د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۰

د جرمني د طبي جایزې ګټونکی ډاکټر؛« د ترکاڼ زوی یم، په خپله خوارۍ او د افغانانو په مالیه دې ځای ته ورسېدم»


بسم الله شیوامل د جایزې ترلاسه کولو پر مهال
بسم الله شیوامل د جایزې ترلاسه کولو پر مهال

د لومړي ځل لپاره د بسم الله شیوامل په نوم یوه افغان جراح د جرمني د جراحانو له ټولنې څخه د «لیونارد شوایبر» معتبر مډال تر لاسه کړ.

نوموړی په ۱۹۵۴ کال کې زېږېدلی او اوسمهال ۶۸ کلن دی.

ډاکټر شیوامل په یوه کورنۍ کې لوی شوی چې د منځني اقتصاد درلودونکې او پلار یې ترکاڼ (نجار)و.

دی چې له استقلال لېسې فارغ شوى او د کابل پوهنتون طب پوهنځی یې لوستی، ازادي راډيو ته یې وويل:

" ما په ۱۳۵۲ کال کې د استقلال لېسه پای ته ورسوله، ښایي ووایئ چې د ترکان (نجار) زوی او د استقلال لېسه؟ دا هم یو تصادف و، پلار مې یو کفترباز ملګری درلود زه یې بوتلم او د هغه په اصطلاح په ښوونځي کې سیاه (شامل) کړم وروسته پوه شوم چې دی د استقلال لېسې ښوونکی و، ده ما سره د لېسې په پای ته رسولو کې مرسته وکړه، بیا د کابل پوهنتون کې شامل شوم، طب مې ولوست او په ۱۳۵۹ کتل کې فارغ شوم او خپل کار مې پیل کړ."

ډاکټر شیوامل د ۱۳۷۳ کال په لومړیو کې په کابل کې د وزیر محمد اکبر خان روغتون د جراحۍ څانګې د مشر په توګه دنده ترسره کوله، خو د سیاسي بدلونونو له امله اړ شو چې هېواد پرېږدي او مسکو ته کډوال شي.

هغه په مسکو کې له سيتو انستيتوت څخه د دوکتورا سند تر لاسه کړ او په ۱۹۹۵ کال کې جرمني ته کډوال شو او له دوو کلونو پرله پسې هڅو وروسته يې په جرمني کې د جراح ډاکتر په توګه دنده پيل کړه او په خبره یې، اوس هم د یوه متقاعد جراح ډاکتر په توګه کله ناکله جراحي عملیاتونه ترسره کوي.

ډاکټر شیوامل د لیونارډ شوایبرر غوره مډال د افغانستان طبي ټولنې ته ډالۍ کړ.

" دا جایزه زما لپاره نه ده، دا جایزه د افغانستان د خلکو حق دی چې زه یې له مالیې نه د یو جراح په توګه وروزل شوم، دا مډال زما د هیواد د طبي ټولنې په ځانګړې ډول د افغان جراحانو دی، هیله لرم چې دا ویاړ چې ما ګټلی،په طبي ټولنه په ځانګړې توګه د افغانستان د طبیبانو په ټولنه کې یو مثبت بدلون راولي."

ډاکټر شیوامل د افغانستان روغتیایي ستونزې، د ډاکټرانو پر ځای له روغتیایي سیستم سره تړلې بولي
ډاکټر شیوامل د افغانستان روغتیایي ستونزې، د ډاکټرانو پر ځای له روغتیایي سیستم سره تړلې بولي

ډاکټر بسم الله شیوامل د افغانستان په طبي برخه کې د شته ستونزو په اړه ازادي راډيو ته وویل:

" ستونزه نه په طبابت کې ده او نه په افغان ډاکټرانو کې، موږ په هېواد کې دننه او بهر غوره ډاکټران لرو، ستونزه په سیستم کې ده، موږ په دې نه یو توانېدلي چې په خپل هېواد کې د روغتيايي خدمتونو د وړاندې کولو يو منظم سيستم رامنځته کړو، هيله من يم چې په افغانستان کې یو منظم سیستم له صفر نه پیل، داسې چې خښته په خښته کېښودل شي او یو قوي دیوال جوړ شي."

نوموړي له افغان ځوانانو وغوښتل، چې د پرمختګ په برخه کې له هېڅ ډول هڅو ډډه ونه کړي.

د جرمني د جراحانو ټولنه هر کال د جرمني د جراحانو نړیواله کنګره جوړوي چې د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه نړیوال پروفیسوران په کې رابلل کیږي او د طبي مسلو په اړه له بحث سربېره، دوی یوه جراح ته د لیونارډ شوایبرر غوره مډال ورکوي چې د جراحۍ په برخه کې یې اغېزناک کار کړی وي.

روان کال دغه مډال افغان جراح ډاکټر بسم الله شیوامل ترلاسه کړ.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG