دملګرو ملتونو د اټومي انرژۍ د څار نړیوالې ادارې د پنجشنبې په ورځ د اتریش په مرکز ویانا کي د ایران د اټومي پروګرام په اړه غونډه پيل کړه .
داغونډه وروسته له هغه پيلیږي چې د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې په دې وروستیو کې وویل ، ایران به ډير ژر د نورو ډيرو یورانیمو غني کیدلو پروګرام پيل کړي.
دا په داسي حال کې ده چې د چهارشنبې په ورځ د ایران د اټومي انرژۍ د ادارې رئیس « فریدون عباسي دیواني» وویل ، ایران به، په ډير قوت سره د یورانیمو غني کیدو ته دوام ورکړي.
هغه زیاته کړه چې د نړیوالو بندیزونو سره سره ایران سږکال د یو شمیر زړو او نویو سانتر فیزونو دستګاوو شمیر زیات کړ.
په دې اړه نور جزئیات فرح هیواد وړاندي کوي.