د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۸

د بشري حقونو نړیوالې شورا پرونۍ غونډه پر افغانستان څه اغېز لرلی شي؟


د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا پرون یو ځل بیا په افغانستان کې د بشري حقونو پر وضعیت اندېښنه وښوده.

د غونډې ګډونوالو د طالبانو له حکومته وغوښتل چې پر ښځو او نجونو له محدودونکو فرمانونو لاس په سر شي.

له کله چې طالبان واک ته رسېدلي، نړیوال په پرله پسې ډول بشري وضعیت ته اندیښنې ښيي، خو د طالبانو حکومت دا اندېښنې بې ځایه بولي او وایي د افغانانو حقونه خوندي دي.

په اوسنیو شرایطو کې د دې ډول غونډو او بحثونو اغېز څومره دی او څه وشي چې د نړیوالو او طالبانو دا بېلابېل دریځونه سره نژدې شي.

په همدې او نورو مسلو زمونږ همکار اسدالله لودین د ښځو فعاله او د پخوانۍ ولسي جرګې غړې شینکۍ کړوخېل پوښتلې.

د دې مرکې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:04:17 0:00

XS
SM
MD
LG