د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۲ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۶

له تهرانه د بې اسناده افغان کډوالو د ایستلو بهیر درې برابره ډېر شوی


ارشيف: په ايران کې افغان کډوال
ارشيف: په ايران کې افغان کډوال

د تهران د وګړو او کډوالو د چارو د عمومي ادارې ريیس احسان حیدري وايي، له دغه ښاره د غیرقانوني افغان کډوالو د لېږلو بهير درې برابره شوی دی.

د ايران يو چارواکى وايي، د نوروز یا د نوي کال په لومړیو ورځو کې د ايران له پارکونو څخه څه باندې اته زره غیرقانوني افغان کډوال نیول شوي دي.

د ایران د ځوانو خبريالانو خبري آژانس د تهران د کډوالو او وګړو د چارو د عمومي ادارې د مشر احسان حیدري په حواله خبر ورکړی چې له دغه ښاره د غیرقانوني افغان کډوالو لېږل درې برابره زیات شوی دی.

حیدري زیاته کړې چې دغه کډوال افغانستان ته د لېږلو په نيت پنډغالو ته لېږدول شوي او د ده په ټکو په تهران کې تر وروستي غیرقانوني افغان کډوال پورې به د کډوالو راټولولو لړۍ ته دوام ورکړي.

د تهران ښار د وګړو او کډوالو د چارو د عمومي ادارې مشر همدغه شان ویلي چې د ۱۴۰۲ کال په لومړيو کې یې دوی څه دپاسه اوه زره افغان کډوال له تفریحي پارکونو نیولي او افغانستان ته لېږل شوي دي.

د ایران حکومت په دې وروستیو کې د افغان کډوالو د نیولو او شړلو لړۍ چټکه کړې ده.

خو هغه افغان کډوال چې په دې وروستیو کې د ایراني پولیسو له خوا نیول شوي او بېرته افغانستان ته ستانه شوي، د ايراني پوليسو له ناوړه چلند څخه شکایت کوي او په تهران کې مېشت افغان کډوال وايي چې د پولیسو له وېرې له خپلو کورونو نه شي وتلای.

يو افغان کډوال تازه له ايران څخه بېرته افغانستان ته لېږل شوى دی.

هغه چې د موضوع د حساسيت له امله نه غواړي نوم يې واخيستل شي، وايي چې شاوخوا يوه مياشت وړاندې د ايراني پوليسو له‌خوا له خپل کار ځاى څخه نيول شوى او افغانستان ته شړل شوى دی.

ده ازادي راډيو ته وویل چې د پولیسو له‌خوا ورسره ناوړه چلند شوی دی.

نوموړي زیاته کړه: "هغوی زه له یوه بل هلک سره چې هغه هم افغان و له کاره وشړلو، کمپ ته یې بوتلو، کمپ ډېر مردار او ناپاکه و، مناسب خوراک نه و، په بېلابېلو بهانو يې پیسې اخیستې، بيا يې د افغانستان پر پوله مشهد ته راوستو او ساتلو يې او ډېر یې ځورولو."

سونیا له خپل مېړه او پنځو ماشومانو سره په تهران کې ګډ ژوند کوي.

هغې ازادي راډيو ته وويل، د دې لپاره چې خاوند يې ونه نيول شي او افغانستان ته د لېږلو له ګواښ سره مخ نه‌شي د کور ټول لګښتونه يې پر غاړه اخيستي او کار کوي.

نوموړې وايي: "دلته ژوند ډېر ستونزمن شوی، نارینه کار ته نه شي تللای، دوی هميشه په کور کې وي. زه خپله يو ځاى خياطي کوم، د میاشتې په پای کې چې کله معاش اخلم د کور کرايه پوره کېږي نورو شيانو ته نه پاتې کېږي. نه شو کولى دلته خپل ژوند روان کړو."

دا په داسې حال کې ده چې د روانې اوونۍ د يکشنبې ورځې راهيسې د ايران درېیو ښارونو ګناوه، دیلم او عسلویه بوشهر ښارونو ته د غیرقانوني کډوالو ننوتل د دغه ښار د بهرنیو وګړو او کډوالو د ادارې له خوا منع شوي دي.

د ایران حکومت له دې وړاندې هم له دغه هېواده د څه باندې پنځه میلیونه غیرقانوني افغان کډوالو د ایستلو پلان وړاندې کړی او د راپورونو له مخې هره ورځ د ښځو او ماشومانو په ګډون زرګونه کسان له دغه هېواده ایستل کېږي.

همهاله د پاکستان حکومت هم په ټول هېواد کې د بى اسناده افغان کډوالو د ایستلو لړۍ پیل کړې ده.

د تېر کال په نومبر میاشت کې له پاکستانه د بى اسناده افغان کډوالو د اجباري اخراج د لړۍ په پايله کې له دغه هېواده څه باندې ۵۲۰ زره کډوال ایستل شوي.

یو شمېر افغان کډوال له کلونو راهیسې په ايران او پاکستان هېوادونو کې ژوند کوي، خو یو شمېر نور بيا د طالبانو له واکمنۍ وروسته د امنیتي ستونزو او بېکارۍ له امله له افغانستانه وتلي او اوس د دوی په وینا بېرته ستنېدل به یې هېواد ته ژوند له ګواښ سره مخ کړي.

XS
SM
MD
LG