د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳۰ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۴

د قابله ګانو نړیواله ورځ ؛ افغانستان کې د دوی وضعیت څنګه دی؟


ارشیف
ارشیف

د مې د پنځمې نېټې د قابلو د نړیوالې ورځې په رارسېدو سره یو شمېر قابلې وایي چې په افغانستان کې د خپل کار په برخه کې له بېلابېلو ستونزو سره مخ دي.

په کندوز ولایت کې یوې قابلې زرافشان ازادي راډيو ته وویل چې د کار نشتوالی، محدودیتونه او کم عاید په دې برخه کې له لویو ننګونو دي.

" د کار نشتوالی دا دی چې د قابلو لپاره د کار کولو لپاره ډېر ځایونه نشته، حقیقت دا دی چې دوی په لرو پرتو سیمو کې له ناامنیو شکایت کوي، له محرم پرته لرې کار نه شي کولای او یا هم ځینې یې محرم نه لري، یا په کوم ځای کې چې دوی کار کوي سم معاش نه ورکوي، زه پخپله له لسو کلونو راهیسې کار کوم، زه شخصي معاینه خانه لرم، د دې لپاره چې واسطه نه لرم، فعلاً په دولتي ځایونو کې کار نه شم کولای."

په ورته وخت کې يو شمېر ښځينه زده کوونکي چې د قابله ګۍ په زده کړو بوختې دي وايي، که څه هم په اوسنيو شرايطو کې د فيسونو د ورکولو د ستونزې او هم له یو لړ محدوديتونو سره مخ دي، خو دا چې اسناد به ترلاسه او بیا به کار ومومي په دې اړه بې باوره دي.

د قابله ګۍ یو شمېر افغان زده کوونکې
د قابله ګۍ یو شمېر افغان زده کوونکې

له دې ډلې د بامیان ولایت اوسدونکې چې په یوه خصوصي پوهنتون کې زده کړې کوي او نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې خپور شي ازادي راډیو ته وویل:

" له نېکه مرغه چې د نرسنګ او قابله ګۍ په برخه کې د زده کړو اجازه شته، فعلا درس وایو خو موږ نه پوهېږو چې د روغتیا وزارت به له موږ څخه وروستۍ ازموېنه واخلي او که نه، ټولې هغه نجونې چې تېر کال فارغې شوې تر اوسه یې ورنه ازموینه نه ده اخیستې، نو نه پوهېږم چې له موږ به ازموېنه واخلي که نه او که بیا به همداسې په کور پاتې شوو."

د طالبانو حکومت په ۲۰۲۱ کال کې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو پرمخ د ښوونځيو پر زده کړو د بندیزونو لګولو وروسته د ۲۰۲۲ کال په پای کې د دولتي او خصوصي پوهنتونونو دروازې هم د نجونو پر مخ وتړلې.

په ډېرو دولتي او ټولو نادولتي ادارو کې د ښځو کار منع کړل شوی، خو د روغتیا په برخه کې محدود شمېر ښځې کار کوي او د قابله ګۍ په برخه کې د ښځو او نجونو زده کړه هم له دې محدودیتونو بهر دي.

په ورته وخت کې د افغانستان په یو شمېر لرو پرتو سیمو کې ځینې ښځې په خپلو سیمو کې د قابلو له نشتوالي شکایت کوي.

د سرپل ولایت د صیاد ولسوالۍ د میرزا ویلنګ سیمې اوسېدونکې امینې ازادي راډیو ته وویل:

" څلور کاله کېږي چې واده مې کړی، تر اوسه مې درې ماشومان ضایع شوي، اقتصاد مې دومره کمزوری دی، چې ډاکټر ته نه شم تللای، چې ډاکټر راته دوا راکړي، تر څو اولادونه مو ضایع نه شي."

د نسايي او ولادي ناروغيو متخصصه سونیتا بهرام په افغانستان کې د قابله ګانو د شتون مهم اهميت ته په اشارې سره وايي چې په دې برخه کې ستونزې ډېرې دي او دغه هېواد د ښځينه ډاکټرانو او قابلو له سخت کمښت سره مخ دى.

نوموړي ازادي راډيو ته وویل، د دې تر څنګ چې طبي پوهنتونونه د نجونو پر مخ تړل شوي او په افغانستان کې یوازې د قابله ګۍ دوه کلنې موسسې د فعالیت اجازه لري، د نظري او عملي زده کړو په برخه کې هم ستونزې شته.

" دا مهال افغانستان په ځانګړې توګه د نرسنګ، قابله ګۍ او نسايي ولادي څانګو، له سخت کمښت سره مخ دی، خدای دې وکړي چې چارواکي زموږ غږ واوري او د دې ستونزو د حل لپاره هڅې وکړي، افغانستان د اسیا په کچه تر ټولو زیات د مېندو او ماشومانو د مړینې پېښې لري او که مخه یې ونه نیول شي، نو د نورو پېښو او د شمېرو د لوړوالي په تمه به هم اوسوو."

دا قابله ګانې د جمهوریت په وروستي کال فارغې شوې. اوس داسې فراغت غونډې ډېرې لږې او کمرنګه شوې دي
دا قابله ګانې د جمهوریت په وروستي کال فارغې شوې. اوس داسې فراغت غونډې ډېرې لږې او کمرنګه شوې دي

تر اوسه په افغانستان کې د میندو او ماشومانو د مړینې د کچې په اړه نوې شمېرې نه دي خپرې شوي، خو د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو اچ او) په خپل د ۲۰۲۳ کال راپور کې ویلي چې افغانستان به په ۲۰۲۰ کال کې د هغو لسو هېوادونو په کتار کې و چې د میندو او ماشومانو د مړینې کچه پکې لوړه ده او په هرو ۱۰۰۰ زېږونو کې د میندو او ماشومانو د مړینې ۹۵ مورده ثبت شوي دي.

د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان په دې اړه د ازادي رادیو پوښتنو ته ځواب ونه وایه.

خو شاوخوا پنځه میاشتې وړاندې د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا سرپرست وزیر قلندر عباد ارزګان ولایت ته د خپل سفر پر مهال ویلي وو چې دوی د ښځینه ډاکټرانو له کمښت سره مخ دي او په دې برخه کې حل لارې لټوي.

دا په داسې حال کې ده چې د روغتیا نړیوال سازمان د مې د میاشتې د پنځمې نېټې د قابلو د نړیوالې ورځې په مناسبت په خپله وېب پاڼه کې لیکلي چې قابلې د امیندوارۍ، د ماشوم د زېږون پر مهال او له زېږون وروسته موده کې د ښځو او د هغوی کورنیو ته حیاتي خدمتونه کوي.

XS
SM
MD
LG