د افغانستان کرکټ بورډ ادارې له لوري په لومړي ځل د قوش تپې ملي شل اوریزه لیګ سیالۍ نن چهارشنبه پیل شوې.
یادې سیالۍ چې د کابل په ملي کرکټ لوبغالي کې ترسره کېږي، ۵ لوبډله په کې برخه لري.
کرکټ بورډ وايي په دې سیالیو کې د افغانستان د ملي، الف، نولس کلنو او کورني کرکټ غوره لوبغاړي برخه لري.
د پیل سیالي یې چې نن د کابل پر وخت سهار ۹:۰۰ بجې پیل شوې وه د بوست او بندامیر لوبډلو ترمنځ وه چې بندامیر د ۳ منډو په تفاوت ګټلې ده.
د نن ورځې دویمه سیالي به د مس عینک او سپين غر لوبډلو ترمنځ ترسره شي.
د ویلو ده چې یاد لیګ به د می میاشتې په ۱۳مه نېټه پای ته ورسیږي.