د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۳

فوټسال؛ د افغانستان ملي لوبډلې نړیوال جام ته لار پیدا کړه


افغان فوټسال لوبغاړي
افغان فوټسال لوبغاړي

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې د نړیوال جام د لارموندنې په وروستۍ سیالۍ کې خپل سرسخت سیال قرغزستان ته ماتې ورکړه او نړیوال جام ته یې لار پیدا کړه.

یاده سیالي نن یکشنبه په تایلینډ هېواد کې ترسره شوه.

د دې سیالۍ په لومړۍ نیمايي کې افغانستان یو ګول وهلی و، خو قرغزستان په ګول وهلو نه و بریالی شوی.

د لوبې دویمه نیمايي د افغان لوبډلې لپاره په تاریخ بدله شوه او ۴ نور ګولونه یې ووهل. په دې سره د لوبې تر پایه دغه سیالي ۵ـ۳ د افغانستان په بري سره تمامه شوه.

دا لومړی ځل دی چې افغانستان د فوټسال ملي نړیوال جام ته لار پیدا کوي.

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې په اسیايي سیالیو کې تر کواټرفاینله پورې مزل کړی و، خو له تاجکستان یې ماتې خوړلې وه.

د نړیوال جام د لارموندنې په پړاو کې افغانستان دوه سیالۍ ترسره کړې چې په لومړۍ لوبه کې یې عراق او په وروستۍ لوبه کې یې قرغزستان ته ماتې ورکړه.

په پام کې ده چې د فوټسال نړیوال جام د روان کال د سپټمبر میاشتې په ۲۴مه نېټه د ۲۴ غوره نړیوالو لوبډلو په ګډون په ازبکستان هېواد کې پیل شي.

XS
SM
MD
LG