د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۳

افغانستان

د ملي مقاومت جبهې ادعا؛ کابل او هرات کې مو ۴ طالبان وژلي

د ملي مقاومت جبهې یو شمېر غړي - ارشیف
د ملي مقاومت جبهې یو شمېر غړي - ارشیف

د طالبانو مخالفه وسلواله ډله، د افغانستان د مقاومت ملي جبهه ادعا کوي چې په کابل او هرات کې یې څلور طالبان وژلي دي.

دغې جبهې په یوه خبرپاڼه کې ادعا کړې چې تېر ماښام یې د کابل د چهاردهي سیمې پر سړک پر دوو موټرسایکلو سپرو طالبانو حمله کړې او دواړه یې وژلي دي.

دغې جبهې په جلا خبرپاڼه کې ویلي چې په بله حمله کې یې پرون سهار په هرات کې د کډوالو چارو ریاست مخې ته د طالبانو د سرحدي لوا دوه پوځیان وژلي دي.

طالبانو په دې باب څه نه دي ویلي، خو دغه ادعاګانې د خپلواکو سرچینو له هم تایید شوې نه دي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

ملګري ملتونه او د اسلامي همکارۍ سازمان: د افغان سېلاب ځپلو بېړنی ملاتړ دې وشي

افغان سېلاب ځپلي
افغان سېلاب ځپلي

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري چارو ځانګړی همغږی کوونکی انډریکا راټواټ د وروستیو سېلابونو وروسته؛ د افغانانو په بېړني ملاتړ ټینګار کړی دی.

هغه پرون ناوخته په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، افغانستان د اقلیمي بدلون له امله د لسو اغېزمنو هېوادونو په کتار کې ولاړ دی.

ښاغلي راټواټ زیاته کړې، اقلیمي ټکانونه اغېزمنې ټولنې له‌منځه وړي او د اقلیمي بدلون سره د ځان برابرونې لپاره د افغانانو بېړنی ملاتړ مهم دی.

په همدې حال کې د اسلامي همکارۍ سازمان د افغانستان له سېلاب ځپلو سره د بېړنیو مرستو د راټولولو غوښتنه او غږ کړی.

دې سازمان تېره شپه ناوخته یوه اعلامیه کې له خپلو ټولو غړو هېوادونو، د نړۍ له نورو هېوادونو او مرستندویه سازمانونو غوښتي چې له سېلاب ځپلو افغانانو سره ژر تر ژره ژوند ژغورونکي مرستې وکړي.

سیف د چلډرن: د بغلان د ۶۰۰ زرو سېلاب ځپلو تر نیمایي زیات ماشومان دي

بغلان کې یو شمېر سېلاب ځپلي ماشومان
بغلان کې یو شمېر سېلاب ځپلي ماشومان

د ماشومانو د خوندیتوب اداره وايي، په بغلان کې د وروستیو سېلابونو له امله ۶۰۰ زره کسان اغېزمن شوي چې له دې شمېر ۳لکه ۱۰ زره ماشومان دي.

دې ادارې پرون ناوخته یوه خبرپاڼه کې په افغانستان د "Save the children" د مشر ارشاد ملک له قوله لیکلي: "د سېلابونو له امله کلي او کورونه ویجاړ شوي، ماشومانو هر څه له لاسه ورکړي او ژوند یو مخ له‌منځه تللی."

د ماشومانو د خوندیتوب ادارې افغانستان په نړۍ کې یو له هغو هېوادونو بللی چې د اقلیمي بدلون له امله ډېر اغېزمن شوی، خو ورسره د مقابلې لپاره تر ټولو لږ چمتووالي لري.

سیف د چلډرن په نړیوالې ټولنې غږ کړی چې باید په افغانستان کې د اقلیمي بدلون د کړکېچ د سمدستي او اوږدمهاله اغېزو د له‌منځه‌وړو لپاره لپاره لا ډېرې مرستې متمرکزې کړي.

افغانستان په نړۍ کې یو له هغو هېوادونو څخه دی چې د اقلیم له پلوه ډېر اغېزمن شوي خو د اقلیم له کړکېچ سره د مقابلې لپاره تر ټولو لږ چمتووالی لري.

ملګري ملتونه: طالب چارواکو سره سېلاب ځپلو ته د بېړنیو مرستو پر همغږي کولو بوخت یوو

افغان سېلاب ځپلي
افغان سېلاب ځپلي

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوتریش په افغانستان کې د سېلابونو له امله په اوښتې مرګ‌ژوبلې خواشیني او سېلاب ځپلو سره همدردي ښودلې ده.

د هغه ویاند سټېفن دوجاریک د ښاغلي ګوتریش له قوله خپره کړې اعلامیه کې لیکلي، ملګري ملتونه او په افغانستان کې د دوی شریکان له طالب چارواکو سره سېلاب ځپلو ته د بېړنیو مرستو د رسولو په برخه کې په همغږۍ بوخت دي.

ښاغلي ګوتریش د قربانیانو کورنیو ته تسلیت ویلی او د ټپیانو د بېړنۍ روغتیا هیله یې کړې.

په افغانستان کې وروستیو سېلابونو سلګونه کسان مړه کړي او سلګونه نور ټپیان دي.

د یو شمېر کسانو د ورکېدو خبرونه هم ورکړل شوي دي.

نیمروز کې څه باندې ۱۰۰ کیلو ګرامه تریاک نیول شوي او له منځه وړل شوي

ارشیف
ارشیف

په نيمروز ولايت کې څه دپاسه سل کيلوګرامه ترياک کشف او هم څه باندې ٢٣٠٠ کيلوګرامه اومان له منځه یوړل شول.

اومان یو غرنی بوټی دی چې د راپورونو په اساس د مخدره موادو په جوړولو کې ترې کار اخیستل کېږي.

باختر اژانس د نيمروز ولايت دامنيې قوماندانۍ دپوليسو يو مسوول عبدالواسع په حواله وايي چې دوه تنه يې هم د ١٠٨ کيلوګرامو تریاکو د قاچاق په تور نيولي دي.

طالب چارواکو همداراز ویلي چې د فراه ولایت په پرچمن ولسوالۍ کې ۱۰۹ جریبه تریاک اړول شوي او ۲۳۰۰ کیلوګرامه اومان له منځه وړل شوي.

طالبان په داسې حال کې د افغانستان په لوېدیځ کې د نشه يي توکو د کشف او له منځه وړلو خبره کوي چې د ایران د مخدره موادو پر ضد د مبارزې چارواکو په دې وروستیو کې ادعا کړې چې په افغانستان کې د مخدره موادو د تولید په حجم کې کوم بدلون نه دی راغلی.

کابل نن د یوه ملي او نړیوال صنعتي نندارتون کوربه دی

څه موده مخکې کابل کې د افغانستان - قزاقستان ګډ صنعتي نندارتون ترسره شو
څه موده مخکې کابل کې د افغانستان - قزاقستان ګډ صنعتي نندارتون ترسره شو

د صنعت اونۍ په مناسبت نن (یکشنبه د مې ۱۲مه) په کابل کې یو ملي او نړیوال نندارتون جوړېږي.

د طالبانو د حکومت د صنایعو او سوداګرۍ وزارت پرون (مۍ ۱۱) په یوه خبرپاڼه کې وویل چې دغه نندارتون به د طالبانو د حکومت د لوړ پوړو چارواکو، سوداګرو او پانګوالو په حضور کې پرانیستل شي.

اعلامیې نه دي ویلي چې په دغه نندارتون کې کوم هېوادونه ګډون کوي او ایا افغان سوداګرې مېرمنې هم په دغه نندارتون کې د ګډون اجازه لري او که نه؟

وروسته له هغه چې طالبانو د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې پر افغانستان واک تر لاسه کړ، یو شمېر سوداګرو ښځو په پرله پسې ډول د دوی پر فعالیتونو او په نندارتونونو کې د ګډون د محدودیت په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

جاپان افغان زده کړیالو ته د ماسټرۍ او دوکتورا بورسونه اعلان کړي

د جاپان بیرغ
د جاپان بیرغ

په کابل کې د جاپان سفارت د افغانانو لپاره د ماسټرۍ او دوکتورا د بورسونه اعلان کړي دي.

سفارت د شنبې په ورځ (مې ۱۱) په یوه خبرپاڼه کې ویلي دغه بورسونه د هغو افغانانو لپاره دي چې عمرونه یې تر ۳۵ کلونو کم وي او په ۲۰۲۵ کال کې په جاپان کې د زده کړو لېوالتیا ولري.

د اعلان له مخې، کومو کسانو ته چې د دې بورسیو له لارې جاپان ته استول کېږي د میاشتې ۱۴۰زره ینه یا ۱۰۰۰ ډالره ورکول کېږي.

د جاپان سفارت دا هم ویلي چې دا پروسه به د "آغا خان" بنسټ په همکارۍ ترسره شي او وروستۍ پایلې به یې د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ په میاشت کې اعلان شي.

راشد خان د بغلان سېلاب ځپلو ته د مرستې کمپاین پیل کړی

د افغانستان د کرکټ ملی لوبډلې مشهور لوبغاړی راشدخان
د افغانستان د کرکټ ملی لوبډلې مشهور لوبغاړی راشدخان

د افغانستان د کرکټ ملي لوبغاړي راشدخان ویلي په بغلان او نورو ولایتونو کې د سېلاب ځپلو د لاسنیوي لپاره د مرستو د راټولولو کمپاین پيلوي.

راشدخان په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې په وروستیو سېلونو کې خلکو ته په اوښتيو زیانونو خواشینی دی او هر څه یې چې په وس پوره وي د زیانمنو د مرستې لپاره یې ترسره کوي.

راشدخان تر دې مخکې هم د طبیعي پېښو له زیانمنو په تېره بیا د هرات او پکتیکا له زلزه ځپلو سره د کمپاینونو له لارې مرستې کړي.

تر راشدخان مخکې یوه افغان سوداګر میرویس عزیزي هم ژمنه کړې چې سېلاب ځپلو خلکو ته یې ۵۰ میلیونه افغانۍ مرسته ځانګړې کړې ده.

سوداګر او د پېښور زلمي کرکټ لوبډلې مالک جاوید افریدي هم له سېلاب ځپلو افغانانو سره د لسو میلیونو پاکستاني روپیو مرسته اعلان کړې.

په بغلان او څو نورو ولایتونو کې وروستیو سېلابونو سلګونه کسان مړه او ټپیان کړي او زرګونه کورونه یې تخریب کړي.

زابل کې ماین چاودنې یو ماشوم وژلی او ۵ نور ټپیان کړي

د افغانستان په نقشه کې زابل ولایت
د افغانستان په نقشه کې زابل ولایت

په زابل ولایت کې د طالبانو سیمه ایز چارواکي وايي، په شهر صفا ولسوالۍ کې د یوې زړې مرمۍ چاودنې یو ماشوم وژلی او پنځه نور یې ټپیان کړي دي.

د زابل ولایت امنیه قوماندانۍ پرون( د غويي۲۱مه) په یوه بیان کې دا خبر ورکړ خو په بیان کې د دې پېښې دقیق ځای او وخت نه دی ښودل شوی. بیان زیاتوي چې په پېښه کې ټپي شوي ماشومان روغتون ته لېږدل شوي دي.

ملګروملتونو په تېره وري میاشت کې په یوه راپور کې وویل چې په تېرو دوو کلونو کې په افغانستان کې د ماینونو او ناچاودو مهماتو د چاودنو په پېښو کې تر ۱۴۰۰ پورې کسان مړه او ټپیان شوي دي.

د ملګرو ملتونو د دې راپور له مخې د ماینونو د چاودنو په سلو کې ۸۶ ماشومان دي.

د افغانستان ۲۲ ولایتونو کې د تېز باران، تالندې برېښنا، بادونو او سېلابونو اټکل شوی

ارشیف
ارشیف

د افغانستان د هواپېژندنې ادارې، نن او سبا شنبه د افغانستان په ۲۲ ولایتونو کې د تېز باران، تالندې برېښنا، نسبتاً تېزو بادونو او سېلابونو اټکل کړی دی.

دغې ادارې پرون په یوه اطلاعیه کې لیکلي چې د سالنګونو په ګډون په بدخشان، تخار، کندوز، بلخ، جوزجان، سرپل، فاریاب، سمنګان، بغلان، پنجشېر، نورستان، کونړ، لغمان، ننګرهار، پروان، کاپیسا، کابل، میدان وردګ، لوګر، پکتیا، خوست او بامیان کې له ۱۵ څخه تر ۴۵ ملي مترو پورې د اورښتونو اټکل شوی دی.

په وروستیو اوونیو کې د افغانستان په ګڼو ولایتونو کې اورښتونو او سېلابونو خلکو ته د سر او مال زیانونه اړولي دي.

د خوړو نړیوال پروګرام: شاوخوا ۳ میلیونه افغان ماشومان خوارځواکۍ ځپلي چې د یوه میلیون ملاتړ یې کولی شوو

یو شمېر خوارځواکۍ ځپلي افغان ماشومان
یو شمېر خوارځواکۍ ځپلي افغان ماشومان

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام وايي،دوی په افغانستان کې په خوارځواکۍ د هرو درېیو اخته ماشومانو له ډلې یوازې د یوه ملاتړ کولی شي.

دغې ادارې نن په خپله ایکس شبکه کې لیکلي چې د بودیجې د کموالي تر ټولو دروند بار د ماشومانو پر اوږو راځي.

د خوړو نړیوال پروګرام ویلي، دا مهال په افغانستان کې شاو خوا ۳ میلیونه ماشومان په خوارځواکۍ اخته دي.

ګومان کېږي چې واقعي شمېر ښايي تر دې زیات وي.

ملګرو ملتونو ویلي، دا مهال په افغانستان کې په هرو سلو کسانو کې ۴۷ یې د بقا لپاره بشري مرستو ته اړ دي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG