د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۸

د هرات ځینې زلزله ځپلي د سرپناه د نشتوالي په ګډون له ګڼو ستونزو شکایت کوي


په هرات کې د زلزله ځپلو کورنیو خېمې
په هرات کې د زلزله ځپلو کورنیو خېمې

د هرات یو شمېر زلزله ځپلي وايي، میاشتو څخه د زیاتې مودې په تېرېدو سره لا هم د مناسبې سرپناه د نشتوالي په ګډون له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

د هرات کې له مرګونې زلزلې شپږ میاشتې تېرېږي، خو لا هم یو شمېر زلزله ځپلي وايي چې د خپلو کورونو د جوړولو او بیارغونې لپاره بېړنيو مرستو ته اړتیا لري.

دوی ازادي راډيو ته وویل چې لا هم تر خیمو لاندې او ویجاړو شویو کورونو کې ژوند کوي چې شپې او ورځې په سختيو تېروي.

د هرات د زنده‌جان ولسوالۍ اوسېدونکى عمران وايي چې کور يې تراوسه نه دى جوړ شوى او تر خېمې لاندې ژوند کوي چې وروستيو اورښتونو يې ستونزې نورې هم ډېرې کړې دي.

هغه وویل: "زه زر افغانۍ نه لرم چې د خپل کور لګښت وکړم، خواشيني ژوند کوو وروره. زموږ ماشومان ناروغه شول، له شلو تر دېرش زره افغانۍ مو ولګولې، درملنه مو وکړه، پوروړي شوو، ډېرې ستونزې مو وګاللې. له پروسږ کال راهيسې چې هره مرسته شوې خلکو لپاره کورونه جوړ کړل. دوی ته يې یولک او دوه لکه پيسې ورکړې، خو موږ ته په میاشت کې یوه بوجۍ اوړه راوړي، هغه هم د خوړو نه وي."

د هرات په زنده جان کې زلزله ځپلې کورنۍ په خېمو کې شپې او ورځې تېروي.
د هرات په زنده جان کې زلزله ځپلې کورنۍ په خېمو کې شپې او ورځې تېروي.

د زنده‌جان ولسوالۍ يوه بل اوسېدونکي نصيراحمد ازادي راډيو ته وويل، خپل کور کې چې د زلزلې له امله زيانمن شوى، ژوند کوي او له نامالوم برخليک سره مخ دى.

هغه وايي: "کور یوازې ځای دی چې انسان په‌کې امن وي، دوی اوس هم وېرېږي چې لږ د توفان او تيز باد شي خپل کورونه پرېږدي. خلک ډېرې ستونزې لري، دوی حتی د شپې تېرولو لپاره د کوټې او سرپناه د ترلاسه کولو لپاره خپل څاروي پلورلي. رسنۍ چې څومره مرستې ښيي هغومره مرستې نه دي شوي. دوى ته بايد يو کور او سرپناه جوړه شوې وه."

په همدې حال کې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر اوچا د دوشنبې په ورځ د هرات له زلزله ځپلو ستونزو ته د رسېدو په اړه په یوه راپور کې ویلي چې دغه زلزله ځپلي لا هم سرپناه، روغتیايي خدمتونو، خوراکي توکو، د څښاک پاکو اوبو او تشنابونو ته اړتیا لري.

اوچا وايي چې اوسمهال د هرات په يو شمېر ولسواليو کې د زلزلې له امله ١٧٢ کورنۍ تر خيمو لاندې ژوند کوي چې دايمي سرپناه ته اړتيا لري.

دغه سازمان زياته کړه چې يو شمېر کورنۍ هم د خپلو دايمي سرپناه‌وو د جوړولو لپاره مرستې ته اړتيا لري.

د تېر کال د تلې په میاشت کې څو زورورې زلزلې چې تر ټولو قوي یې د رېښتر په کچه ۶.۳ درجې وه چې د هرات ولایت زنده جان، انجیل او کشک رباط سنګي ولسوالۍ ولړزولې.

د ملګرو ملتونو د شمېرو پر بنسټ، دغو زلزلو ډېرو مالي زیانونو سربېره يو زرو ۵٠٠ کسان وژلي او شاوخوا دوه زره ٦٠٠ نور یې ټپیان کړي دي.

د اوچا د شمېرو له مخې، د هرات زلزلې د دغه ولايت په ۹ ولسواليو کې تر ۲۷۵ زرو ډېر وګړو باندې په مستقيم ډول اغېز کړى.

د ملګرو ملتونو د معلوماتو پر بنسټ، په هرات کې د تېر کال په اکټوبر کې د شویو زلزلو له امله ۲۴۰۰ کسان مړه شول، له ۱۰ زره زیات کورونه بشپړ ډول ونړېدل او ۴۸ زره نور نیم وران یا هم قسماً تخریب شول.
د ملګرو ملتونو د معلوماتو پر بنسټ، په هرات کې د تېر کال په اکټوبر کې د شویو زلزلو له امله ۲۴۰۰ کسان مړه شول، له ۱۰ زره زیات کورونه بشپړ ډول ونړېدل او ۴۸ زره نور نیم وران یا هم قسماً تخریب شول.

د ملګرو ملتونو د همغۍ دفتر اوچا زياتوي چې د دغې زلزلې زيان پراخ وه او ۴۸ زره کورونه يې ويجاړ او يا زيانمن کړي دي.

د دې ترڅنګ د يادې زلزلې له امله د روغتیايي مرکزونو او ښوونځیو په ګډون شاوخوا ۲۱ زره او ۳۰۰ عامه ودانۍ هم زیانمنې شوې دي.

تر دې مخکې د ملګرو ملتونو، اروپايي ټولنې، نړیوال بانک او د اسیا پراختیايي بانک یوې ګډې ارزونې ښودلې وه چې په هرات ولایت کې د زلزله ځپلو د اړتیاوو د پوره کولو لپاره څه باندې ۴۰۰ میلیونه ډالرو ته اړتیا ده.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG