروستيو کې يو شمېر وړکتونونه تړل شوي او يا يې زده‌کوونکي کم شوي دي.

د يو شمېر وړکتونونو مسوولان او ښوونکي وايي، په افغانستان کې د طالبانو له بیا ځلې واکمنېدو وروسته د ډېرو ميندو د بېکارۍ او اقتصادي ستونزو له امله يو شمېر وړکتونونه تړل شوي او ځينې يې د زده کوونکو له کمښت سره مخ دي.

په هرات ولایت کې د وړکتون پخوانۍ ښوونکې ريحانه وايي چې د ډېرو وړکتونونو د تړل کېدو له امله وزګاره ده.

هغې ازادي راډيو ته وویل: "په افغانستان کې مې د وړکتون ښوونکې په توګه دنده درلوده او له دې لارې مې د خپلې کورنۍ ملاتړ کاوه او دا چې ټولنې ته د اوږو بار نه شم. که په یو هېواد کې نر او ښځه دواړه د کار او زده کړې حق ولري نو هغه هېواد پرمختګ کوي."

په کابل کې د يوه فعال وړکتون مسوول هم وايي چې د پخوا په پرتله يې د زده کوونکو شمېر کم شوى او د ماشومانو میندې او پلرونه هم په فیس کې د چنې وهلو سره سره فیس په وخت نه ورکوي.

هغه وايي: "زده کوونکي کم شوي، خو اقتصادي ستونزې دي چې موږ یې لیدلی شو چې د خلکو اقتصاد څنګه دی، هغه دا چې کله چې والدین راځي د فیس لپاره ډېر بحث کوي چې که لږ فیس ترې واخلو او کله چې فیس ورکوي له یو څه ځند وروسته یې ورکوي."

دا چې ولې په وړکتونونو کې د زده کوونکو شمېر کم شوی، له یوې مور څخه وپوښتل شول چې د ښځو او نجونو پر زده کړو د طالبانو حکومت له بندیز دمخه یې خپله لور وړکتون ته وړله.

دغې مور چې نه یې غوښتل په راپور کې یې نوم واخیستل شي ازادي راډیو ته وویل: "زه به ښوونځي ته تلم او لور به مې وړکتون ته بیوله ځکه چې په کور کې څوک نه و چې هغه وساتي، دا د وړکتون ارزښت و، ځکه کور کې خو ماشوم یوازې نه شو پرېښودلی دا امکان لري چې هره بلا پرې وشي."

خو په بغلان کې د وړکتون ښوونکې فاطمه وايي، وړکتونونه له میندو او ماشومانو سره په ذهني او جسمي وده کې مرسته کوي.

نوموړې ازادي راډيو ته وویل: "د وړکتون ښوونکې له ٣ میاشتني څخه ٣ کلن ماشومانو ته درس ورکوي، بیا د آی‌سي‌ډي برخې ته ځي چې دلته بیا د وړکتون ښوونکې مسوولیت لري چې ښځې، ميندې او د هغوی ماشومانو ته درس ورکړي تر څو چې میندې هغه عملي کارونه چې ښوونکي يي ورښیي تقليد کړي او په کور کې یې خپلو ماشومانو سره ترسره کړي."

د کار ځای او دولتي ادارو د وړکتونونو یو شمېر مسوولانو هم ازادي راډيو ته وویل چې د طالبانو له بیا واکمنېدو او د ښځو پر کار د هغوی له بندیزونو وروسته د ځینو ښوونځیو او روغتونونو په استثنا په ډېرو دفترونو او کارځايونو کې دا ډول وړکتونونه تړل شوي او کارکوونکي يي اوزګار شوي دي.

په افغانستان کې د جمهوري نظام په تېرو دوو لسیزو کې په تعلیمي ادارو کې د ښځو د ونډې او په بېلابېلو دولتي او نادولتي ادارو کې د دوى د دندو له زیاتېدو سره په بېلابېلو ولایتونو کې د وړکتونونو شمېر ورځ په ورځ زیات شو چې ظاهراً ډېر دوام یې ونه موند.

XS
SM
MD
LG