نړۍ
د روسیې د بریدونو له شدت سره اوکرایني ځواکونه له یو شمېر سیمو شاته شوي
د اوکرایین پوځي چارواکو منلې چې د روسي ځواکونو سختو حملو له کبله په ځینو سیمو کې شاتګ ته اړ شوي دي.
د اوکرایین د پوځ لوی درستیز/اعلي قومندان جنرال اولکساندر سیرسکیي پرون په خپل ټلګرام چینل کې دا خبره کړې ده.
هغه د وضعیت د خرابېدو خبرداری ورکړی.
جنرال اولکساندر زیاته کړې چې ځواکونه یې په پوکروسکیي او کوراخیف سیمو کې له سختو شرایطو سره مخ دي.
هغه زیاته کړې چې قومندانانو د مدافعینو د ځاني خوندیتوب لپاره هغوی له لومړیو کرښو داسې ځایونو کې ځای پر ځای کړي چې دفاع یې نسبتاً ښه کېدای شي.
اوکراییني پوځیان داسې وخت په ځینو سیمو کې د روسانو له سختو بریدونو سره مخ دي چې روسیې د اوکرایین د انرژۍ تاسیسات هم په نښه کړي.
اوکراییني چارواکو له دې سره سره بیا ډاډ ورکړی چې د دوی په خبره دښمن تکتیکي بریاوې خپلې کړي، خو له عملیاتي پلوه یې کومه لاسته راوړنه نه ده کړې.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د کانګرس غړي: د بایډن اداره غواړي اسراییلو ته د یو میلیارد ډالرو اضافي وسلې او مهمات واستوي
د جوبایډن ادارې د کانګرس مخکښو غړو ته ویلي چې غواړي اسراییلو ته د یو میلیارد ډالرو په ارزښت اضافي وسلې او مهمات واستوي.
د استازو جرګې درېیو غړو پرون دا خبر ورکړ، خو لا روښانه نه ده چې دا وسلې او مهمات به څه وخت اسراییلو ته واستول شي.
د بایډن ادارې په روانه میاشت کې د ۳۵۰۰ بمونو یوه بله جوپه هم اسراییلو ته استولې وه چې د هر یوه بم وزن یې له ۹۰۰ کیلوګرامو زیات و.
سپینې ماڼۍ چې په غزه کې د ملکي وګړو پر تلفاتو، اندېښنه ښودلې له دې مخکې ویلي وو چې اسراییلو ته یې د بمونو د استولو بهیر درولی دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر: ناټو کې د اوکراین د شاملیدو لپاره د پام وړ ګامونه اخلو
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکین کییف ته د ناڅاپي سفر پرمهال ډاډ ورکړ چې هېواد به یې په ناټو کې د اوکراین د غړیتوب په برخه کې د پام وړ ګامونه واخلي.
بلېنکین دا یادونه هم وکړه چې داسې مهال چې روسیې د اوکراین په ختیځ کې خپلو عملیاتو ته زور ورکړی، متحدایالات به د دې هېواد د امنیت او ملي حاکمیت د خوندیتوب ملاتړ وکړي.
بلېنیکن چې پرون په پلازمېنه کییف کې یوې ډلې محصلانو ته وینا کوله وویل، متحدایالتونو پر اوکراین د روسیې د یرغل له پیله د دې هېواد ملاتړ کړی.
د ښاغلي بلېنکین وینا تر ډېره پردې متمرکزه وه چې د اوکراین امنیت او د اقتصادي تاسیساتو بیا رغونه به په ناټو کې د دې هېواد غړیتوب ته لاره اواره کړي.
روسیې ادعا کوي چې پر اوکراین یې ځکه یرغل وکړ چې لویدیځ له کلونو راهیسې غوښتل د اروپا د ختیځ پر لور پرمختګ وکړي.
ولاديمير پوتين سبا چین ته په سفر ځي
د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين به سبا (د مۍ ۱۶) چين ته سفر وکړي.
د کرملين د وېبپاڼې د خبر له مخې، پوتين به د مې په ۱۶ او ۱۷ نېټه د چين له ولسمشر شي جين پينګ او د چين له صدراعظم لي کيانګ سره خبرې اترې وکړي.
دا د ولسمشر په توګه د پنځمې دورې لپاره د بیا انتخابیدو وروسته د ولادیمیر پوتین لومړنی بهرنی سفر دی.
پوتین، چې د نیولو حکم یي د نړیوالې جنایي محکمې لخوا صادر شوی دی، د ۲۰۲۲ کال په فبروري کې پر اوکرایین د روسیې د غیر موجه برید له پيل را وروسته ډېر کم بهر تللی دی.
ګرجستان: پارلمان د "بهرنیو عواملو" لانجمنه لایحه تصویب کړه
د ګرجستان پارلمان، د رایو په اکثریت سره د "بهرنیو عواملو" لانجمنه لایحه تصویب کړه.
روسیه هم ورته قانون لري، او د دې لامل شوی چې له بهر تمویلیدونکې ګڼې رسنۍ یا نادولتي موسسې خپل فعالیتونه ودروي او په ځینو مواردو کې خلک د دې قانون د نه مراعتولو له امله زنداني شوي هم دي.
په ګرجستان کې د دغه قانون وروستی تصویب پراخ ملي او نړیوال غبرګونونه راپارولي دي.
په زرګونو کسانو چې ډېری یې ځوانان دي، په پلازمېنه تبلیسي او د پارلمان د ودانۍ مخې ته مظاهرې وکړې.
متحده ایالاتو، اروپايي ټولنې او د بشري حقونو څارونکو دا لایحه غندلې ځکه د دوی په باور ورته قانون روسیه هم لري چې له امله یې ولادمیر پوتین خپل مخالفان او خپلواک بنسټونه ځپي او غږونه یې غلي کوي.
د روغتیا نړیوال سازمان د غزې د ډاکټرانو لخوا د تلفاتو اعلان شوي ارقام تایید کړل
وروسته له هغه چې اسراییل په غزه کې د تلفاتو د شمیر په اړه پوښتنې وکړې، د روغتیا نړیوال سازمان د سه شنبې په ورځ د غزې د روغتیا وزارت لخوا د وژل شویو کسانو د ارقامو په اړه ډاډ څرګند کړ او ویې ویل چې دوی په حقیقت کې د مرګژوبلې د کچې تایید ته په نږدې کېدو دي.
تېره اوونۍ د غزې د روغتیا وزارت د اکتوبر له اوومې نېټې څخه تر اوسه پورې د ۳۵ زره کسانو د وژل کېدو اعلان وکړ او ویې ویل چې څه باندې ۲۵ زره کسان په بشپړه توګه پېژندل شوي چې له نیمايي ډېر یې ښځې او ماشومان دي.
دې کار د اسراییلو تورونه وپارول چې ګواکې دا ارقام سم نه دي.
د روغتیا د نړیوال سازمان ویاندې کریسټین لینډمایر پرون وویل چې وړاندې شوي معلومات سم دي او په ټولیزه توګه د مړو شمیر له ۳۵۰۰۰ څخه ډیر دی.
زیلینسکي بلېنکن ته: اوکراین د پاټریوټ توغندیو سیستم ته سمدستي اړتیا لري
د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي د متحدوایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن ته ویلي چې هېواد یې د پاټریوټ توغندیو سیستم ته سمدستي اړتیا لري.
ولودیمیر زیلینسکي دا غوښتنه نن په کییف کې له انټوني بلېنکن سره د کتنې پرمهال وکړه.
زیلینسکي وویل، هېواد یې داسې مهال چې روسیې د اوکراین پر شمال ختیځې خارکییف سیمې حملو ته زور ورکړی او د سیمې اوسېدونکي د روسیې د توغندیو او بې پیلوټه الوتکو تر سختو بمباریو لاندې دي نورو بېړنیو پوځي مرستو ته اړتیا لري.
بلېنکن چې په کانګرس کې د میلیاردونو ډالرو په ارزښت اوکراین ته د امریکا د مرستې له تصویبېدو څو اوونۍ وروسته نن په ناڅاپي سفر کییف ته ورسېد وویل چې د امریکا وسلې او پوځي تجهیزات دې هېواد ته پر لاره دي.
بلېنکن زیاته کړه چې دا مرسته به د روسیې پر ضد د روانې جګړې په ډګر کې لوی بدلون راولي.
په عین حال کې په خارکییف سیمه کې د اوکراین د پوځ ستر درستیز نن وویل چې اوکرایني ځواکونو د د روسیې سرحد ته نژدې د واوچانسک کوچني ښار پر لور د روسي د پوځ تازه حمله په شا تمبولې ده.
له بلې خوا د اوکراین د پوځي استخباراتو د ادارې مشر کیریلو بودانوف نن د اوکراین تلوېزیون ته وویل چې په خارکییف کې وضعیت آرام دی، خو هغه زیاته کړه چې روسیه ښايي په راروانو ورځو کې هلته اضافي ځواکونه واستوي.
د خیبرپښتونخوا په شمالي وزیرستان کې چاودنې لږترلږه څلور کسان وژلي
د خیبرپښتونخوا په شمالي وزیرستان سیمه کې د یوې بې پیلوټه الوتکې لهخوا د توغول شوي میزایل په چاودنه کې لږترلږه څلور کسان وژل شوي دي.
اسوشېټېډپرېس خبري آژانس د خیبرپښتونخوا د پولیسو د مشر هدایتالله له قوله لیکي چې وايي، پېښه نن سهار وختي هغه مهال وشوه چې دا توغندی پر یوه کور ولګېد.
د هغه په وینا، په مړو کې ماشومان هم شامل دي.
ویل شوي چې وژل شویو کسانو ظاهراً له وسلهوالو ډلو سره یې اړیکي نه لرل او ولسي وګړي وو.
د راپورونو له مخې د سیمې اوسېدونکو د وژل شویو کسانو مړي د اعتراض لپاره د پوځ د یوې قرارګاه مخې ته کېښودل او د دې پېښې د عاملانو غوښتنه یې وکړه.
تراوسه مالومه نه ده چې دا توغندی به چا ویشتلی وي او چارواکو ویلي چې په دې اړه یې تحقیقات پیل کړي.
د اسوشېټېډپرېس خبري آژانس د راپور له مخې په سیمه کې د ډرون ډېری حملې د امریکا یا د پاکستان د پوځ له خوا کېږي.
د پاکستان تر ولکې لاندې کشمیر؛ د برېښنا او غنمو بیې ټیټې او له تاوتریخوالي ډک اعتراضونه پای ته ورسېدل
د پاکستان تر ولکې لاندې کشمیر کې معترضانو وروسته له هغه د تاوتریخوالي د ډکو مظاهرو د پای ته رسېدو غوښتنه وکړه چې چارواکو د برېښنا او غنمو د بیو له ټیټولو سره موافقه وکړه.
د عوامي ایکشن د کمېټې په نوم په سیمه کې د مدني حقونو ائتلاف چې دا مظاهرې یې تنظیم کړې وې، نن وویل چې د پاکستاني کشمیر په مرکز مظفرآباد ښار کې پلان شوې اعتراضونه یې وروسته له هغه کنسل کړل چې چارواکو د دوی غوښتنې ومنلې.
په دې مظاهرو کې چې د تېرې اونۍ د جمعې په ورځ پیل شوې وې، د پولیسو او معترضانو ترمنځ په نښتو کې څلور کسان چې یو پولیس هم پکې وو، ووژل شول او د چارواکو په وینا له سلو زیات پولیس هم پکې ټپیان شول.
بېګا ناوخته د کشمیر د سیمه ایزې ادارې مشر اعلان وکړ چې د برېښنا او غنمو بیې ټیټې شوې دي.
آل ثاني: د غزې د اوربند خبرې د اسراییلي ځواکونو د عملیاتو دوام بې نتیجې کړي
د قطر د بهرنیو چارو وزیر وايي چې په غزه کې د اوربند په اړه خبرې په رفح کې د اسراییلي ځواکونو د پوځي عملیاتو له کبله بې نتیجې پاتې دي.
شېخ محمد بن عبدالرحمان آل ثاني نن وویل چې په خاص ډول په تېرو څو اونیو کې منځګړو په خبرو کې د پرمختګ نښې ولیدلې، خو له بده مرغه کارونه پر سم لوري ولاړل نه او ځکه نو خبرې په بې نتیجې حالت کې دي.
د آل ثاني په وینا، په رفح کې د اسراییلو پوځي عملیات د دې شاتګ باعث شول.
په روانه مې میاشت کې په رفح کې د پوځي عملیاتو پرمهال اسراییلو له رفح سره د مصر پوله چې د بشري مرستو د رسولو اصلي لاره ده، بنده کړه.
د بشري حقونو ډلو ویلي دي چې دا اقدام به په غزه کې وضعیت نور هم خراب کړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په یوه نا اعلان شوي سفر اوکراین ته رسېدلی
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن نن په یوه نااعلان شوي سفر د اوکراین پلازمېنې کییف ته ورسېد.
د رویټرز اژانس د راپور له مخې، دا له هغه وروسته چې تېره میاشت د امریکا کانګرس له اوکراین سره د ۶۱ میلیاردو ډالرو پوځي مرستې بسته تصویب کړه، اوکراین ته د یوه لوړ پوړي امریکايي چارواکي لومړی سفر دی.
د راپور له مخې، د دې سفر موخه له اوکراین سره د امریکا د پیوستون څرګندول دي، ځکه چې اوکراین په خپله شمال ختیځ پوله کې د روسیې د بمباریو د مخنیوي لپاره هڅې کوي.