د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۸

کیف سره د امریکا تازه مرسته او ترې د اوکراین او اروپایي متحدینو تود هرکلی


اوکرایني ځواکونه - ارشیف
اوکرایني ځواکونه - ارشیف

اوکراین او اروپايي متحدانو یې د امریکا د متحدو ایالتونو د استازو جرګې له خوا د اوکراین لپاره د ۶۱ ملیارد ډالرو په ارزښت د مرستو د نوې بستې د تصویب هرکلی وکړ.

د اوکراین لپاره د څه کم ۶۱ ملیارد ډالرو په ارزښت د مرستو په دې لایحه او اکمالاتو کې مهمات او هوايي مدافع هم شامله ده.

دا د ۹۵ ملیارد ډالرو په ارزښت د مالي مرستې د هغې لایحې برخه ده چې د اوکراین، تر څنګ د اسرائیل او د امریکا د متحدو ایالتونو د نورو متحدانو لپاره په پام کې نیول شوې ده.

په دغو متحدانو کې ټایوان هم شامل دی چې د چین له بالقوه خطرونو سره مخامخ دی.

پرون په یوه بېسارې رایه اچونه کې د مرستو دغې بستې ته ډیموکراتانو او منځلارو جمهوریپالو د تایید رایه ورکړه.

د اوکراین لپاره د مرستو دغه لایحه کانګرس ته تر معرفي کېدو شپږ میاشتې وروسته په استازو جرګه کې په ۳۱۱ موافقو او ۱۱۲ مخالفو رایو تصویب شوه، دغې لایحې ته جمهوریپالو ۱۰۱ موافقې او ۱۱۲ مخالفې رایې ورکړې.

منتقدان وايي، د مرستو د دې لایحې په تصویب کې ځنډ د دې سبب شو چې روسیه پر اوکراین په خپل نږدې ۲۶ میاشتني یرغل کې نور ارزښتمن تحرک هم راولي.

په مشرانو جرګه کې د اکثریت مشر چک شومر وویل، مشرانو جرګه به د مرستو دغې لایحې ته د سې شنبې په ورځ خپله لومړۍ رایه اچونه وکړي.

د اوکراین ولسمشر ولودمیر زلینسکي
د اوکراین ولسمشر ولودمیر زلینسکي

د نړۍ د ګڼو رهبرانو تر څنګ د اوکراین ولسمشر ولودمیر زلینسکي په خپله ایکس شبکه (پخواني ټویټر) کې لیکلي چې د امریکا دا اقدام به د زرګونو کسانو د ژغورنې سبب شي.

د روسیې حکومت هم په دې باب عکس العمل ښوولی او کرملین ویلي د امریکا اقدام به د اوکراین د رژیم له کبله په اوکراین کې د نورو مړینو سبب شي.

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر جو بایډن ژمنه کړې چې د امریکا د مشرانو جرګې له تصویب وروسته به د مرستو دغه لایحه سم د لاسه توشیح کړي.

په همدې حال کې د امریکا دفاع وزارت یا پنټاګون ویلي چې اوکراین ته د مرستو رسول ښايي په چټکۍ پیل شي.

د مالي مرستو په دې لایحه کې د اسرائیل د ملاتړ لپاره هم ۲۶ اعشاریه ۳۸ ملیارد ډالره پام کې نیول شوي او له دې جملې څه باندې ۹ ملیارده ډالره په غزه کې د بشري مرستو لپاره ځانګړي شوي دي.

بلخوا په سیمه کې د چین د نفوذ د مخنیوي لپاره ۸ ملیارد ډالره اختصاص شوي او دغو پیسو ۲ ملیارده یې د تایوان او نورو کلیدي متحدانو د بهرني پوځي تمویل لپاره په پام کې نیول شوي دي.

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ
د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ پرون د مرستو د دې لایحې د تصویب هرکلی وکړ او ویلي یې دي چې اوکراین به له هغو وسلو چې د ناټو د متحدانو له خوا ورته ورکول کېږي، په استفاده د روسیې جنګي ظرفیتونه ختم کړي.

د پولنډ صدراعظم ډونالډ ټُسک چې د خپل ګاونډي اوکراین لپاره د پوځي او نورو مرستو ملاتړی دی ویلي، هیله من دی چې دا د اوکراین لپاره ډېر ناوخته نه وي.

د اروپايي شورا مشر شارل میشل ویلي، د امریکا د استازو جرګې دا رایه اچونه کرملین ته یو څرګند پیغام رسوي.

د ده په وینا هغه کسان چې پر ازادۍ او د ملګرو ملتونو پر منشور باور لري، د اوکراین او د اوکراین د وګړو ملاتړ ته دوام ورکوي.

XS
SM
MD
LG