د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۶

یو شمېر معلولین: د طالبانو حکومت مو له ۵ میاشتو راهیسې معاشونه ځنډولي


ارشیف
ارشیف

يو شمېر معلولين وايي چې له تېرو پنځو مياشتو راهيسې يې خپل حقوق نه دي اخيستي.

دوى زياتوي سره له دې چې د طالبانو حکومت د دوى د میاشتنیو حقوقو د ورکړې ژمنه کړې، خو تر اوسه یې په دې برخه کې جدي اقدام نه دى کړى.

محبوبه، يوه معلوله چې ٣٠ کاله وړاندې د هاوان مرمۍله امله يې يوه پښه پرې شوې، وايي چې له سختو مالي ستونزو سره مخ ده او د خپل معلوليت حقوقو ته سخته اړتيا لري.

هغه چې د کابل د بګرامیو ولسوالۍ اوسېدونکې ده، ازادي راډیو ته يې وویل چې له ۱۴۰۳ کال راهیسې څه باندې یوه میاشت تېرېږي، خو د تېر کال د څو میاشتو حقوق یې لا هم نه دي اخيستي.

" د حمل مياشت تېره شوه او د ثور مياشت څو ورځې تېرې شوې، خو د معاشونو درک نه شته، وېرېږو چې مونږ هم د متقاعديتو په برخليک اخته نه شوو، زما د پښې د پرې شوي ځاى زخم هم تازه شوى، باید پانسمان او داکټر ته لاړه شم او زه باید پیسې ورکړم چې زه یې نه لرم. له حکومته غواړو چې ژر تر ژره دې زموږ د معاشونو ورکړې ته پام وکړي او زمونو معاشونه دې راکړي."

په کابل کې یو بل معلول سید نعمت الله هم ورته شکایت لري:

"موږ د امارت له حکومت څخه غواړو چې زموږ معاشونه په سمه توګه راکړي، تېر کال د شپیتو زرو په شمول چې نیمایي کړې يې وې ٣٦ زره يې کړې وې مونږ ته يې راکړې ٢٣ زرو ژمنه يې کړې وه چې راکوي يې، خو هېڅ مالومه نه ده مونږ ډېرې زياتې ستونزې لرو کور مو کرايي ده نور عايد او ګټه هم نه لرو ستونزې مو بېخي ډېرې دي."

یو شمېر افغان معلولین - ارشیف
یو شمېر افغان معلولین - ارشیف

د بلخ ولایت یو بل معلول سید محمد یعقوبي ادعا کوي وايي، اساسي ستونزه دا ده چې د طالبانو حکومت د معلولینو د حقونو د وېش په برخه کې تقسيم بندي رامنځته کړې.

"بنسټیزه ستونزه د معلولینو لپاره د امتيازاتو وېش دی. ځینو ته دوه زره افغانۍ او ځینو ته اته زره افغانۍ ورکول کیږي. د معلول کسانو ترمنځ د امتيازاتو د ورکړې په برخه کې یوه روښانه تګلاره نشته."

هڅه مو وکړه چې د معلولينو د حقوقو د ورکړې په برخه کې د شته ستونزو په اړه د طالبانو د حکومت د شهیدانو او معلولینو وزارت د ویاند مفتي فیصل او د مالیې وزارت د ویاند ولي حقمل نظر هم واخلو ، خو د راپور تر خپرېدو پورې دوى د ازادي راډيو پوښتنې ځواب نه کړې.

د شهیدانو او معلولینو وزارت د کړنلارې له مخې، د تېر جمهوري نظام فزيکي معلولینو ته ۶۰ زره افغانۍ او قسمي معلولینو ته ۳۰ زره افغانۍ ورکول کېدې.

خو د طالبانو د حکومت د شهیدانو او معلولینو د چارو د وزارت د پالېسۍ له مخې، د هر ملکي معلول میاشتني حقوق ۳۰۰۰ افغانۍ او د هر نظامي معلول ۵۰۰۰ افغانۍ دي.

په تېر هجري لمریز کال کې د طالبانو د حکومت چارواکو په افغانستان کې د معلولینو شمېر ۱۸۰ زره اعلان کړی و، خو د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) په ٢٠٣٢ کال کې په افغانستان کې د معلولینو شمېر دوه میلیونه او ٤٠٠ زره کسان اعلان کړی و. .

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG