د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۳

د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله په نړیواله درجه بندۍ کې ۷ مقامه مخته تللې


د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې لوبغاړي
د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې لوبغاړي

د فوټبال د نړیوال فدراسیون «فیفا» د نوې درجه بندۍ له مخې د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله اوه مقامه پرمختګ کړی دی.

اوس افغان لوبډله د ۱۰۳۷ نومرو په لرلو سره په ۱۵۱ مقام کې ده.

په دې توګه د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې له لایبریا، مالدووا، ګیانا، سنګاپور، یوګانډا، یمن او هانګ کانګ څخه رامخکې شوې ده.

تر دې مخکې افغانستان د فیفا په درجه بندۍ کې ۱۵۸ ځای درلود.

د دې جدول په لومړي ځای کې ارجنټاین او فرانسه په دویم ځای کې ده.

XS
SM
MD
LG