د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱ غبرګولی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۸

افغانستان

یونیسف د پولیو پر وړاندې د واکسین کمپاین کې د افغان ښځو رول وستایه

ارشیف
ارشیف

یونیسف یا د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق د پولیو د واکسین د تطبیق په برخه کې د ښځینه واکسیناتورانو د ګډون پر اهمیت ټینګار لري.

د ملګرو ملتونو د دغې ادارې افغانستان څانګې د ایکس پاڼې له لارې د یوې ویډیو په خپرولو سره ویلي چې دغه ښځې د ماشومانو د ژغورنې لپاره هغوی ته واکسین تطبیقوي.

که څه هم د طالبانو حکومت په بهرنیو او کورنیو نادولتي ادارو کې د ښځو پر کار بندیز لګولی، خو د روغتیايي خدمتونو په برخه کې د دوی لپاره استثناء رامنځته شوې ده.

د افغانستان په ۲۹ ولایتونو کې د دوشنبې په ورځ د پولیو واکسیناسیون پیل شو.

د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو په اساس، په دغه څلور ورځني کمپاین کې له پنځو کلونو کم عمره یوولس میلیونه ماشومانو ته د پولیو واکسین تطبیقږي او هر ماشوم ته به ویټامین اې (A) هم ورکړل شي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

اروپایي ټولنې افغان سېلاب ځپلو ته ۴۰۰ زره ډالره مرسته ځانګړې کړه

د اروپایي ټولنې یو اړوند تصویر
د اروپایي ټولنې یو اړوند تصویر

اروپايي ټولنې د افغانستان په شمال کې له سېلاب ځپلو سره د مرستې لپاره شاوخوا ۴۰۰ زره یورو چې څه باندې ۳۰ میلیونه افغانۍ کېږي، ځانګړې کړې دي.

دې ټولنې نن په يوه خبرپاڼه کې ليکلي چې د دې بشري مرستو موخه په بغلان، بدخشان او تخار ولايتونو کې له زيانمنو شويو کورنيو سره د بېړنيو مرستو رسول دي.

په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام ویاند ضیاالدین صافي د دوشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، د مې په میاشت کې د افغانستان په شمالي، شمال ختیځو او لوېدیځو ولایتونو کې د سېلابونو له امله ۵۴۰ کسان مړه شوي دي.

د طالبانو حکومتي چارواکو تر اوسه په رسمي ډول دغه احصایه نه ده تایید کړې.

په بغلان ولایت کې څو ورځې وړاندې د راوتلو سیلابونو له امله تر ټولو زیات ځاني او مالي زیانونه اوښتي دي.

په غور او فاریاب ولایتونو کې هم سېلابونو لسګونه کسان وژلي دي.

د سېلاب ځپلو سیمو خلک له مرستندویه موسسو هیله لري چې لازمې مرستې ورسره وکړي.

ملګري ملتونه: افغانستان کې د ناچاوده توکو او ماینونو د له منځه وړلو په هڅه کې یوو

ارشیف
ارشیف

ملګري ملتونه وایي په افغانستان کې د ناچاودو مهماتو او ماینونو د پاکولو لپاره خپلې هڅې زیاتوي.

د سولې د عملیاتو لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال ژان پییر لاکروا پرون دوشنبه د مې په ۲۰ مه په یوه ویډیو کې چې د ملګرو ملتونو ایکس شبکې کې خپره شوې، ویلي چې په افغانستان کې د جنګونو له وخته یو لک ټنه ناچاوده مهمات پاتې دي چې د شنډولو لپاره یې دوی یو شمېر کسان روزلي دي.

د ملګرو ملتونو دا چارواکی افغانستان ته ځي او د دغو ناچاودو مهماتو د له منځه وړلو او پاکولو په لارو چارو غور کوي.

ویل کېږي تېر کال په افغانستان کې د ناچاودو توکو او ماینونو په چاودنو کې لږ تر لږه ۸۰۰ کسان وژل شوي چې ډېری یې ماشومان دي.

ملګري ملتونه: سېلابونو روانه میاشت افانستان کې ۵۴۰ تنه مړه کړي

ارشیف
ارشیف

د خوړو نړيوال پروګرام (WFP) وايي، د افغانستان په شمال، شمال ختيځو او لوېديځو ولايتونو کې دا میاشت سختو بارانونو او سېلابونو له امله ٥٤٠ کسان وژل شوي دي.

د WFP مرستیال ویاند ضیاالدین ساپي پرون دوشنبه (د مې شلمه) له ازادي راډیو سره په خبرو کې همداراز په ختیځو ولایتونو کې هم د سېلابونو د راوتلو خبرداری ورکړ.

هغه زیاته کړه چې د مرستندویه هېوادونو له لوري د مرستو کمښت یوه بله لویه اندېښنه ده.

«د بودیجې کمښت به موږ دې ته اړ کړي چې بیړنۍ مرستې چې له شپږ میلیون خلکو څخه په اوړي کې یو یا دوه ملیون ته راکم کړو.»

د خوړو نړیوال پروګرام د سږ کال لپاره لس میلیارده ډالرو مرستو ته اړتیا لري، چې تر اوسه یې پنځلس فیصده ترلاسه کړي دي.

« ترکیش ایرلاینز» هوايي شرکت نن کابل ته خپل پروازونه بیا پيلوي

د ترکیې هوايي شرکت «ترکش ایرلاینز» الوتکه
د ترکیې هوايي شرکت «ترکش ایرلاینز» الوتکه

د ترکیې هوايي شرکت «ترکش ایرلاینز» له نن څخه کابل ته خپل پروازونه بیا پيلوي.

ترکش ایرلاینز په یوه بیان کې ویلي چې کابل ته به په اوونۍ کې څلور پروازونه ولري.

اخوا د طالبانو د ترانسپورت او هوايي چلن وزارت هم د ترکش ایرلاینز د الوتنو بیا پيل تایید کړی او ویلي یې دي دا به هغو کسانو ته لا اسانتیا رامنځته کړي چې د ترکیې له لارې اروپا او نورو هېوادونو ته سفر کوي.

د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د طالبانو په بیا واکمنېدو ټولو بهرنیو شرکتونو افغانستان ته خپل پروازونه وځنډول او دې چارې په کورنیو شرکتونو له هغې ډلې اریانا افغان هوايي شرکت او کام ایر فشار زیات کړ.

د پروازونو په ځنډ سربېره د افغانستان له فضا هم ګڼو شرکتونو خپل مسیرونه واړول چې ورسره د الوتنو په موده او قیمتونو کې ډېر توپير رامنځته شو.

مشهور شاعر او لیکوال عزت الله ځواب د طالبانو له زندانه خوشې شو

عزت الله ځواب
عزت الله ځواب

د پښتو ژبې مشهور شاعر او لیکوال عزت الله ځواب د طالبانو له لوري له څلورو میاشتو بند وروسته د دوشنبې په شپه خوشې شوی دی.

د ښاغلي ځواب زوی عطاالله ځواب په خپله فیسبوک پاڼه دا خبر ورکړی.

هغه چې د خپل پلار عزت الله ځواب یو تازه عکس هم خپور کړی لیکلي یې دي چې: «موږ ته دې اختر مبارک وي. پلار مې په خیر خلاص شو او کور ته راغی.»

ځواب تېر کال د دلوې/سلواغې په لومړیو کې د طالبانو له لوري د کابل – جلال اباد په لار نیول شوی و او څلور میاشتې بندي وو.

عزت الله ځواب چې د شاعرۍ تر څنګ کتابونه هم چاپ او خپرول د خپلو انتقادي شعرونو له امله خورا شهرت لري.

کرزي په کابل هوايي ډګر کې له راشد خان سره کتلي

د عکس ښي لور ته د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړی راشدخان او چپ لور ته پخوانی افغان ولسمشر حامد کرزی
د عکس ښي لور ته د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړی راشدخان او چپ لور ته پخوانی افغان ولسمشر حامد کرزی

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د افغان کرکټ ملي لوبډلې له لوبغاړي راشد خان سره کتلي دي.

طالبانو له څه باندې یو کلن ځنډ وروسته پخواني ولسمشر حامد کرزي ته د بهرني سفر اجازه ورکړې او نن سهار د درملنې لپاره جرمني ته روان شوی او راشد خان بیا د شل اوریز جام سیالیو کې د ګډون په هدف ویسټ اینډیز ته د سفر تابیا کړې ده.

کرزي او راشدخان تر سفر وړاندې په کابل هوايي ډګر کې سره کتلي دي.

حامد کرزي ته نږدې کس شهزاده مسعود په خپل فېسبوک‌پاڼه لیکلي: "نن د افغانستان پخواني ولسمشر جناب محترم حامد کرزي د خپلې درملنې لپاره المان ته روان شو او راشدخان د نړیوال جام سیالیو ته لاړ."

یوې سرچینې د نوم نه ښودو په شرط ازادي راډیو ته وویل چې کرزی د یوې سترګې وړې جراحۍ ته اړتیا لري.

دغه سرچینه وایي، تېر یوه کال کې جرمني، چین، ایران او یو شمېر نورو هېوادونو حامد کرزي ته د رسمي سفر بلنې لېږلې وې، خو د طالبانو حکومت د رسمي سفر اجازه نه ورکوله.

د طالبانو له بیا واکمنۍ وروسته حامد کرزی په ۲۰۲۳ کال کې جرمني او بریتانیا ته تللی دی.

راشدخان بیا څو ورځې مخکې له څلورو کلونو وروسته افغانستان ته ستون شوی و.

بغلان کې ترافیکي پېښه؛ پنځه تنه مړه او ۱۱ نور ټپیان شوي

ارشیف
ارشیف

د بغلان ولایت په مرکز پلخمري کې تېره شبه په یوه ترافیکي پېښه کې پنځه تنه مړه او ۱۱ نور ټپیان شوي دي

په بغلان کې د طالبانو د امنیه قومندانۍ ویاند مولوي شېراحمد برهاني نن وویل چې د دوو موټرو له ټکره وروسته یو موټر د یوه کور له کوټې سره ټکر شوی چې په پایله کې یې د دې کور څلور غړي او یو تن هم د موټر سورلۍ مړه شوي او ۱۱ تنه نور ټپيان شوي دي.

په افغانستان کې اکثره ترافیکي پېښې د موټرچلوونکو د بې احتیاطۍ او د لارو د خرابوالي له کبله کېږي.

فوټبال؛ د افغانستان د اتلانو لیګ اتلولي د اټک انرژي لوبډلې وګټله

اټک انرژي لوبډله
اټک انرژي لوبډله

د افغانستان فوټبال فدراسیون نن دوشنبه د مې په ۲۰مه نېټه په یوه خبر کې ویلي، د افغانستان فوټبال اتلانو لیګ اتلولي د اټک انرژي لوبډلې وګټله.

د خبر د جزییاتو له مخې، اټک انرژي لوبډلې خپله وروستۍ سیالي د موج ساحل له لوبډلې ۴ـ۰ وګټله او اتلولۍ ته ورسېده.

د افغانستان فوټبال د اتلانو لیګ ۱۱ اوونۍ وخت ونیو چې ۱۲ لوبډلو یو د بل پر وړاندې سره سیالۍ ترسره کړې.

که څه هم لا د لیګ وروستۍ سیالۍ پاتې، خو د اټک انرژۍ لوبډلې په یاد لیګ کې هېڅ سیالي ونه بایلله او د ډېرو نومرو په ترلاسه کولو سره یې اتلولي وګټله.

د ویلو ده چې دا د افغانستان فوټبال د اتلانو لیګ درېیم کال و او په سږني پړاو کې د ځینو لوبډلو په ترکیب کې بهرنیو لوبغاړو هم لوبې وکړې.

طالبانو له څه باندې یو کلن ځنډ وروسته کرزي ته د بهرني سفر اجازه ورکړې

پخوانی افغان ولسمشر حامد کرزی
پخوانی افغان ولسمشر حامد کرزی

طالبانو له څه باندې یو کلن ځنډ وروسته پخواني ولسمشر حامد کرزي ته د بهرني سفر اجازه ورکړې ده.

د حامد کرزي یوه نژدې کس شهزاده مسعود نن دوشنبه ازادي راډیو ته وویل چې کرزی نن سهار د درملنې لپاره جرمني ته روان شوی دی.

یوې سرچینې د نوم نه ښودو په شرط ازادي راډیو ته وویل چې د هغه یوه سترګه وړې جراحۍ ته اړتیا لري.

دغه سرچینه وایي، تېر یوه کال کې جرمني، چین، ایران او یو شمېر نورو هېوادونو حامد کرزي ته د رسمي سفر بلنې لېږلې وې، خو د طالبانو حکومت د رسمي سفر اجازه نه ورکوله.

د طالبانو له بیا واکمنۍ وروسته حامد کرزی په ۲۰۲۳ کال کې جرمني او بریتانیا ته تللی دی.

کندهار کې چاودنه شوې؛ طالبان: یو کس وژل شوی او درې ټپیان دي

د کندهار ښار یوه څنډه
د کندهار ښار یوه څنډه

په کندهار کې د طالبانو د حکومت امنیتي مسولان وایي چې نن سهار د سړک غاړې یوې چاودنې یو ملکي کس وژلی او درې نور یې ټپیان کړي دي.

د کندهار د امنیه قومندانۍ ویاند اسدالله جمشید رسنیو ته ویلي چې ماین په یوه کراچۍ کې ځای پر ځای شوی و.

جمشید وویل: "د کندهار ښار، کابل اډې پر سړک باندې سهار ۷ نیمې بجې یو لاسي بم چې په ریړۍ ( کراچۍ) کې ځای پر ځای شوی و، چاودېدلی دی. د چاودنې له کبله زمونږ یو تن هېوادوال شهید شوی او درې تنه سطحي ټپیان شوي دي. د ټپیانو روغتیایي حالت د ډاډ وړ ښودل شوی دی."

که څه هم د طالبانو د حکومت دغه مسوول د چاودنې هدف په ګوته نه کړ، خو سیمه کې یوې سرچینې ازادي راډیو ته ویلي چې د چاودنې هدف د ۲۰۵ البدر قول اردو تخنیکي ټیم و.

دغه سرچینه چې د امنیتي ملحوظاتو له کبله نوم نه اخلي زیاتوي چې چاودنه کې د قول اردو لس تخنیکي کارکوونکي چې دندې ته روان و، ټپيان شوي دي.

د چاودنې مسوولیت لا کومې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی، خو کندهار کې دوه میاشتې وړاندې د نوي کابل بانک پر یوه څانګه چاودنه کې شاوخوا شل کسان ووژل شول چې مسوولیت یې د اسلامي دولت ډلې یا داعش ومانه.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG