د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۰

خبرونه

د افغانستان ازادۍ جبهې په کابل کې د درېیو طالبانو د وژلو ادعا کړې

د افغانستان په عمومي نقشه کې د کابل ولایت موقعیت
د افغانستان په عمومي نقشه کې د کابل ولایت موقعیت

د افغانستان د ازادۍ جبهه وايي، تېره شپه یې په کابل کې د طالبانو په یوې پوستې عملیات کړي چې په پایله کې یې درې طالبان وژلي او یو بل یې ټپي کړی دی.

دې جبهې تېره شپه یوه خپره کړې اعلامیه کې لیکلي، دا عملیات یې د کابل د یوولسمې ناحیې اړوند د خیر خانې قلعه نجارها سیمه کې کړي دي.

دې جبهې په دې عملیاتو کې د طالبانو حکومت د دوو نظامي موټرو د ویجاړۍ ادعا هم کړې ده.

لا تر اوسه د طالبانو حکومت د کابل امنیه قوماندانۍ په دې اړه غبرګون نه‌دی ښودلی.

افغان ‌ډاکتر بسم‌الله شیوامل ته د جرمني "لیوناردو شوابیرر" جایزه ورکړل شوې

د عکس له ښي طرفه دوهم کس ډاکتر بسم‌الله شیوامل دی چې د جرمني لیوناردو شوابیرر جایزه یې ګټلې ده.
د عکس له ښي طرفه دوهم کس ډاکتر بسم‌الله شیوامل دی چې د جرمني لیوناردو شوابیرر جایزه یې ګټلې ده.

یو افغان ‌ډاکتر بسم‌الله شیوامل ته د جرمني یو له سترو جایزو چې "لیوناردو شوابیرر" نومېږي ورکړل شوې ده.

شېوامل چې جراح دی په خپله فېسبوک‌پاڼه د دې جایزې د اخستو خبره کړې او هغه یې د افغانستان ټولې طبي کورنۍ او جراحانو ته ډالۍ کړې ده.

په ورته وخت کې د جرمني یو شمېر رسنیو هم لیکلي، بسم‌الله شيوامل ته دا ډالۍ د هغه علمي او څېړنیزو فعالیتونو له امله ورکړل شوې ده.

د دې ر سنیو په راپورونو کې د خپرو شویو معلوماتو پر بنسټ، دا جایزه په جرمني کې یوه له معتبرو ویاړنو شمېرل کېږي چې ډاکتر بسم‌الله شيوامل ته د جرمني د جراحانو د ټولنې له‌خوا ورکړل شوې ده.

قطر او پاکستان ته د یوه امریکايي چارواکي سفر؛ د افغانستان په اړه له بېلابېلو چارواکو سره خبرې کوي

په سیاسي چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت موقت مرستیال وزیر جان بس
په سیاسي چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت موقت مرستیال وزیر جان بس

د امریکا متحده‌ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت وايي، په سیاسي چارو کې د دې وزارت موقت مرستیال وزیر جان بس روانه اوونۍ قطر او پاکستان ته په سفر کې د افغانستان په اړه له بېلابېلو چارواکو سره خبرې کوي.

دې وزارت په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، بس به د اپرېل له ۲۶مې تر ۳۰مې د قطر او پاکستان په سفر وي.

خبرپاڼه کې زیاته شوې، مرستیال وزیر به د قطر په پلازمېنه دوحه کې د دې هېواد له لوړپوړو چارواکو او د نورو هېوادونو له ډیپلوماټیکو ماموریتونو سره د افغانستان د ملاتړ او په سیمه کې د ګډو امنیتي ګټو په اړه خبرې وکړي.

په خبرپاڼه کې د راغلیو معلوماتو پر بنسټ، جان بس به اسلام‌اباد ته په سفر کې د پاکستان له لوړو پوړو چارواکو سره د متحده‌ایالاتو او پاکستان په یو لړ سیمه‌ییزو او دوه اړخیزو مسایلو هم بحثونه ولري.

کرزي له اروپايي ټولنې څخه د زده‌کړو او روغتیا په برخو کې د مرستو غوښتنه کړې

د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی
د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د اروپايي ټولنې له دوو چارواکو سره د کتنې پر مهال د زده‌کړو په ډګر، په تېره د نجونو د تعلیم او همداراز د مور او ماشوم د روغتیا په برخو کې له افغانستان سره د مرستو غوښتنه وکړه.

د دې کتنې جزییات د پخواني ولسمشر پر ایکس پاڼه په یوه بیان کې خپاره شوي دي.

بیان زیاتوي چې کرزي د اروپايي کمیسیون د آسیا او منځني ختیځ د څانګې له مشر پیټریس اوستوبس او په افغانستان کې د اروپايي ټولنې له شارژ دافیرې رافایلا یودیچې سره په پرونۍ کتنه کې دا څرګندونې کړې دي.

په بیان کې راغلي چې کرزي په دې کتنه کې له افغانستان سره د اروپايي ټولنې د مرستو مننه هم وکړه.

د نجونو پر تعلیم او لوړو زده کړو او د ښځو پر کار د طالبانو محدودیتونه هغه لویه ستونزه ده چې افغانستان د ۲۰۲۱م کال په اګست کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته ورسره محامخ دی.

شویګو: منځنۍ آسیا لپاره اصلي ګواښ لا هم په افغانستان کې دېره سختدریځې ډلې دي

د روسیې دفاع وزیر سیرګي شویګو
د روسیې دفاع وزیر سیرګي شویګو

د روسیې دفاع وزیر سیرګي شویګو وايي چې د منځنۍ آسیا د هېوادونو لپاره اصلي ګواښ لا هم په افغانستان کې دېره سختدریځې ډلې دي.

شویګو پرون د اپرېل په ۲۶مه په قزاقستان کې د شانګهای د همکارۍ د سازمان د بهرنیو چارو د وزیرانو په غونډه کې د وینا پرمهال دا څرګندونې وکړې.

که څه هم د روسیې دفاع وزیر د دې ډلو نومونه یاد نه کړل، خو په افغانستان کې د څو وروستیو حملو پړه د داعش ډلې خراسان څانګې منلې ده.

د طالبانو د حکومت د بهرنیوچارو سرپرست وزیر امیرخان متقي تېره اوونۍ په یوه وینا کې ادعا وکړه چې د افغانستان لږترلږه درې ګاونډي هېوادونه په سیمه کې د داعش ډلې د فعالیت امکانات برابر کړي، خو هغه د کوم ځانګړي هېواد نوم یاد نه کړ.

د شانګهای د همکارۍ سازمان د امنیتي همکاریو په هدف جوړه شوې ټلواله ده چې روسیه، هند، چین، ایران، پاکستان، قزاقستان، ازبکستان، قرغزستان او تاجکستان غړیتوب په‌کې لري.

قزاقستان افغانستان ته د غلې د صادراتو د کچې زیاتولو ته لېوالتیا ښودلې

د قزاقستان محصولات چې افغانستان ته صادرېږي.
د قزاقستان محصولات چې افغانستان ته صادرېږي.

قزاقستان د ترکمنستان له لارې افغانستان ته د غلې د صادراتو د کچې زیاتولو ته لېوالتیا ښودلې ده.

د قزاقستان د حکومت مطبوعاتي ادارې پرون د اپرېل ۲۶مه په یوه بیان کې ویل چې د قزاقستان مرستیال صدراعظم کابل ته د سفر پر مهال د طالبانو د حکومت د رییس الوزرا له مرستیال ملاعبدالغني برادر سره په کتنه کې وویل، هېواد یې غواړي د کسپین سمندرګي له بینو ترمینل څخه ترکمنستان او له هغه ځایه افغانستان ته د غلو دانو صادرات زیات کړي.

له دې مخکې ملي راډیو ټلویزیون چې طالبان یې اداره کوي، راپور ورکړی و چې د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر نورالدین عزیزي په کابل کې د قزاقستان له مرستیال صدراعظم او د ترکمنستان د ولسمشر له مرستیال سره د افغانستان، قزاقستان او ترکمنستان په درې اړخیزه غونډه کې ګډون وکړ.

د راپور له مخې په دې غونډه کې له جنوبي آسیا سره د منځنۍ آسیا د اتصال، د دریو واړو هېوادونو په قلمروونو کې د ټرانزیټي لګښتونو د کمولو او یوشمېر نورو موضوعاتو په اړه خبرې وشوې.

اسټین: امریکا اوکراین ته د هوايي مدافعې پاټریوټ ډوله توغندي ورکوي

د امریکا د دفاع وزیر لوېډ اسټین
د امریکا د دفاع وزیر لوېډ اسټین

د امریکا د دفاع وزیر وايي، متحدایالات اوکراین ته د شپږ میلیارد ډالر په لګښت د هوايي مدافعې پاټریوټ ډوله توغندي ورکوي.

لوېډ اسټین دا څرګندونې پرون د اوکراین د دفاع د تماس له ډلې سره د کتنې پرمهال وکړې.

اسټین زیاته کړه چې دا توغندي به د هوايي مدافعې په هغه سیستم کې وکارول شي چې مخکې اوکراین ته سپارل شوي دي.

اسټین دا اعلان وروسته له هغه وکړ چې د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي د اوکراین د دفاع د تماس ډلې له غړو هېوادونو وغوښتل چې د روسیې د نورو توغندويي بریدونو د مخنيوي لپاره اوکراین ته د هوايي مدافعې اړوند سیسټمونه ورکړي.

د شپږ میلیارد ډالرو په ارزښت د امریکا په دې اضافي مرسته کې له ځمکې څخه هوا ته د پرمختللي توغندويي سیستم مهمات او تجهیزات هم شامل دي.

روسیه کې د تېرې میاشتې خونړۍ حملې په تړاو د تاجکستان یو بل وګړی هم نیول شوی

مسکو ته نژدې د کنسرتونو په یوه تالار کې د مارچ د ۲۲مې د برید پړه د اسلامي دولت ډلې داعش خراسان څانګې ومنله. په دې پېښه کې ۱۴۴ کسان وژل شوي او سلګونه نور ټپیان شول.
مسکو ته نژدې د کنسرتونو په یوه تالار کې د مارچ د ۲۲مې د برید پړه د اسلامي دولت ډلې داعش خراسان څانګې ومنله. په دې پېښه کې ۱۴۴ کسان وژل شوي او سلګونه نور ټپیان شول.

د راپورونو له مخې روسي چارواکو پلازمېنې مسکو ته نژدې د تېرې مارچ میاشتې د خونړۍ حملې په تړاو د تاجکستان یو بل وګړی هم نیولی دی.

آربي‌کې RBK خبري آژانس پرون د قانون د تنفیذ د ځواکونو له قوله خبر ورکړ چې نیول شوی کس جمعه خان قربانوف نومېږي.

نوموړی په ۲۰۰۳م کال زېږېدلی دی.

روسي چارواکو د مسکو د خونړۍ حملې په تړاو چې ۱۴۴ کسان په‌کې ووژل شول او سلګونه نور ټپیان شول، تردې دمه ۱۱ تنه تاجکان او یو روسی وګړی چې په قرغزستان کې زېږېدلی دی، نیولي دي.

مسکو ته نژدې د کنسرتونو په یوه تالار کې د مارچ د ۲۲مې د برید پړه د اسلامي دولت ډلې داعش خراسان څانګې ومنله.

پاکستان د ثبت شویو افغان کډوالو د استوګنې موده وغځوله

پاکستان کې یو شمېر افغان کډوال - ارشیف
پاکستان کې یو شمېر افغان کډوال - ارشیف

په پاکستان کې د راجسټر شویو افغان کډوالو د اوسیدو موده د جون میاشتې تر دېرشمې تمدید شوه.

دا پرېکړه د پاکستان د صدراعظم شهباز شریف په مشرۍ نن د مرکزي کابینې په غونډه کې وشوه.

د ملګرو ملتونو د کډوالو د چارو د ادارې په وینا، په پاکستان کې یو میلیون او څلور لکه راجستر شوي افغان کډوال ژوند کوي.

د ملګرو ملتونو د پروسږکال د احصایې له مخې، په پاکستان کې د ټولو افغان کډوالو شمېر نژدې درې میلیونه او اوو لکو ته رسیږي.

د پاکستان حکومت پروسږکال د اکتوبر په میاشت کې له خپلې خاورې د هغو افغانانو د ایستلو پریکړه اعلان کړه چې په پاکستان کې د اوسیدو قانوني اسناد نه لري.

دا لړۍ چې په ژمي کې لږ ورو شوې وه لاهم روانه ده.

د اوکراین د ۱۴۰ سرتېرو جسدونه دغه هېواد ته ولېږدول شول

ارشیف
ارشیف

د اوکراین د ۱۴۰ سرتېرو مړي چې د جګړې پر مهال وژل شوي وو، بېرته اوکراین ته ستانه کړای شول.

په کییف کې د جګړې د بندیانو د درملنې د تنظیم ادارې دا خبره نن په یوه اعلامیه کې کړې ده. په اعلامیه کې ویل شوي، د دغو سرتېرو له ډلې ۱۲۰ یې په دونیڅک سیمه کې وژل شوي او ۲۰ نور یې د لوهانسک، سومي، زاپوریژیا او خرسون د جګړې په ساحو کې وژل شوي دي.

په اعلامیه کې ویل شوي د دغو سرتېرو مړي د سره صلیب نړیوالې کمېټې په مرسته لېږدول شوي دي.

د اپرېل پر ۱۲مه هم د اوکراین ۹۹ سرتېري کییف ته انتقال شوي وو، روسیې ته بیا د ۲۳ سرتېرو مړي لېږدول شوي وو.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG