د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۹

د هرات وروستۍ پېښې ته ځینو هېوادونو او پخوانیو چارواکو غبرګونونه ښودلي


ارشیف
ارشیف

د هرات په ګذرې ولسوالۍ کې د شیعه‌ګانو پر یوه جومات د تېر ماښام برید چې په کې ۶ تنه ووژل شول او یو بل ټپي شو، بېلابېل غبرګونونه راپورته کړي دي.

د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت او د سیمې د اوسېدونکو له قوله د هرات د ګذرې ولسوالۍ په محمدیه ښارګوټي کې د شیعه‌ګانو په یوه جومات چې "امام زمان" نومېږي د تېر ماښام حملې په پایله کې ۶ تنه وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی.

د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت تېر ماښام په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي چې دا برید د یوه وسله‌وال کس له‌خوا شوی.

په سیمه کې د سرچینو له قوله وژل شویو کې د سیمې وکیل، د جومات مُلا، دوه ښځې او یو ماشوم شامل دي.

د پېښې یو عیني شاهد چې و یې نه غوښتل نوم یې په راپور کې یاد شي ازادي راډیو ته وویل: "د لمونځ کوونکو شمېر کم و، تمه وه چې د ماخوستن لمونځ وشي چې د درې وسله‌والو له ډلې یو یې جومات را دننه شو او په لمونځ کوونکو یې ډزې وکړې. دا چې لمونځ کوونکي کم و، ځینې وتوانېدل چې وتښتي او ځانونه وژغوري."

په پېښه کې د امام زمان جومات د وژل شوي مُلا عبدالعظیم جاوېد یو خپلوان چې ویې نه غوښتل نوم یې په راپور کې یاد شي ازادي راډیو ته وویل: "د کورنۍ وضعیت یې ډېر خراب دی، مېرمن هم په مرمۍ لګېدلې، یو زوی یې په ایران کې دی او بل زوی یې ایله یوولس کلن دی، درې لوڼي لوري او د پیسو ګټلو بل کس هم نه‌‌لري، هغه د طالبانو حکومت له راتګ وروسته دې جومات کې امام و."

هغه زیاتوي، دوی د امنیتي وضعیت په اړه اندېښمن دي؛ ځکه په ډاډ زړه جومات ته هم نه‌شي تللای.

دې حملې بېلابېل غبرګونونه هم راپورته کړي دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت یا یوناما په کابل کې د ترکیې او ایران سفارتونو او د مخکیني جمهوري نظام پر مهال یو شمېر چارواکو هم دا پېښه غندلې ده.

یوناما په خپله ایکس‌‌پاڼه د دې حملې د څېړنې، د عاملانو د نیولو او د شیعه‌ګانو ‌د امنیتي خوندیتوب غوښتنه کړې ده.

په کابل کې د ترکیې سفارت هم په خپله ایکس‌پاڼه د قربانیانو کورنیو سره خواخوږي ښودلې او زیاتوي، ترهګریز او هغه بریدونه چې په کې بې‌‌ګناه خلک وژل کېږي غندي.

په کابل کې د ایران سفارت هم په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې له طالبانو سره همکارۍ ته چمتو دي.

د افغانستان پخواني جمهور رییس حامد کرزي هم دا حمله غندلې او د ټولو بشري او دیني اصولو ضد یې بللې ده.

د تېر جمهوري حکومت پر مهال د ملي مصالحې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله بیا دا برید بزدلانه بللی دی.

د عکس ښي لور ته عبدالله عبدالله او چپ لور ته حامد کرزی
د عکس ښي لور ته عبدالله عبدالله او چپ لور ته حامد کرزی

تر اوسه د دې حملې مسوولیت چا نه‌دی منلی، خو له دې وړاندې ډېر وخت په افغانستان کې په شیعه‌‌ګانو د بریدونو پړه د داعش خراسان ډلې منلې ده.

په هرات کې داسې مهال یوځل بیا اهل تشیع وګړي په نښه کېږي چې د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکي ریچارډ بینېټ په فبروري میاشت کې په خپل راپور کې لیکلي، د ۲۰۲۳م کال له سپټمبر د ۲۰۲۴م کال تر جنورۍ یې په افغانستان کې په شیعه‌ګانو ۷ حملې ثبت کړي چې د ۲۰۲۳م کال د لومړنیو ۹ میاشتو په پرتله اندېښمنوونکی زیاتوالی ښيي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG