د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۲

د پیسو نړیوال صندوق له مشرې سره د نویو پورونو په اړه د شهباز شریف خبرې


شهباز شریف او د پیسو نړیوال صندوق مشره
شهباز شریف او د پیسو نړیوال صندوق مشره

د پاکستان د صدراعظم دفتر خبر ورکړی چې شهباز شریف د یکشنبې په ورځ د سعودي عربستان په پلازمېنه ریاض کې د پيسو د نړیوال صندوق آی ام اف له مشرې کریسټالینا جورجیوا سره خبرې کړي.

دا لیدنه د نړیوال اقتصادي فوروم د غونډې په درشل کې شوې.

د اعلامیې له مخې، دواړو لورو د پیسو د نړیوال صندوق په بل پروګرام کې د پاکستان د داخلېدو په هدف د تېر کال د لاسته راوړنو د پیاوړتیا او د مثبتې اقتصادي ودې د لارې په اړه بحث کړی.

تمه ده چې نن به د پيسو نړیوال وجهي صندوق اجرایوي بورډ پاکستان ته د یو میلیارد او سلو میلیونو ۱،۱میلیارد ډالرو د پور د منظورۍ په اړه غونډه وکړي.

تر دې وړاندې د پیسو نړیوال صندوق مشرې ویلي وو چې پاکستان له دغه صندوق سره خپل شته پروګرام په بریالیتوب سره بشپړ کړی او اوس پر یوه تعقیبي پروګرام کار کوي. خو د هغې په وينا، مالي بنسټ، په اقتصاد کې د ټولنې د بډايه برخې د ونډې بڼه، د عامه لګښتونو څرنګوالی او د لا شفاف چاپېريال رامنځته کول هغه مهم مسايل دي چې بايد حل شي.

له څه کم یوه کال راهیسې د امریکایي ډالرو پر وړاندې د پاکستاني کلدارو بیه ډېره پرېوتې ده
له څه کم یوه کال راهیسې د امریکایي ډالرو پر وړاندې د پاکستاني کلدارو بیه ډېره پرېوتې ده

د پاکستان د مالیې وزیر محمد اورنګزیب ویلي، اسلام اباد به د روان کال د جولای په لومړیو کې د پور د نوي پروګرام په اړه یوې هوکړې ته ورسېږي.

اسلام اباد غواړي د پورونو په ترلاسه کولو سره په درېیو کلونو کې اقتصادي ثبات راولي.

پاکستان چې له کلونو راهیسې له سخت اقتصادي بحران او مالي انفلاسیون سره لاس او ګریوان دی څو څو ځله د پیسو له نړیوال صندوق څخه د پور غوښتنه کړې ده.

د پاکستان د ملي بانک د شمېرو له مخې، دغه هېواد له ۱۳۱ میلیارد ډالرو ډېر پوروړی دی، چې ۸۷ میلیارده ډالر یې بهرني پورونه دي.

په پاکستان کې په وروستیو څو میاشتو کې مالي انفلاسیون هم زیات شوی او په وروستیو څو ورځو کې یو ډالر په ۲۸۰ روپیو پلورل شوی دی.

د تېر کال په جولای میاشت کې د پیسو نړیوال صندوق پاکستان ته د ۷۰۰ ملیون ډالرو پور ورکولو موافقه وکړه، خو پاکستان په دغه هېواد کې د اقتصادي بې ثباتۍ او د پولي انفلاسیون د زیاتوالي د مخنیوي په خاطر درې میلیارده ډالره پور غواړي.

XS
SM
MD
LG