د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۴

نړۍ

ارمنستان: د یوه بس چپه کېدو لږ ترلږه ۵ تنه مړه کړي

د پېښې سیمه
د پېښې سیمه

د ارمنستان د کورنیو چارو وزارت وايي، پرون (شنبې) د دغه هېواد په جنوب کې د یوه بس د چپه کېدو له کبله لږترلږه ۵ تنه مړه شول.

د ارمنستان رسنیو د خپل هېواد د کورنیو چارو وزارت د خبرپاڼې پر اساس وویل چې بس له ایروان څخه ایران ته روان و چې د سونیک سیمې د ختان کلي په یوه دره کې ولوېد.

په دې پېښه کې مړه شوي کسان، ایرانیان وو.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

انقرې ته د یونان د صدراعظم سفر؛ دا د دواړو لوریو ترمنځ د تودو اړیکو تازه نښه بلل کېږي

د یونان صدراعظم کیریاکوس میڅوتاکیس
د یونان صدراعظم کیریاکوس میڅوتاکیس

ټاکل شوې نن دوشنبه د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په انقره کې د یونان د صدراعظم کیریاکوس میڅوتاکیس هرکلی وکړي.

دا د ناټو د دوو ګاونډیو غړو هېوادونو ترمنځ د څو لسیزو تر اختلافاتو وروسته د تودو اړیکو تازه نښه ګڼل کېږي.

دا سفر داسې وخت کېږي چې له لسیزو راهیسې د دواړو هېوادونو ترمنځ کړکېچ روان دی او کله کله په لنډمهاله پخلاینو سره ختم شوی دی.

د ترکیې ولسمشر په تېره ډسمبر میاشت کې یونان ته سفر وکړ او انقرې ته د یونان د صدارعظم نننی سفر د دواړو هېوادونو په اړیکو کې د نوي فصل څرګندويي کوي.

اردوغان د یونان له یوې ورځپاڼې سره په هغه مرکه کې چې پرون خپره شوه ویلي، د دوی خبرې به د دواړو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د پرتو ستونزو پر حل متمرکزې وي.

یونان او ترکیه په خپلو کې د ځینو ټاپوګانو او د اوبو د مالکیت پر سر دعوه لري، اوس غواړي پر تجارت او انرژۍ تمرکز وکړي.

برلین کې د فلسطینیانو په پلوي لاریونونه؛ څلور پولیس ټپیان شوي

د جرمني په پلازمېنه برلین کې د فلسطینیانو په پلوي د مظاهرو یوه څنډه
د جرمني په پلازمېنه برلین کې د فلسطینیانو په پلوي د مظاهرو یوه څنډه

د جرمني په پلازمېنه برلین کې پرون او وړمه ورځ د فلسطینیانو په پلوي په رابلل شویو مظاهرو کې څلور پولیس ټپیان شوي دي.

د جرمني د پولیسو ویاندې پرون یکشنبه ویلي، د شنبې ورځې مظاهرې پر مهال د ۴۹ پولیس افسرانو د عمل د ازادۍ مخه نیول شوې ده.

د هغې په وینا، د مظاهره چیانو خلاف ۳۹ جنايي دوسیې پرانیستل شوي دي.

د برلین په نیوکلن او کریوزبرګ کې شا و خوا ۱۵۰۰ کسانو د فلسطینیانو په ملاتړ مظاهرو کې برخه اخیستې وه.

پولیس وايي، د مظاهرو پر مهال د یهودانو خلاف شعارونه هم د یوه موټر لاوډسپیکر ورکړل شوي دي.

بایډن: که حماس نن اسراییلي یرغمل خوشې کړي، اسراییل سبا اوربند کوي

د امریکا ولسمشر جو بایډن
د امریکا ولسمشر جو بایډن

د امریکا ولسمشر جو بایډن پرون (شنبې) وویل، که د حماس سختدریځه ډله یرغمل خوشې کړي، په غزه کې یې په سبا اوربند ممکن دی.

بایډن چې سیاټل ښار ته نژدې د خپلو انتخاباتو لپاره د مالي مرستو د راټولولو په یوه کمپاین کې ګډون کړی و، وویل:«که حماس برمته خوشي کړي، سبا به یې اوربند ټینګ شي.»

ده زیاته کړه، اسراییل ویلي چې د اوربند مسله له حماس سره تړلې، که دا ډله وغواړي په سبا یې اوربند پیلېدلی شي.

له بلې خوا د اسراییل پوځ پرون په رفح کې له خلکو د څو نورو سیمو د فوري خالي کولو امر وکړ او خلکو ته یې وویل چې ټاکل شوې سیمې یعني المواسي ته لاړ شي.

امریکا کې د یوه سخت او نادره جیومقناطیسي توپان خبرداری ورکړل شوی

ارشیف
ارشیف

د امریکا د سمندرونو او اتمسفیر ملي ادارې پرون د یوه سخت او نادره جیومقناطیسي توپان خبرداری ورکړ.

د راپورونو له مخې، یو غیرمعمول او قوي لمریز باد په ځمکه لګیږي چې ښايي راتلونکې اوونۍ په امریکا کې سپېدې چاودې/لمریزې وړانګې رامنځته او د بریښنا او نورو ارتباطاتو بهیر له خنډ سره مخ کړي.

د دغه لمریز باد اثرات به دا اوونۍ او ښايي بله اوونۍ هم دوام ولري او اړوندو امریکايي ادارو ورته تدابیر نیولي دي.

د فضایي اقلیم د وړاندوینې د مرکز متخصص راب ستینبرګ ویلي د دغه لمریز باد یا توپان په وخت خلک کوم کار ته اړ نه دي.

د اوکراین ولسمشر په ختیځ دونیتسک کې د جګړې د لومړۍ لیکې وضعیت "په ځانګړې توګه کړکېچن" وباله

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي
د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي له روسیې سره د جګړې په لومړۍ کرښه کې د وضعیت په اړه خبرداری ورکړ او په ختیځ دونیتسک سیمه کې یې وضعیت "په ځانګړې توګه کړکېچن" وباله.

زېلېنسکي پرون ماښام (د مې ۱۱مه) په خپله وېډيويي وينا کې وويل چې نن تمرکز له روسيې سره د جګړې په لومړۍ کرښه او په هغو سيمو کې دی چې د روسيې د یرغلګرو اقداماتو خطرونه په کې ډېر دي.

زیلینسکي دا هم وویل چې د دونیتسک د پوکروفسک په سیمه کې وضعیت ډیر ستونزمن او کړکېچن دی.

پرون د اوکراین په شمال ختیځ خارکیف سیمه کې شاوخوا ۱۷۰۰ ولسي وګړي د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شول ځکه د روسي ځواکونو له خوا توغندیز بریدونه کېدل او اوکراییني پوځ هم په ډېرو سیمو کې د هوايي بریدونو خبرداری ورکړی وو.

پر اوکراین د روسیې غیرموجه یرغل چې د ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ په ۲۴ پیل شو، لا هم دوام لري.

په ملګرو ملتونو کې د فلسطین د غړیتوب اخیستو په پلوۍ یو پرېکړه لیک تصویب شو

د فلسطین بیرغ
د فلسطین بیرغ

د ملګروملتونو عمومي اسمبلې پرون هغه پرېکړه لیک ته رایې ورکړې چې طرحه یې د عربي هېوادونو او فلسطینیانو له خوا وړاندې شوې وه او پر امنیت شورا یې هم غږ وکړ چې د ملګرو ملتونو د ۱۹۴ غړي په توګه د فلسطین د غړیتوب پر غوښتنه غور وکړي.

د عمومي اسمبلې ۱۹۳ غړو د ۱۴۳ مثبتو، ۹ مخالفو او ۲۵ ممتنع رایو په ورکولو سره د فلسطینیانو لپاره یو لړ تازه حقونه او امتیازونه تصویب کړل.

د امریکا متحدوایالتونو د اپریل په اتلسمه د امنیت شورا د هغه پرېکړه لیک ملاتړ وکړ چې تطبیق یې په ملګرو ملتونو کې د خپلواک دولت په توګه د فلسطین غړیتوب ته لاره اواروي.

دا هغه هیله ده چې فلسطینیانو له کلونو کلونو راهیسې درلوده خو اسراییلو یې مخه نیولې وه.

جان کربي: مسکو ښایي د اوکراین خلاف د بریدونو شمېر زیات کړي

د امریکا د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي
د امریکا د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي

واشنګټن وايي تمه لري چې مسکو به په اوکراین کې پوځي عملیاتو ته زور ورکړي خو په عین حال کې ډاډ څرګندوي چې اوکراین به د روسیې هرراز نوې حملې په شا وتمبوي او شنډې به یې کړي.

د امریکا د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي پرون(د غويي ۲۱مه) په واشنګټن کې یوې خبري غونډې وویل، دا امکان شته چې روسیه به په راتلونکو اونیو کې د جګړې په ډګر کې نور پرمختګ هم وکړي خو هغه زیاته کړه چې متحدایالات د روسیې د عمده بریا اټکل نه شي‎ کولای.

کربي وویل چې د وخت په تېرېدو سره به د امریکا مرستې اوکراین ته دا ځواک ورکړي چې د ۲۰۲۴ کال په اوږدو کې د دې حملو پر وړاندې ودرېږي.

د ښاغلي کربي له څرګندونو څو ساعته مخکې روسي ځواکونه هڅه وکړه چې د اوکرایني ځواکونو د لیکو په ماتولو سره په خارکییف سیمه کې یوه نوې جبهه پرانیزي.

کییف وویل چې ځواکونو یې دا حمله شنډه کړه خو لاهم په دې سیمه کې جګړه روانه ده.

یو ایرانی مقام: تهران ښايي د خپل اټومي پروګرام څرنګوالی بدل کړي

د ایران د اټومي پروګرام یوه څنډه
د ایران د اټومي پروګرام یوه څنډه

د ایران یوه چارواکي خبرداری ورکړ چې تهران ښايي د خپل اټومي پروګرام څرنګوالی بدل کړي.

د ایران د ستراتیژیکې شورا مشر او د ایران د رهبر ایت اله علي خامنه اي سلاکار کمال خرازي په هغه مرکه چې د الجزیره ټلویزیون له عربي څانګې سره یې پرون پنج شنبه کړې او ترجمه یې ایسنا خبري اژانس خپره کړې ویلي، ایران د اټومي بم د جوړولو لپاره وړ تخنیکي ظرفیت لري، خو فعلا د دغه بم د جوړولو هوډ نه لري.

هغه ویلي دوه کاله مخکې یې هم له الجزیره سره په خبرو کې اعلان کړی و چې ایران د اټومي بم د جوړولو وړتیا لري، اوس هم د ده په وینا دا ظرفیت شته.

د ده په وینا که چېرې ایران ته کوم تهدید پېښ شي، دوی مجبورېږي چې د خپل اټومي پروګرام طریقه بدله کړي.

ویل کېږي، د هغه اشاره اسرائیل ته وه چې د غربي رسنیو په حواله څه کم میاشت مخکې یې په اصفهان کې د ایران اټومي تاسیسات ویشتلي وو.

د اوکراین چارواکي: د روسیې تازه بریدونو ۳ ملکیان وژلي او ۱۱ نور ټپیان کړي

پر اوکراین د روسیې د بریدونو یوه څنډه
پر اوکراین د روسیې د بریدونو یوه څنډه

د اوکراین چارواکي وايي، پر څلورو سیمو د روسیې د توغندیو په تازه حملو کې درې ملکیان وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان شوي دي.

د خارکیف والي اوله سینیه­هوبوف ویلي، یو کس په خارکیف کې وژل شوی او بل تن په کوپیانسک کې ټپي شوي دي.

د ده په وینا ۲۱ استوګنځایونه ویشتل شوي دي.

بلخوا د دنیپروپیټروفسک والي سرهي لیساک ویلي، دوه کسان په نیکوپول ساحه کې وژل شوي او ۸ نور ټپیان شوي دي.

په دونیڅک کې هم د یوه کس د ټپي کېدو خبر ورکړل شوی دی.

په عین حال کې د خرسون والي اولیکساندر پروکودین ویلي، یو کس په دې ځای کې ټپي شوی دی.

ایډن ګولان د یورو وېژن سندرو سیالۍ فاینل ته لار پیدا کړې ده

اسراییلۍ سندرغاړې ایډن ګولان
اسراییلۍ سندرغاړې ایډن ګولان

اسراییلۍ سندرغاړې ایډن ګولان د یورو وېژن سندرو سیالۍ فاینل ته لار پیدا کړې ده.

هغې پرون د سویډن په مالمو ښار کې د ۹۰۰۰ نندارچیانو په وړاندې خپله سندره وویله.

د فرانسې خبري اژانس لیکي، د سندرې د اورولو پر مهال کومه پېښه ونه شوه خو په همدې ورځ له ۱۰ زرو زیاتو کسانو د مالمو په مرکزي چوک کې پر غزه ښار د اسراییل د یرغل خلاف مظاهره وکړه.

مظاهره چیانو غوښتنه کوله چې پر غزه د اسراییلو د برید له وجې دې دغې اسراییلۍ سندرغاړې ته د یورویژن سندرو سیالۍ په نیمه پای یا سیمي فاینل کې د ګډون وخت ورنه کړل شي.

دوی وروسته د مالمو ښار په لارو کوڅو کې خپلې مظاهرې ته دوام ورکړ.

د ټليفون له لارې د رایې ورکولو د پروسې په لړ کې اسراییلۍ سندرغاړې ایډن ګولان د یوروویژن فاینل ته ځان ورساوه.

د سندرو د دې سیالۍ فاینل د شنبې په ورځ کېږي.

د یورو ویژن سندرو سیالۍ په فاینل کې به د ۲۶ هیوادونو سندرغاړي برخه اخلي چې په کې فرانسه، جرمني، ایټالیا، هسپانیا، برېتانیا، سویډن، کرویشیا، قبرس، فنلینډ، ایرلینډ، لیتوانیا، لوګزمبورګ، پرتګال، سربیا، سلووینیا، اوکراین، ارمینیا، اتریش، ایستونیا، ګرجستان، یونان، اسراییل، لیتویا، هالنډ، ناروې او سویس شامل دي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG