د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۲ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۳

د یوه نوي راپور موندنې؛ افغان سوداګرې ښځې ګڼو ننګونو سره مخامخ دي


ارشیف
ارشیف

د ملګرو ملتونو پراخیتایي پروګرام ، UNDP وایي، د سوداګرو ښځو کاروبار د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان کې د ښځو لپاره یوکاري فرصت برابرکړی خو هغوی له ډیرو ستونزو سره مخ دي.

د پانګې او بازارونو نشتوالی د دغو سوداګرو ښځو له مهمو ستونزو ګڼل کیږي.

د ملګرو ملتونو پراختیایي ادارې په هغه نوي راپورکې چې پرون چهارشنبې یې خپورکړی ویلي چې د ۳۱۰۰ سوداګرو ښځو چې په ترسره شوې سروې کې یې برخه اخیستې، ۴۱ سلنه یې ویلي چې د خپل کاروبار لپاره یې پیسې پور کړي دي.

د دوی یوازې پنځه سلنه یې بریالۍ شوي چې له بانکونو یا د کوچینیو پورونو له موسسو کریډیټ ترلاسه کړي، خو نورې اړې شوې چې د خپلو سوداګریزو چارو د ودې لپاره د خپلې کورنۍ له غړیو او دوستانو پیسې پور کړي.

یوه بله ستونزه چې د دې سروې اویا سلنه ګډونوالو راپورته کړې، د ښځو پر فعالیت د طالبانو له خوا لګول شوي محدودیتونه بلل شوي.

ډېرو ښځو ویلي چې له محرم پرته بازارونو ته سفر کولای نشي.

هرات کې یو شمېر سوداګرې مېرمنې - ارشیف
هرات کې یو شمېر سوداګرې مېرمنې - ارشیف

خالده سروري چې په کابل کې سوداګري مخ ته وړي، بېګا ناوخته ازادي راډیو ته په یوه رالیږلي پیغام کې وویل چې په افغانستان کې د خلکو د پېر وړتیا ډېره کمه شوې او بازارونه هم ساړه دي.

" یوه عمده ستونزه چې په افغانستان کې د سوداګرو ښځو په وړاندې موجوده ده، هغه د کافي بازار نشتوالی دی. ځکه واردات او صادرات په آسانۍ نه ترسره کیږي او یوه بله مهمه ستونزه داده چې زموږ خلک ډېر بې وزلي دي او پیراو پلور په ښه بڼه نه ترسره کیږي. کافي بازار نشته او زموږ خلک د نویو محصولاتو د پېرلو توان نه لري."

طالبانو تراوسه سوداګرې ښځې له کاروباره نه دي راګرځولي،خو د سینګارځایونو بندیدل یې چې په زرګونو ښځو ته یې کاري فرصتونه برابرکړي و، پردوی یولوی ګوزارو. ښځې همدارنګه په نادولتي موسسو او ځینو دولتي ادارو کې هم له کارکولو منع شوي دي.

د رویترز خبري آژانس د راپورله مخې، په اوس وخت کې په افغانستان کې اکثره ښځې په غالۍ اوبدلو، لاسي صنایعو، وچې میوې او د زعفرانو د تولید په برخو کې په کارونو بوختې دي.

ملګرو ملتونو مخکې سوداګرو ښځو ته تشویقي پورونه ورکول
ملګرو ملتونو مخکې سوداګرو ښځو ته تشویقي پورونه ورکول

په افغانستان کې د UNDP استازي سټیفن رودریکز په یوه بیان کې ویلي چې په افغانستان کې ښځي له ډېرې مودې راهیسې د خپلو کورنیو د سوکالۍ یوځواک ګڼل کیږي او د کلیوالي اقتصاد په ساتلو کې یې مهمه ونډه ترسره کړې ده.

د هغه په خبره، افغان مېرمنې د نړیوالو ملاتړ ته اړتیا لري او د افغانستان راتلونکې په هغو پورې تړلې ده.

په هرات کې د سوداګرۍ او صنایعو د خونې غړې صدیقه صادقیار دې آژانس ته ویلي چې د سوداګرو ښځو په وړاندې لویې ستونزې، د سرچینو او مالي ملاتړ نشتوالی دی.

د هغې په باور، که چیرې سازمانونه د سوداګرو ښځو، په تېره په مالي برخه کې د هغوی ملاتړ وکړي، دوی کولای شي چې د ښځو لپاره ډېر کاري فرصتونه رامنځته او ان خپل محصولات بهرته هم صادر کړي.

XS
SM
MD
LG