د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲ غبرګولی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۳

نړۍ

پر اسراییل د ایران له بریدونو وروسته ناندرۍ؛ ګوتریش ښکېلې خواوې زیات زغم ته وبلل

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیریش
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیریش

پر اسراییلو د ایران له برید وروسته او په سیمه کې د جګړې د پراخېدو له وېرې سره همهاله، د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیریش له ښکېلو خواوو د " زیات زغم" غوښتنه کړې ده.

ګوتیریش دغه څرګندونې نن دوشنبه د ملګرو ملتونو هغې بېړنۍ غونډې ته وکړې چې پر اسراییلو د ایران د برید په اړه بحث ته ځانګړې شوې وه.

بل لورته متحدو ایالتونو د اسراییل د امنیت لپاره د " اوسپنیزې ژمنې" ټټر وهلی، خو ویلي یې دي چې په هیڅ ډول غچ اخیستونکي اقدام کې به ونډه وانخلي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي ویلي، منځنی ختیځ دا مهال د پاڼ په غاړه دی او ټینګار یې وکړ چې اوس د زغم او د تاوتریخوالي د کمولو وخت دی.

ایران د شنبې په شپه پر اسراییلو شاوخوا درې سوه توغندي او بې پيلوټه الوتکې وتوغولې چې د اسراییلو په وینا دغه برید یې ۹۹ په سلو کې شنډ کړی دی.

د ملګرو ملتونو په غونډه کې د اسراییلو سفیر ګیلاد اردان د ایران برید په کلکو ټکو وغانده، خو د ایران سفیر سعید ایرواني ادعا وکړه چې دا حمله " اړینه او متناسبه" وه او د ځان د دفاع لپاره یې ترسره کړه.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

د اوکراین پولې ته څېرمه د اټومي ځواکونو د چمتووالي د زیاتولو په هدف د روسیې تمرینونه

د اوکرایني ځواکونو پر ضد جنګېدونکي روسي ځواکونه
د اوکرایني ځواکونو پر ضد جنګېدونکي روسي ځواکونه

روسیې له اوکراین سره پولې ته څېرمه د خپلو تاکتیکي اټومي ځواکونو د چمتووالي د زیاتولو په هدف د پوځي تمرینونو "لومړی پړاو" پیل کړی دی.

د روسيې د دفاع وزارت د سه شنبې په ورځ د مې ۲۱مه وويل چې د روسيې د ځمکنۍ بشپړتيا او حاکميت د بې قید او شرطه ځواب ویلو او تضمین لپاره، په دغو پوځي تمرینو کې د غيرستراتيژيکو اټومي وسلو د جنګي واحدونو تجهيزات برخه لري.

د دغو پوځي تمرينونو پروګرام د مې په شپږمه اعلان شوی و او له امله یې لوېديځ د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين په "پرله‌پسې غير مسوولانه چلند" تورن کړی دی.

سپنې ماڼۍ په اسراییل کې د اسوشیتید پریس د وسایلو ضبط د اندېښنې وړ وباله

سپینه ماڼۍ
سپینه ماڼۍ

سپینه ماڼۍ وایي، هغه راپورونه څېړي چې وایي، اسراییل د اسوشیتید پرس خبري آژانس وسایل ضبط کړي دي.

سپینې ماڼۍ دغه اقدام د اندېښنې وړبللی دی.

د سپینۍ ماڼۍ د مطبوعاتي دفتر ویاندې کارین ژان پییر وویل چې سپینه ماڼۍ په دې باور ده چې خبریالان کولای شي او باید دا حق ولري چې خپلې دندې ترسره کړي.

تردې مخکې د اسوشیتید پرس خبري آژانس ویلي وو چې اسراییلي چارواکو د دې آژانس کمره او نور وسایل د اسراییل په جنوب کې ضبط کړي او دا آژانس یې الجزیره ټلویزیون ته د تصاویرو په ورکولو د رسنیو له قانون څخه په سرغړونه تورن کړی دی.

اسراییلي چارواکو له دغه قانون څخه په استفادې د مې په پنځمه د قطرمېشتي الجزیره ټلویزیون دفترونه په اسراییل کې بند کړل او د دې ټلویزیوني شبکې وسایل او تجهیزات یې ضبط کړل.

پاکستاني چارواکي: خلک دې د ګرمۍ له وجې له کورونو نه راوځي

ارشیف
ارشیف

پاکستاني چارواکو نن سه شنبې له خلکو غوښتي چې د ګرمې هوا له کبله له خپلو کورونو ونه وځي.

د ګرمې هوا دې څپې د یخچالونو د ویلي کیدو او د سېلابونو د راوتلو وېره هم ډېره کړې ده.

په همدې حال کې د پاکستان په ګڼ مېشته ایالت پنجاب کې د ۱۸ میلیونه ماشومانو ښوونځي د یوې اونۍ لپاره رخصت شوي دي.

بل پلو، د چارواکو په خبره، د ۱۹۶۱ کال را په دې خوا دا لومړی ځل دی چې په پاکستان کې د ورښتونو کچه د نورو کلونو پرتله دوه برابره کیږي.

په پاکستان کې د تېرې میاشتې د سېلابونو له کبله خلکو ته مالي او ځاني زیان اوښتی وو.

په دې هېواد کې د ۲۰۲۲ کال د اقلیمي بدلون له کبله د سېلابونو راوتو څه باندې ۱۷۳۹ کسان وژلي او ۳۰ میلیارده ډالره يې خلکو ته زیان اړولی دی.

په پاکستان کې د سږ کال تودوخې درجه شپږ درجې د نورو کلونو پرتله لوړه شې چې دا اونۍ به ۴۰ درجې ساتني ګریډ ته ورسیږي.

بایډن: د اسراییلي مشرانو د نیولو په اړه د نړیوالې جزایي محکمې د یوه څارنوال حکم سپکوونکی دی

د امریکا ولسمشر جوبایډن
د امریکا ولسمشر جوبایډن

د امریکا ولسمشر جوبایډن ویلي، د اسراییلي مشرانو د نیولو د امر صادرولو لپاره د جرمونو نړیوالې محکمې د څارنوال کریم خان غوښتنه غندي او دا غوښتنه یې سپکونکې بللې ده.

کریم خان پرون (دوشنبه، ۳۱ ثور) په یوه بیان کې وویل چې دی د جنګي جرمونو له کبله د اسرائیلو د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو، د هغه د دفاع وزیر یواف ګالانت او د حماس د درېو مشرانو د نیولو وړاندیز کوي.

امریکا او اروپايي اتحادیه حماس د یوه تروریستي سازمان په توګه پیژني.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، کریم خان دغه څرګندونې په غزه کې له اووه میاشتنۍ جګړې وروسته په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې کړې دي.

ښاغلي بایډن په یوه بیان کې ویلي چې د اسراییلو او حماس تر منځ هیڅ ډول برابري نشته.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن هم خبرداری ورکړی چې دا اقدام به په غزه کې د اوربند په اړه خبرې اترې زیانمنې کړي.

اسراییلي او فلسطیني چارواکو تر دې مخکې د جنګي جرمونو تورونه رد کړي دي.

د رویټرز د راپور له مخې پر نتانیاهو او ګالنټ د جګړې د یوه اړخ په توګه د ملکي وګړو د وږي ساتلو، هغوی ته د کړاو رسولو او دغه راز د ملکیانو د وژنې تورونه پورې دي.

د حماس درې مشران هم د ورانکارۍ، وژنې، یرغمل نیونې، شکنجې، جنسي تیري او د تاوتریخوالي په نورو بڼو تورن شوي دي.

اوس، د محاکمې دمخه، د قاضیانو یوه هیئت پرېکړه کوي چې ایا شواهد به د دې جوګه وي چې د دغو چارواکو د نیولو امر صادر شي او که نه.

د راتلونکي جون په ۲۸ مه د ایران ولسمشریزې ټاکنې کیږي

ارشیف
ارشیف

د ایران دولتي رسنیو راپور ورکړی چې د دغه هېواد ولسمشریزې ټاکنې به د راتلونکې جون میاشتې په اته ویشتمه ترسره شي.

دا په داسې حال کې ده چې د یکشنبې په ورځ د یوې هلیکوپټرې د غورځېدو په پېښه کې د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي، د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبدالهیان او یوشمېر نور چارواکي مړه شول.

د ازادي راډیو د ایران څانګې راډیو فردا د راپور له مخې، د ولسمشریزو ټاکنو لپاره دغه نیټه پرون د قضایه او مقننې قواوو د چارواکو او د نګهبان شورا په سلا مشورې وټاکل شوه.

د ایران د اساسي قانون له مخې د ولسمشر د مړینې یا استیضاح په صورت کې باید په ۵۰ ورځو کې نوی ولسمشر وټاکل شي.

ReplyReply allForward

Attendee panel closed

د روسیې پوځ بیا پر اوکراین بریدونه کړي

د یوه برید سیمه
د یوه برید سیمه

روسي ځواکونو پرون د اوکراین د خارکیف ښار په ځینو سیمو د بې پیلوټه الوتکو د برید په ګډون پراخې حملې کړي.

خارکیف له کیف وروسته د اوکراین دوهم لوی ښار دی.

خو سیمه ییزو چارواکو ویلي چې اوکرایني ځواکوني لا هم د ووو چانسک د سرحدي ښارګوټي شاوخوا ۶۰ سلنه برخه په واک کې لري.

د سیمه ییزې پوځي ادارې مرستیال رومن سمی نوخا ویلي، چې روسیې خپلې هڅې د ووف چانسک او لیپتسي سیمو پر نیولو متمرکزې کړې دي.

په عین حال کې، امریکا متحده ایالتونو د کییف د ملاتړ ډاډ ورکړی.

واشنګټن پر خپلو نورو متحدینو هم غږ کړی چې د اوکراین د دفاع لپاره د لا زیاتو وسلو ورکولو ته دوام ورکړي.

ایران د ابراهیم رئیسي د هلیکوپټر موندلو لپاره د امریکا مرسته غوښتې وه

ډیزاین شوی تصویر
ډیزاین شوی تصویر

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تایید کړه چې ایران د هیلي کوپترې د لوېدو له پېښې وروسته له واشنګتن د همکارۍ غوښتنه کړې وه.

په هغه پېښه کې د ایران ولسمشر سیدابراهیم رییسي او اوه نور کسان ووژل شول.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وویل چې امریکا بلآخره د لوجیستیکي دلایلو له امله په دغو حادثو کې له تهران سره مرسته ونه کړای شوه.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند متیو میلر خبریالانو ته وویل چې د رئیسي مړینه د ایران په وړاندې د امریکا اساسي دریځ نه بدلوي.

دا نه ده څرګنده چې ایران له امریکا څخه په کومه لار مرسته غوښتې وه ځکه د امریکا او ایران تر منځ هیڅ ډول رسمي دیپلوماتیکې اړیکې نشته.

د اسراییل پوځ په غزه کې د یوه بل اسراییلي برمته مړی موندلی

په غزه کې یو اسراییلی سرتېری د جګړې پر مهال
په غزه کې یو اسراییلی سرتېری د جګړې پر مهال

د اسراییل پوځ اعلان وکړ چې د غزې په تړانګه کې یې د یوه بل اسراییلي برمته مړی موندلی او خپل هېواد ته لېږدولی دی.

دا اسراییلي تبعه د تېر کال د اکټوبر په ۷مه پر اسراییل د حماس د سختدریځې ډلې د حملې په مهال برمته شوی و.

د پوځ ویاند ډانیل هیګاري وویل چې د غزې په تړانګه کې د اسراییلي پوځ او د اسراییلو د داخلي امنیت سازمان په ګډو هدفي عملیاتو کې د رون بنیامین مړی د درېیو نورو یرغمل شویو جسدونو سره یوځای موندل شوی دی.

د هویت د تایید لپاره عدلي طب ته استول شوی دی.

هغه زیاته کړه چې جسد پېژندل شوی او پوځ په دې اړه د رون بنیامین کورنۍ ته خبر ورکړی دی.

د "جولین اسانج" په محاکمه کې هغه ته د بیان د آزادۍ حق ورکول کېږي

 جولین اسانج
جولین اسانج

د بریتانیا سترې محکمې د جولین اسانج دا استدلال منلی چې په متحده ایالاتو کې د محاکمې په صورت کې به هغه د بیان د آزادۍ له حق څخه برخمن نه وي، او د ویکي لیکس بنسټ ایښودونکي ته یې اجازه ورکړه چې متحده ایالاتو ته د هغه د سپارلو د حکم لپاره د استېناف غوښتنه وکړي.

د سترې محکمې دوو قاضیانو په خپل حکم کې، چې نن د دوشنبې ورځ، د مې ۲۰مه اعلان شو، وویل چې اسانج د استیناف حق لري چې خپل دلیل وړاندې کړي چې په متحده ایالاتو کې د اسټرالیا د تبعه په توګه ورسره تبعیض کېږي.

له محاکمې سره هممهاله د جولین اسانج په سلګونو مینه وال د محکمې د ودانۍ مخته راټول شوي وو.

د محاکمې اصلي موضوع دا وه چې ایا د بریتانیا د سترې محکمې قاضیان له دې درکه پوره رضایت لري او که نه چې اسانج به د بیان د ازادۍ د حق په اړه د امریکا د اساسي قانون د لومړۍ مادې له حقه برخمن شي.

د اسراییل د صدراعظم، دفاع وزیر او حماس د درېیو مشرانو د نیونې حکمونه صادر شوي

د اسراییل صدراعظم بنیامین نتنیاهو
د اسراییل صدراعظم بنیامین نتنیاهو

د نړیوالې جزايي محکمې څارنوال کریم خان نن دوشنبې وویل چې ده د جنګي جنایتونو د تورونو په خاطر د اسراییل د صدراعظم بنیامین نتنیاهو، دفاع وزیر یواف ګالانت او د حماس د درېیو مشرانو د نیونې حکمونه صادر کړي دي.

امریکا او اروپايي اتحادیه حماس تروریستي ډله ګڼي.

کریم خان همداراز د حماس د یوه مشر یحیي ابراهیم سنوار، د دې ډلې د پوځي څانګې قوماندان محمد المصري او د سیاسي دفتر د ريیس اسماعیل هنیه د نیولو حکمونه صادر کړي دي.

اوس به تر محاکمې مخکې د قاضیانو یو پلاوی دا تشخیصوي چې ایا شواهد د دوی د نیولو کېدو سبب کېږي او که‌نه.

اسراییلي او فلسطیني چارواکو تر دې مخکې د جنګي جنایتونو په اړه تورونه رد کړي دي.

د رویترز د راپور له مخې، د جرمونو نړیواله محکمه ۱۲۴ کسیزه محکمه د نیولو امر نه لري او امریکا او اسراییل له اوږدې مودې راهیسې د غزې د جګړې په اړه له تحقیقاتو سره مخالفت کوي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG