د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۴

ایران د اسیا د ملتونو د فوټسال جام اتلولي وګټله


د ایران یو شمېر فوټسال لوبغاړي
د ایران یو شمېر فوټسال لوبغاړي

ایران د دیارلسم ځل لپاره د اسیا د فوټسال اتلولي وګټله.

د ایران او تایلند ټیمونه د اسیا د فوټسال اتلولۍ فاینل ته وتلي وو چې بلاخره ایران څلور د یو په وړاندې کوربه ټایلند ته ماته ورکړه.

د اسیا د فوټسال اتلولۍ سیالۍ په تایلند کې پيل شوې وې او پرون پای ته ورسېدې.

افغانستان هم پرون د اسیا د فوټسال اتلولۍ سیالیو د پلې اف په فاینل لوبه کې قرغزستان ته ماته ورکړه او نړیوال جام ته یې لار ومونده.

افغانستان په دې لوبه کې پنځه پر درې قرغزستان ته ماته ورکړه او وتوانېد د اسیا د فوټسال د پنځم ټیم به توګه نړیوال جام کې خپل ځای ثبت کړي.

XS
SM
MD
LG