د افغانستان او سریلانکا د الف لوبډلو ترمنځ د ۵ یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ نن پيل شوې ده.
یاده سیالي چې د سریلانکا په همبنټوټا ښار کې روانه ده، افغان لوبډلې یې پچه ګټلې وه او توپ اچونه یې غوره کړې وه.
سریلانکا د ۸ لوبغاړو تر سوځېدو ورسته ۳۰۴ منډې کړې دي.
د یادې لوبډلې په توپوهونکو کې نواندیو فیرنینډو ۸۳ او نشان مدوشکا ۷۲ مندې کړې دي.
په افغان توپ اچونکو کې بیا بلال سمیع ۴، محمدسلیم ۳ او قیس احمد یوه وېکټ اخستې ده.
په څو شېبو کې به افغان لوری خپله توپ وهنه پیل کړي.
د ویلو ده چې دواړه لوبډلې به تر ۵ یو ورځنیو سیالیو وروسته یوه څلور ورځنۍ لوبه هم ترسره کړي.