د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۶

فوټسال؛ د اسیا جام لپاره د افغانستان ملي لوبډله اعلان شوه


د اعلان شوې لوبډلې بینر
د اعلان شوې لوبډلې بینر

د افغانستان د فوټبال فدراسیون له لوري د اسیا ملتونو جام سیالیو لپاره د فوټسال ملي لوبډلې نوملړ په ډاګه شو.

یاد فدراسیون د سې شنبې په ورځ په خپلو ټولنیزو پاڼو دغه ۱۴ـ کسیزه لوبډله اعلان کړې ده.

په اعلان شوې لوبډله کې محمدجواد صفري، علي رضا جعفري، علي احمد محسني، مهدي نوروزي، علي جعفري، میثم فیضي، رضا محسن پور، مهران غلامي، امید قنبري، اکبر کاظمي، محمد مرادي، فرزاد محمودي، حسن محمدي او صیاد مجتبی شامل شوي دي.

فوټبال فدراسیون وايي، په اسیا جام کې به ایرانی مجید مرتضی ابرودي د فوټسال ملي لوبډلې د مشر روزونکي دنده مخته وړي.

د فوټسال اسیايي سیالۍ به د تایلینډ په هېواد کې د روانې اپریل میاشتې په ۱۷مه نېټه پيل او د همدې میاشتې تر ۲۸مې نیټې دوام وکړي.

افغانستان چې په (D) ګروپ کې له ایران، کوېټ او بحرین سره یوځای دی، خپله لومړۍ سیالۍ به د اپريل په ۱۸مه نېټه له ایران سره ترسره کوي.

XS
SM
MD
LG