د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۰ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۴

خبرونه

په ایران کې یو ۷۰ کلن افغان کارګر څا ته له لوېدو وروسته ساه ورکړې

عکس تزئیني بڼه لري.
عکس تزئیني بڼه لري.

د ایران دولتي خبري اژانس ایرنا ویلي چې یو سپین ږیری افغان کارګر څا ته له لوېدلو وروسته ساه ورکړې ده.

د تهران ښاروالۍ د اطفایې او خوندیتوب ادارې ویاند سید جلال ملکي اژانس ته ویلي چې دغه پېښه پرون د مې په ۷مه شوې ده.

نوموړي ویلي، دغه ۷۰ کلن کارګر د یوې څا د پاکولو پر مهال هغه وخت لاندې ولوېد چې په ځان پورې تړلې رسۍ یې وشلېده.

ملکي ویلي، د ژغورنې ټیمونه څو ساعته وروسته توانېدلي چې د دغه کس مړی له څا راوباسي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ په وینا شاوخوا درې میلیونه افغان کډوال دا مهال ایران کې ژوند کوي چې اکثره یې په درنو کارونو لګیا دي.

اوکراین د روسیې له‌خوا د زیلنسکي دسیسه شنډه کړې؛ د پوتین ویاند: ممکن دا تورونه ناسم معلومات وي

د اوکراین ولسمشر ولودمیر زیلنسکي
د اوکراین ولسمشر ولودمیر زیلنسکي

کریملین وایي، د اوکراین هغه تورونه ممکن ناسم معلومات وي چې ویلې یې دي د روسیې له خوا یې د ولسمشر ولودمیر زیلنسکي د وژنې دسیسه شنډه کړې ده.

د روسیې د ولسمشر ولادمیر پوتین ویاند دیمیتري پیسکوف نن چهارشنبه په دې اړه له مستقیم څه ویلو ډډه کړې، خو دومره یې ویلي چې د اوکراین تورونه ممکن ناسم معلومات وي.

د اوکراین د استخباراتو ادارې پرون وویل، د ولسمشر ولودیمیرزیلینسکي د قتل هغه دسیسه یې شنډه کړې چې د روسیې د امنیت له فدرال ادارې سره تړلو د پنځو اوکرایني اجنټانو په ګډون یوې شبکې جوړه کړې وه.

کییف ویلي، دې اجنټانو چې په دولتي ګارد کې یې دندې درلودې، همداراز د اوکراین د استخباراتي ادارې د مشر واسیلي مالیوک، د پوځي استخباراتو مشر کیریلو بودانوف او نور جګپوړي اوکرایني چارواکي هم په نښه کړی وو.

طالبانو په بدخشان کې د چاودنې له کبله د خپلو درېیو پولیسو وژنه تایید کړه

د افغانستان په عمومي نقشه کې د بدخشان ولایت موقعیت
د افغانستان په عمومي نقشه کې د بدخشان ولایت موقعیت

په بدخشان کې د طالبانو امنیه قومانداني وایي، ننتۍ چاودنې د فیض‌اباد په ښار کې د دوی درې پولیس وژلي او پنځه تنه ټپيان کړي دي.

په سیمه کې یو شمېر سرچینو ازادي راډیو ته ویلي چې په دې چاودنه کې د طالبانو اووه پولیس وژل شوي او څوارلس تنه نور ټپیان شوي دي.

د دې قومانداني ویاند احسان‌الله کامګار په یوه بیان کې څرګنده کړه چې دا چاودنه نن ماسپښین د فیض‌اباد ښار د جوزګون په سیمه کې د پولیسو پر کاروان شوې ده.

د کامګار په وینا، چاودېدونکي مواد په یوه موټر سایکل کې ځای پرځای شوي وو او دا چاودنه هغه مهال وشوه چې د طالبانو پولیس د کوکنارو د کروندو د له منځه وړلو لپاره روان وو.

تراوسه چا یا کومې ډلې د دې چاودنې مسوولیت نه دی منلی.

د قزاقستان د سوداګرۍ خونې په هرات کې خپله څانګه پرانیسته

د افغانستان په نقشه کې هرات ولایت
د افغانستان په نقشه کې هرات ولایت

د قزاقستان سوداګرۍ خونې په رسمي توګه د افغانستان په هرات ولایت کې خپله څانګه پرانیسته.

باختر اژانس چې د طالبانو تر واک لاندې دی، د طالبانو د سوداګرۍ او صنعت وزارت په حواله ویلي چې دغه خونه د دواړو هېوادونو د سوداګریزو اړیکو په پیاوړتیا کې ښه رول لرلی شي.

قزاقستان وروسته تر هغه په هرات ولایت کې د سوداګرۍ څانګه پرانیزي چې هرات څو ورځې وړاندې د قزاقستان، ترکمنستان او د طالبانو د حکومت او افغان سوداګرو د یوې غونډې کوربه و.

هغې غونډه کې موافقه وشوه چې هرات کې به یو لوی لوجیستیکي مرکز هم پرانستل کیږي.

د طالبانو حکومت که څه هم تراوسه د کوم هېواد له خوا په رسمیت نه دی پېژندل شوی، خو د روسیې او چین په ګډون د سیمې او ګاونډ یوشمېر هېوادونه ورسره سوداګریزې او اقتصادي اړیکې پالي.

روسیې تېره شپه پر اوکراین څه باندې ۵۰ توغندي او ۲۰ بې پيلوټه الوتکې توغولي

پر اوکراین د توغندیو د بریدونو یوه څنډه
پر اوکراین د توغندیو د بریدونو یوه څنډه

روسیې تېره شپه د اوکراین پر شپږو سیمو څه باندې پنځوس توغندي او شل بې پیلوټه الوتکې توغولي دي.

د ازادي راډیو د خبر مرکزي څانګې لیکلي چې تېره شپه د څو ساعتونو لپاره د پلازمېنې کیف په ګډون په یوشمېر ښارونو کې د خطر زنګ اورول شوی دی.

د اوکراین د انرژۍ وزیر هیرمن هلوس چینکو دغه بریدونه د انرژي پر صنعت بل لوی ګزار بللی دی.

د راپورونو له مخې، د تېرې شپې په بریدونو کې یوشمېر تاسیساتو ته زیان اوښتی دی، خو د احتمالي مرګ ژوبلې شمېر لا نه دی اعلان شوی.

راپورونه: بدخشان کې چاودنه شوې

د افغانستان په نقشه کې بدخشان ولایت
د افغانستان په نقشه کې بدخشان ولایت

ناتایید شوې راپورونه وایي چې د بدخشان په مرکز فیض اباد کې نن غرمه مهال یوه چاودنه شوې ده.

د چین سینهوا خبري اژانس د یوه شاهد په حواله ویلي چې دغه چاودنه ممکن مرګ ژوبله هم ولري.

تراوسه د طالبانو د حکومت سرچینو د دغې پېښې په اړه څه نه دي ویلي او د پېښې د څرنګوالي معلومات هم نشته.

تر دې مهاله د طالبانو د حکومت کومې مخالفې ډلې د برید پړه نه ده منلې.

د امریکا دفاع وزارت: روسیه کې نیول شوي سرتېري مو عسکري مقررات نقض کړي

د امریکا دفاع وزارت( پنټاګون) لوګو
د امریکا دفاع وزارت( پنټاګون) لوګو

د امریکا د دفاع وزارت پنټاګون وایي، هغه امریکایي سرتېری چې روسیه کې نیول شوی دی، عسکري مقررات نقض کړي دي.

ګورډن بلاک یو له هغو امریکایي اتباعو څخه دی چې تازه روسیه کې په جلا جلا پېښو کې نیول شوی دی.

بلاک د روسیې په لرې ختیځه سیمه ولادیفوستوک کې د یوې محکمې له خوا نیول شوی دی او قضیه یې پرون د مې په اومه رسنیزه شوه.

ویل شوي چې دغه سرتېری د چین له لارې روسیې ته ننوتلی دی.

د ازادۍ راډیو د خبر مرکزي څانګې لیکلي، روسیه کې د امریکایي اتباعو نیولو سره دا پوښتنه راپورته شوې چې مسکو له واشنګټن سره د زندانیانو احتمالي تبادله غواړي.

د امریکا او روسیې ترمنځ اړیکې د اوکراین د جګړې له کبله خړې پړې شوې دي.

د عمران خان مېرمن د کور له نظر بندۍ څخه زندان ته لېږدول کیږي

عمران خان او مېرمنه یې - ارشیف
عمران خان او مېرمنه یې - ارشیف

د پاکستان یوې محکمې حکم کړی چې د پخواني صدر اعظم عمران خان مېرمن بشرا بي بي دې د کور له نظر بندۍ څخه زندان ته ولېږدول شي.

رویټرز خبري اژانس ویلي چې دغه غوښتنه خپله بشرا بي بي کړې وه، ځکه چې په کور کې نظر بند پاتې کېدو امنیتي اندېښنې ورته پیدا کړې وې.

بشرا بي بي له تېرې جنورۍ میاشتې راهیسې په اسلام اباد کې د خان په کور کې د حکومت له خوا نظر بنده وه.

هغه او خاوند یې تورن دي چې د صدر اعظمۍ پر مهال یې دولتي ډالۍ پلورلي دي.

محکمې چارواکو ته امر کړی چې بشرا بي بي د راولپنډۍ د ګاریشن ښار اډیاله زندان ته ولیږدوي، چېرې چې د کریکټ پخوانی ستوری ۷۰ کلن عمران خان د ۱۴ کلن زندان شپې ورځې تېروي.

جنوبي وزیرستان کې افغانستان ته د تګ راتګ لپاره د پاسپورټ او ویزې د شرط کېدو خلاف پرلت روان دی

جنوبي وزیرستان
جنوبي وزیرستان

د جنوبي وزیرستان په انګور اډه کې له افغانستان سره پر پوله د عامو خلکو اعتراض او پرلت لا هم دوام لري.

د ازادي راډیو مشال څانګې د دغه پرلت د مشرانو په حواله ویلي چې نن به دوی په یوه جرګه کې خپله راتلونکې کړنلاره باندې بحث کوي او له حکومت سره د خبرو لپاره به یو پلاوی ټاکي.

دغه اعتراض افغانستان ته د اوښتو لپاره د پاسپورټ او ویزې د شرط له عملي کولو وروسته راپورته شوی دی.

دغه شرط د تېر ۲۰۲۳ کال په نومبر کې وضع شو.

پرلتوال وايي چې پر انګور اډه د سفري اسنادو لازمي کول د پولې د دواړو خواوو سوداګرو، مزدورانو، ټرانسپورټرانو او ولسونو اقتصاد اغېزمنوي.

اسراییلي ځواکونو د رفح پر مهمه سرحدي برخه ولکه ټینګه کړه

یو اسراییلي ټانک په رفح ښار کې
یو اسراییلي ټانک په رفح ښار کې

اسراییلي ځواکونو پرون د غزې د جنوبي ښار رفح پر مهمه سرحدي برخه ولکه ټینګه کړه.

سپینې ماڼۍ د اسراییلو دا اقدامات محدود پوځي عملیات بللي، خو دې کار دا وېره رامنځ ته کړې چې اسراییل ښايي هلته پراخ پوځي عملیات وکړي او په دې توګه به له حماس سره چې امریکا او اروپايي ټولنه یې د یوې تروریستي ډلې په توګه پېژني د سولې خبرې له خطر سره مخامخ شي.

ملګرو ملتونو مخکې خبرداری ورکړی و چې له مصر سره د رفح د سرحد او نورو لارو بندېدل به د غزې تړانګې ته د بشري مرستو رسول له خنډ سره مخامخ کړي.

ملګرو ملتونو پخوا لا ویلي و چې د غزې په تړانګه کې بشپړې قحطۍ راغلې ده.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG